Categories

غني د شګو په محل کې ارزونه/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

غني خان د بیل سبک څښتن شاعر، لیکوال، مفکر او مبتکر وه. دی خپله خبره کوي، د خپل زړه خبره په خپل انداز کې کوي. د بل چا په څېرنه غږېږي او نور هم د ده په څېر نه شي غږېداى.

په غني خان ډيرکار شوی دی خو لکه څنګه چې د ده په شان شاعري کول او فکر کول اسان کار نه دی نو دغه شان په ده باندې علمي کار کول هم د اوبو په ګرداب کې ځان اچول دي.

په عام ډول په ټولو ژبو او په خاص ډول په پښتو ژبه کې په غني خان د محمد اکبرکرګر صاحب(غني خان د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را) آثر ډېرې نوې خبرې لري. په دې آثر کې په غني د نوو خبرو دلایل د کرګرصاحب فلسفي زده کړې او هر اړخیزه فلسفي مطالعه، سیاسي مطالعه او موقف، د غني له شعر او شاعرۍ سره مینه، په غني خان د نورو ژبولیکل شوي اثارو مطالعه او داسې نور لاملونه کېدای شي. انقلابي شاعر اجمل خټک(غني خان د شګو په محل کې) په ۱۳۶۵ کال کې د کرګر صاحب کار ستایلی دی او دا یې یو لوی کار ګڼلی دی.

غني خان شاعر دى، د خپل زړه خبرې په بې باکانه ډول کوي، که چېرې د ده د شعرونو په جوليز(شکلي)جوړښت باندې نظر وکړو، د ده شاعري د بحر، ردم، تشبيه، استعارې، قافيه، رديف (لفظي او معنوي) صنايعو نه ډېره استفاده کړې نه ده، د ده شعرونه بايد د يادو توکو په تله ونه تلل شي، هغه د فکرشاعر دى، د هغه په شاعرۍ کې د وزن او بحرنه پرېوتې مسرې هم شته او داسې مسرې يې په شعرونوکې شته، چې قافيې او رديف په کې نه دي مراعات شوي خو ده خپل فکر او نظر په بهتره ډول ټولنې ته وړاندې کړی دی او لیکوال او محقیق باید د ده شعر له معناییزې زاویي وګوري نه د فزیکي جوړښت له مخې.

د غني خان ټوله شاعري په دوديز ډول د ختيزې  شاعرۍ په کالبونوکې نه ده کړې، بلکې دغه قيدونه يې مات کړي دي، دى د فکر، فلسفې او مقصد شاعردى. پښتو ادبياتوکې يې نوې لاره د خپلې وينا لپاره انتخاب کړې ده.

غني خان خپل لومړنى شعر د ١٩٢٩ ميلادي کال د جولای پر٢٣ مه نېټه د عمرپه څوارلسم کال ويلى دى، د ده  لومړنى شعر هم د وزن، قافيې، رديف او داسې نورو توکو نه خالي دي او ازاد شعر ورته ويلاى شو، لکه:

دتهمت نه په جهان کې څوک خلاص نه شي
چـــــې اسمــــــان وي کــــله کـــــله وي وریـځې
چې کم اصل وي په هیـڅ هـــــم نــــه خپـــــلیږي
چـــــــا غـــړلی دی د شــــــــنو شـــګو نه مــــــزی
د قــــــــــالیــــن بـــرابــــــري بــــــــه کــــــله وکــــــا

کــــه هـــزار رنـګه شي رنګ بـــوڼ او بـــــروزی
که د وچـــو پــه ډېــــــرۍ کې ته یــو لونــــدیې
ګمـــــان مــــــــه کــوه چــې ته به او نـــه ســـوځې
د مــــــــردانو کار د پلک ځواب د ســـــوک دی
هـــــــسې نــه چـــې کـــــړې ژړا لــکــــه د ښــــځې
چــــــــې وخت راشي ښــه زړه تش کړه غني خان
څــــــو د قهــــره پــه لــــړمون کې پټ پټ سوځې

شعر که ازاد وي او که پابند، جذبه او تخيل ورته ضروري ده، د ده په شاعرۍ کې د جذبې او تخيل رښتينوالى او صداقت موجود دى.

ځينې ليکوال او شاعران د غني د شاعرۍ دغې خواته د انتقاد ګوته نيسي خو دى يې په ځواب کې وايي: (په شاعرۍ کې ډېرې تجربې شوي دي، ازاده او نوې شاعري رواج شوه، زه په خپلو شعرونوکې د تخيل طرفدار يم)

په شعر او شاعرۍ کې د تخلیقګر لپاره د عروج او نزول وخت څرګند نه وي نو په همدې سبب د غني خان شعر او شاعري درې پړاوونه لري او په شعرکې یې ژور فلسفي تفکر د درېیمې دورې زیږنده ده. د دې دور شاعري یې د هستیو د ‌ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود د علتوڅخه بحث کوي او د فکراو هستیو د اړیکوڅخه هم غږېږي، چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف لپاره څرګندوي.

