Categories

اعلان

Loading…

د پردې تر شا (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د  کابل په خوشال خان مېنه  کي مي ټکسي روان کړی و چي يوه سپين ږيري سړی  لاس راکړ. ويل له دې ځايه خيرخانې ته ځم، هلته له يو چا سره لږ  کار لرم، څه  ډالر  هم ماتوم  او بيا راځو، هلته چي ډېر وځنډېږو ښايي لس دقيقې به وي، زيات نه ځنډېږو. ما هم ورسره ومنله  او د تګ او راتګ کرايه مو څلور سوه افغانۍ  وټاکله.

سپين ږيری د موټر د شا په سيټ کي کښېناست او حرکت مو وکړ. سپين ږيري له جېب څخه اوږدې زيتوني تسبيح راوايستلې، ويل زما نوم سيد جواد آغا دی، د قيمتي ډبرو تجارت کوم، يو دفتر په کابل او بل په دوبی کي لرم. الحمدلله خدای (ج)  ډېري پيسې راکړي دي. بيا يې راته وويل: استاده سواد لرې؟

–  هو لرم يې، دوولسم ټولګی مي لوستی دی

–  د قرآنکريم تلاوت کولای سې؟

–  هو بيخي يې کولای سم.

اغا صاحب پسي زياته کړه: استاده  لکه څنګه چي انسان زړه لري، دغسي قرآنکريم هم زړه لري چي هغه د ياسين شريف سورت دی. له دې سره سم يې يو ټوک سورت ياسين راکړ، ويل هڅه کوه چي تل په اوداسه وګرځې، هم به دي صحت ښه وي او بل لمونځونه نه درڅخه قضا کېږي، کله چي د لمانځه وخت راغی ته به مخکې لا اودس لرې، سمدلاسه موټر يو ځای ودروه او لمونځ دي وکړه. بل دا چي د کابل سړکونه  خو اکثره وخت بند وي، آن دا چي کله کله خو يو ساعت هم لاري بندي وي او بل نو همېشه سپرلي هم نه وي، نو چي هسي یو ځای دي موټر درلولی وي او حرامه موسيقي اورې، ښه دی چي همدا سورت ياسين تلاوت  کړې. زه باور لرم چي هره ورځ خامخا دومره وخت پيداکولای سې چي لږ تر لږه يو وار سورت ياسين تلاوت کړې. کله چي دي ډېر تلاوت کړ  اخير به  دي بيخي ياد سي، بيا نو اوداسه او لوستلو ته هم اړتيا نسته، هم به موټر چلوې او هم به د خدای کلام تلاوت کوې.

که له سورت ياسين څخه ستړی سوې، نو د خدای (ج)  ذِکر کوه، (الله) (الله) وايه، د الله (ج) نوم ويل ډېر اسانه کار دی، سړی هيڅ  نه ستړی کوي. که ذکر دي عادت سو بيا به داسي وخت هم راسي چي ته به ويده يې، خو په  خوله به الله، الله وايې، تر دې به نو بل نېکمرغه  انسان چېري وي چي په خوب کي هم د الله (ج)  نوم يادوي. الله (ج) به دي له هري بلا څخه وساتي او په روزۍ کي به دي هم برکت واچوي. که زما منې  دا کار يو وار  تجربه کړه، تجربه کول يې تاوان نه  درته کوي. له دې سره سم يې يو ټوک سورت ياسين راکړ. ما هم ځنی واخيست ، ښکل  مي کړ او بيا مي مخ ته په يو لوړ ځای کي  کښېښود.

په دې وخت کي مي مغزی د شا سيټ ته ورکوږ کړ  او اغا صاحب  ته مي وکتل. تکه سپينه پاکه اوږده مبارکه  ږيره، ورين تندی، د خنداډکه خوله، دوه وله نازکه سپينه لنګوټه  او ښايسته سور او سپين مخ، له مخ څخه يې لکه نور چي بادېده. اغا صاحب مي پر زړه لکه فرشته ولګېد، سترګي مي ورباندي خوږې سوې، ګرسره مي زړه نه غوښته چي مخ بلي خوا ته ځني واړوم، ما ويل چي ټوله ورځ مي يې نوراني مخ ته کتلای، خو څه مي کړي وای، موټر مي چلاوه، مجبور وم لاري ته وګورم، خو بيا به مي هم هره يوه دقيقه وروسته يو وار ورته کتل. خيرخانې ته لا نه و رسېدلي چي له کور څخه مي مېرمني زنګ راوواهه، ويل کور ته مېلمانه راغلل، کله چي راځې له نانوايي څخه پنځه ډوډۍ هم درسره راوړه، ما ويل سمه ده. په دې وخت کي مي موټر ګوښه ودراوه، اغا صاحب ته مي وويل چي ډېر وبخښه له دې نانوايي څخه ډوډۍ رااخلم او بيا به نو له خيره سره ځو. د اغا صاحب يې هم کور ودان، په ورين تندي يې اجازه راکړه، ما موټر چالان پرېښود او نانوايي ته ورغلم، نانوای لا ډوډۍ نه وې راکړي چي د خپل موټر د ټايرونو چيغکی مي  تر غوږ سو، کله چي مي موټر ته وکتل، نو اغا صاحب جلو ته ناست  او موټر يې په يوه شېبه کي راڅخه  وتښتاوه.

اوس اکثره وخت له ځانه سره وايم چي اغا صاحب که څه هم په عمل کي غل و، خو خبري يې ښې وي. زموږ په وطن کي داسي ډېر  غله سته چي خورا ښې او علمي خبري کوي او ځان يې هم د ښو خلکو په ډول جوړ کړی دی،  خو په عمل کي غله دي.

68 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *