Categories

اعلان

Loading…

هغوی ته چې کانکور په مخ کې لري!/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

 لکه څنګه چې پوهېږئ، د افغانستان ښوونیز سيستم داسې دی چې د ښوونځيو له فارغینو څخه کانکور اخیستل کېږي چې د یوې ځانګړې کټګورئ له مخې د خپلو اخیستو نومرو پر اساس ټاکلي پوهنځي ته بریالي کېږي.

دغه راز په دې وروستیو کلونو کې د کانکور په ازموینه کې ځینې ستونزې هم را پیدا شوې دي، هغه دا چې یو شمېر زده کوونکي د بډو د ورکولو له لارې د یو شمېر خاصو ښکېلو کړیو په مرسته له بېلابېلو لارو د سوالونو کيلي ترلاسه کوي او په پایله کې د هغه چا حق تر پښو لاندې کوي چې کلونه یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ستونزې ګاللې دي. د دې لپاره چې دغه ډول ناوړه کارونو ته مو د پای ټکی اېښی وي او وکولای شئ پر خپلو قوي مټو د کانکور ازموینه ورکړئ او د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالي شئ، لوړو زده کړو ته مو دوام ورکړئ، په دې لیکنه کې مو درسره ځینې لارښوونې او مشورې شریکې کړې دي، هیله ده عمل پرې وکړئ او د بل چا د بې ګټې همکارئ په تمه پاتې نه شئ.

دا چې د کانکور ازموینه ستاسو لپاره یوه برخه لیک ټاکونکې موخه ده نو په اړه یې باید بېغوره پاتې نه شئ او تر وسه وسه مو خپلې هڅې وکړئ؛ ځکه دغه ډول چانس بیا تاسو ته په لاس نه درځي او که په لاس در هم شي؛ د پام وړ ګټه به ترې پورته نه کړئ؛ ځکه که خدای مه کړه سږ کال بریالي نه شئ او په دې تمه و اوسئ چې راتلونکی کال به بیا د کانکور په ازموینه کې برخه واخلم دا مو پر زیان ده؛ ځکه سږ کال تاسو روحاً او جسمآ د کانکور لپاره تیاری نیولی او ډېر څه په خپل ذهن کې لرئ. دا چې تر راتلونکي کاله پورې به څه کېږي او څومره شیان به مو په ذهن کې پاتې وي او تر څومره روهي فشار لاندې به یاست، یوازې خدای پاک ته معلومه ده.

هر کانکور ورکوونکی په دې لټه کې وي چې څنګه وکولای شي له ۱۲ کلونو ښوونځي لوستلو وروسته خپلې برخلیک ټاکوونکې موخې ته ورسېږي، پوره هڅه کوي ټولې هغه لارې چارې وکاروي چې وکولای شي په کانکور کې بریالي شي.

د ځان لپاره د ښه لارښود موندلو په هڅه کې شئ

تر ټوله ښه لاره دا ده چې عمومي فکر وکړئ؛ په وړو ښارونو کې د داسې کسانو پیدا کول چې وکولای شي د کانکور د پوښتنو او ځوابونو یا په ټوله کې درته د کانکور د اماده ګۍ لپاره پوره معلومات درکړي، ډېره اسانه خبره ده خو په لویو ښارونو کې بیا دا کار یو څه ستونزمن دی.

کوښښ وکړئ په دې برخه کې له هغه چا مرسته وغواړئ چې تېر کال یې د کانکور ازموینه ورکړې ده، ترې وپوښتئ څومره له خپلو لارښوونکو راضي وو، په داسې کورسونو پسې وګرځئ چې د کانکور د لارښوونې په اړه په کې درس ورکول کېږي، د همدغو کورسونو په اړه فکر وکړئ، تېر کال دغه کورسونه څومره توانېدلي وو چې په لوړه سویه زده کوونکي کانکور ته ور وپېژني. داسې کتابونه یا د کانکور لارښود درته وټاکئ چې تر ډېره په کې نوې پوښتنې ځای شوې وي؛ ځکه د کانکور سوالونه هر کال توپیر کوي او د سوالونو په بانک کې بدلون راځي. په دې اړه مو د خپل ښوونځي له ښوونکو وپوښتئ چې له دې وروسته په کوم کورس او یا له کوم استاد څخه د خپلو معلومات د زیاتولو لپاره په اړیکه کې شم؟

اوس چې د تکنالوجۍ زمانه ده، کولای شئ د کانکور د لارښود له سي ډي ګانو ګټه واخلئ په انټرنېټ کې د کانکور د لارښوونو په اړه ځانګړې پاڼې ولټوئ، له خپلو ذکي ټولګیوالو سره د ورځې په اوږدو کې په همدې اړه خبرې وکړئ او عملي کار وکړئ چې څه باید وکړئ تر څو د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالي شئ.

۱- تر هغه چې د کانکور ورځ مو را رسېږي باید لږ تر لږه پنځه ازمایښتي کانکورونه ورکړئ او په دې اړه بېلابېلې پوښتنې ځواب کړئ، تر څو په پوره ډول د اصلي کانکور لپاره اماده وی.

۲- پر دې باید پوه شئ چې کانکور یو ډول چانس دی، نه مسابقه. خپلې وړتیا ته په کتو مو ځان ته پوهنځی وټاکئ، دې ته مه ګورئ چې فلاني د ځان لپاره طب وټاکه، زه هم باید داسې وکړم، څه مو چې په توان پوره دي هغه څه درته وټاکئ. پر ځان پوره باور ولرئ، هېڅ کله هم پر ځان باور له لاسه مه ورکوئ، دا چې تر ډېره د کانکور ازموینه په افغاستان کې د ژمي په موسم کې راځي، پوره هڅه وکړئ ګرمې جامې واغوندئ او په جېب کې درسره د خوراک لپاره یو څه ولرئ، لکه چاکلېټ، کاکو او یا هم دې ته ورته بل خواړه، پر خپل نفس اعتماد پوره درسره مرسته کولای شي چې د کانکور پر مهال خپل فکري توازن وساتئ. سهار وختي چې کله د کانکور ورکولو ځای ته ځئ، د هغه چا چې مور او پلار ژوندي دي، د خدای شکر وباسئ او د دعا غوښتنه ترې وکړئ او هغه چې مور او پلار یې وفات شوي، د لمانځه پر وخت ورته دعا وکړئ او له خدای پاک څخه مرسته وغواړئ؛ ځګه په ځلونو خدای پاک د مور او پلار په نسبت پر خپلو بنده ګانو مهربانه دی.

311 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2