غني خان بند تیرکړی دی او د شعر لومړنۍ مجموعه یې د پنجرې چغار نومیږي خو دغو ویناوو ته حبسیاتي شاعري ویلای نه شو. دلیل یې دا کېدای شي چې د ده د کورنۍ مشر، یعنې پلار یې هم په بندکې وخت تیر کړی وه او په بند کې د پلار د لاس کرل شوي ګلان سره به یې خبرې اترې کولې او بند ورته د کور په شان ښکاره کېده نوځکه یې د کور ارمان نه کاوه او همدارنګه دا هم کېدای شي چې دی د ازادۍ ستر سالار خان عبدالغفار خان زوی وه او د دې لپاره چې خلکو ته کمزوری، بې زړه او د سختیو په مقابل کې ضعیف ښکاره نه شي نو له همدې امله یې په بند کې هم داسې خبرې کړي دي لکه چې کور کې وي او هیڅ ستونزې پرې نه وي.

کرګرصاحب د خان د بند د شاعرۍ په هکله د چخوف دا خبره د خپلې خبرې د تایید لپاره راوړي چې وايي: ( ځینې خلک په بندکې وي، ته به فکرکوې چې بندي دی حال دا چې آزاد به وي).

کرګرصاحب د پنجرې چغار په شعرونو باندې هر اړخیزې خبرې کړي دي او د ده ادبي تحلیل د ستایلو دی.

غني خان په خپل وخت کې د فارسي ژبې نړیوال شاعر عمر خیام مطالعه درلوده او خپل کلیات کې یې د خیام یادونه کړې ده او د ده د فلسفي شعرونه تاثیرات یې په تخلیقاتوکې لیدل کېږي.

کرګر په پرتلیزو څېړنېرو مقالو کې ځانګړی مقام لري چې د غني او ټاګور، غني او خیام او غني او نیچه د ویناوو تر منځ په پرتلیز شکل علمي مقالې یې د دې آثر ښې نمونې دي، چې د عمر خیام او د غني ترمنځ پرتلیزه لیکنه کې یې غني ته په ځینو برخو کې فوقیت ورکړی دی.

غني خان په خپل وخت کې د لوی هندوستان د نابغه علامه اقبال د شعرونو مطالعه هم درلوده او د ده د فکرڅرکونه یې هم په شعرونوکې ښکاري او همدارنګه ځینې ویناوې یې ژباړلي هم دي. لنډه دا چې غني د ماضي، حال او راتلونکي وخت شاعر دی. دی د خپل وخت نه په سلګونو کاله مخکې او وروسته خبرې کړي دي او د ده په ویناووکې داسې خبرې هم شته چې د راتلوونکي وخت پيش بیني یې کړې ده.

ځینې کسان په خراب وخت، خرابو خلکو او خراب ځای کې پیدا شي، چې د داسې خلکو پېژندل د هر چا د وس کار نه وي، زه نه پوهیږم چې دا د لیکوال او شاعر بدختي ده او که د هغو خلکو بدبختي ده چې د ده د پيژندلو توان نه لري. خو دا ناکامي د وروسته پاتې او ناپوهو خلکو ده چې فکري او علمي ذوق یې نه دی پالل شوی او د غني په شان خلکو د پيژندلو توان ورسره نه شته.

د کرګر څېړنېزه ژبه او د ده د خبرو تحلیل او تفسیر ډېر لوړ دی او د ده فلسفي فکر، د عرفان او تصوف هر اړخیزه مطالعه، د تصوفي جریانونو پيژندنه، تصوف او عرفان په نورو ادیانو کې، د ده په انګریزي، فارسي او نورو ژبو مطالعه، د ده سیاسي موقف او بندي کېدل او داسې نور لاملونه دي چې د ده په خبرو هر لوستی وګړی نه شي پوهیدای چې دا هم د پورته خبرې په تایید د کرګر ملامتیا نه ده بلکې موږ ګرم یو چې د ده د سویي مطابق مطالعه نه لرو او د ده په وینا چې زه داسې آثار خاصوکسانو ته لیکم.

