Categories

اعلان

Loading…

سږکال به د هېوادونو پور۴۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي/ ژ: شفیق الله یوسفزی

په نړۍ تر ټولو ډېر پور اخیستوونکي هېوادونه کوم دي؟
په نړۍ کې د هېوادونو له خوا د پور اخیستلو په اړه څيړنې شوي او د دې مطالعاتو په رڼا کې وړاندوینه شوې چې په روان میلادي کال کې به د هېوادونو پور اخیستنه ۴۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي او دا د نړۍ اقتصاد لپاره یو نوی ډول رکود ګڼل کېږي. د هېوادونو لخوا د پور اندازه په داسې حال کې لوړېږي چې اوسمهال د پور اخیستلو اندازه له پخوا کمه شوې ده. د دې مطالعاتو پر بنسټ ویل کېږي چې هېوادونه به په روان جاري کال کې د ۶ ټریلیون او ۸۰۰ میلیارد ډالرو په اندازه نوی پور واخلي چې دا اندازه د تېر کال په پرتله د ۳۱۵ میلیارد ډالرو کموالی ښي او دا اندازه پور د نړۍ د کورني ناخالص تولید ۹ سلنه تشکیلوي.
البته د نړۍ هېوداونو لخوا د پور اخیستل به همداسې دوام لري، په داسې حال کې چې په روان کال کې به د هېوادونو لخوا د پور اخیستنې اندازه ۴۴ تریلیون او ۳۰۰ میلیارد ډالرو ته لوړ شي.
همدارنګه پدې راپور کې راغلې چې امریکا او جاپان په ترتیب 2.2 او 1.8 تریلیون ډالرو په اندازه پور اخیستنې له مخې  په نړۍ کې تر ټولو د ډېر پور اخیستوونکي هېوداونه ګڼل کېږي او له دوې وروسته چین، ایټالیا او فرانسه د نړۍ د ډېر پور اخیستوونکو او پوروړيو هېوادونو په لیکه کې راځي.
د اروپايي اتحاديې څخه د انګلستان وتلو یو ستر عامل په نړۍ کې د پور اخیستنې ډېرېدل وو، سربېره پر دې د جاپان د پور اندازه د دې هېواد د اقتصاد دوه پر دریم حجم جوړوي چې ددې هېواد په تاریخ کې بې ساری دی.
د دې راپور له مخې سږ کال د امریکا متحده ایالات د پور اخیستنې په اندازه کې به ۶۳ سلنه ډېروالی راشي او د یورو په سیمه، جاپان، برتانیا، کاناډا او استرالیا کې د پور اخیستنې رقم به ۵۲ سلنې ترمنځ وي او همدا ډول د نوو زېږيدلو اقتصادونو یو شمیر نوي ښارونه به په نړۍ کې د هېوادونو لخوا د پور اخیستنې د ډېروالي له امله له ماتې سره مخامخ وي.

205 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