غني خان څو بعدي شخصیت دی، شاعر، نثر لیکونکی، رسام، مجسمه جوړونکی او داسې نور او همدارنګه د شرق او غرب د فرهنګونو تاثیرات یې په شعرونو کې تر سترګو کېږي. کرګر د ده د فلسفي افکارو په هکله وايي:

( د غني خان په افکارو باندې د ټيګور د شانتي نيکتين د ښوونځي اغيزه شته، د ښکلا پيژندنې او استيتيک په برخه کې خاصه نظريه لري، د هند د لرغونې فلسفي افکارو او ښکلاپيژندنې اغيزه شته، د ښکلا پيژندنې له اغيزوڅخه منکريدای نشو.د مثال په توګه په دې باب هم د خپل شعر په باب متفاوت نظريات لري.

د افلاطون د فلسفي ښوونځي په باب اظهار کوي، د اسلامي تصوف او پانته ئيرم اغيزې د هغه په افکارو کې ليدلی شو، د موسیقۍ سره د هغه نا پايه مينه څرګنده ليدلی شو، د منصور د ان الحق آواز يې ډيرخوښيږي، د افلاطون د فلسفيانه افکارو په باب اظهار نظرکوي.)

د غني خان په شعرونوکې د خیام سربېره د هیګل، کانت او هایدګر د ویناوو فلسفي څرکونه لیدل کېږي نو له همدې امله د غني خان په شعرونو کې د بېلابېلو لیکوالو او شاعرانوڅرکونه د دې لامل کېږي چې د ده په شعرونوکې په جامع او مانع ډول فلسفې باندې بحث وشي خو په عام ډول د سیمې په ژبو او په خاص ډول په پښتو ژبه کې د غني د فلسفې، نظر، عقیدې، فکر، شاعرۍ او د ده په شعر باندې د مختلفو لاملونو درلودلو ښودلو په هکله د کرګرله دې آثره ( غني خان د شګو په محل کې او ماته یو دریاب د نور را) نه ما بهرته آثر لیدلی نه دی.

د ښکلا پېژندنې په هکه غني خان ډېرې نوې خبرې لري. هر انسان دوه  جهتونه او یا دوه ډوله ښکلاوې لري، یو د انسان داخلي ښکلا ده او بله د انسان خارجي ښکلا ده، خارجي ښکلا له صورت سره او داخلي ښکلا د سیرت سره اړیکه لري، د انسان د نوم معناییز اړیکه هم له داخلي جوړښت سره رابطه لري یعنې بهترین انسان هماغه دی چې داخلي توکي یې په لاس کې وي او له انسانه هغه وخت ښه انسان جوړیدای شي چې انساني کرامت ولري، عاطفه، احساس، مینه، فکر، انسانیت، شرافت، اخلاق او داسې نور توکي ولري چې دا ټول د انسان په داخلي توکو کې راتلای شي، که په انسان کې داخلي ښکلاوې نه وي نو د رحمان بابا خبره چې وايي: (بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی)، یعنې که د یو انسان خارجي ښکلا هرڅومره زیاته وي او ښکلی وي خوچې داخلي ښکلا ورسره نه وي نو دا د هغه کالبوت په شان دی چې له سرو زرو به جوړ وي خو روح به نه لري او چې جسم روح ونه لري دا داسې مثال لري، لکه بت.

روح دی چې جسم ته حرکت ورکوي او ښه روح د ښه جسم نماینده ګي کولای شي. انسان له بوی ناکې خټې جوړ شوی دی خو روح پاک او سپيڅلی دی، روح چې پاک شو نو ټول بدن او اعضاوې به سم کارونه کوي او په ټول بدن باندې ښه مشري کولای شي او چې روح خراب شو نو ټول بدن به ګنده بوی کوي.

غني خان د ښکلا لپاره دوه خواوو باندې بحث کوي او هغه دوه خواوې سر او زړه دی، د غني په اند (سر) د عقل سمبول او نښه ده او( زړه) د صوفیانو او عارفانو د پوهې مرکز دی او یا د روح او روان نښه ده. هغه د ښکلا اصلي مرکز روح پورې تړي او روح ته زیات ارزښت ورکوي.

د غني خان په شعرونو کې استیتیکي نظریات او مفکوره د انسان له روح او روان سره اړیکه لري. یعنې دی ښکلا د انسان په اندرون کې ویني او له ظاهره باطن ته زیات ارزښت ورکوي.

د ده په شعرونوکې د انسان له سمبوله زیاته استفاده شوې ده او د ده په نظر که یو انسان د (انسان) نوم معناییزه خوا په کتو سره د انسانیت ټول کرامت پوره کړي نو دی بیا حقیقي، پوره او کامل انسان دی. همدا انسان دی چې دنیا ورانوي او ابادوي نو شعرد ژوند لپاره مفهوم په دې کې دی چې شاعري باید د انسان د ژوند لپاره ګټه ولري نه تاوان.

کرګر د غني او نیچه د فکر د اړیکو په هکله یوه لیکنه کړې ده، نیچه د انسان په هکله ځینې خبرې کړي دي او وایي:( کله کله انسان له حيوانه يوه نيزه را ټيټ شي. حيوانات د لږ وخت له پاره يا په ټاکلي موسم کې د يوځای کيدو(جنسي يووالي)  شوق لري خو انسان داسې حيوان دی چې دا پوله يې ړنگه کړې ده. دا ځکه چې انسان تل د خوند او لذت پسې سرگردانه دی.)

د غني په تول پوره انسان چې روان یې سم وي نو هېڅکله به ناروا عمل په تکراري ډول سرته ونه رسوي، خو د نیچه د وینا په تایید ځینې انسانان بایدکله کله د بې فکره، بې عقله او بې تمیزه حیواناتو، نباتاتو او جماداتو نه د خدمت کول الهام واخلي او دغه فکرمند انسان باید د بې فکره دغو توکو نه زده کړه وکړي.

د یوعالم په وینا کله چې چرګانو ته دانه واچول شي نو دوی پکې د حرامو اوحلالو لټول کوي خو ډير انسانان مې ولیدل چې د حرامو اوحلالو تر منځ توپیرنه کوي، کله کله چرګې مرداری خوري او هګۍ اچوي او موږ هګۍ خورو، مرداری کوو نو له همدې امله انسان باید خپلو کړو وړو ته متوجې وي.

 محمد اکبرکرګر د ښکلا پېژندنې په هکله د غني خان نظر د فلوطین سره پرتله کوي او وايي: د فلوطين په باور(( ښکلا دانسان له روح سره تړاو لري. بدرنگي او ناوړتيا چې د انسان په روح کې ورزياتيږي نو روح ککړوي. ښکلا د روح هماغه رښتينی ژوند دی او که انساني روح يا نفس له ځانه سره يوازې پاتې شي. له ناوړتيا وو خلاصون مومي. په همدي دليل ټول فضيلتونه د پاکۍ او سپيڅلتيا په کلمه کې دي.يا ښکلا او نيکي ته په رسيدو او تر لاسه کيدو له پاره بايد مطلقې ښکلا ته پام وکړو اودخپل دننه (درون ) سالک شو. په خپلو دروني سترگو سره د نړۍمنظرته وگورو. که چيرې روح ځان ښکلی نه کړي نو ښکلا به ونه ويني.)

د غني خان او فلوطین استیتیکي نظریات د قرآن کریم او احادیثوپه رڼا کې دي او اسلام هم زړه د انسان د بدن بادشاه ښيي او د عقیدې اصلي ځای هم زړه دی.

غني خان د افلاطون مطالعه درلوده او کله کله یې په ویناوو کې د ده د خبروڅرکونه لیدل کېږي او په شعرونو کې یې د ښکلا پېژندنې په هکله نظریات په ډاګه کوي چې د یونانیانومطالعه یې درلوده.

کرګرصاحب د غني د شعرونو هر اړخیزه څېړنه په عالي فکر کړې ده او د ده د شعرونو معناييزه او منځپانګېزه خوا يې د مختلفو لاملونوپه نظرکې نیولوسره تربحث لاندې نیولې ده.لکه د ده سیاسي شعرونه، هرډول فلسفي شعرونه، تصوفي او عرفاني شعرونه، د منصور حلاج یادونه، د ښکلا پېژندنې په هکله نظریات، ټولنیز نظرونه، اضدادو فلسفه، عدم تشدد فلسفه، د فکر ازادي، هېواد پالنه، هېومانېزم او داسې نورپه لسهاوو سرلیکونوباندې بحث شته دی او د یادو هر ډول شعرونو په اصلي لاملونو باندې بحث کړی دی.

زه څلور کلن وم چې غني خان د شګو په محل کې آثر په ۱۳۶۵ کال کې چاپ شو او د وخت او زمان په تېرېدلو مې د دې آثر یادونه د ماخذ او منبع په ډول په ځینو ځایونوکې لیده، د کرګر صاحب سره مې ملګرتوب پیدا شو او د دې کتاب د چاپ په هکله مو تصمیم ونیوه، لومړۍ برخه مې ورته کمپوزکړه او د همدې کتاب( غني خان د شګو په محل کې دویم ټوک) چې د محمد اکبر کرګر د لسګونو کلونو څېړنې پایله وه(ما ته یو دریاب د نور را) په نامه چاپ ته تیار کړ او دا برخه یې هم ما ته ولیږله، دواړه برخې( غني خان د شګو په محل کې او ما ته یو دریاب د نور را) مې ترتیب او تنظیم کړ او دا دی چاپ ته اماده دی.

پوهنیار سیداصغر هاشمي

ننګرهار، ښوونې او روزنې پوهنځی

۱۳۹۵/۴/۱۹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *