Categories

اعلان

Loading…

تور لاسونه (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د هغې له څېرې څخه اوس د ناوسۍ له امله  پوډرو، رانجو، رنګونو او سينګار  نورو  توکو کډه کړې  او اصلي څېره يې ښکارېده.  د زندان پر توره  ميله يې خپله  لنډۍ  زنه  تکيه کړې وه، څپوله  او ګډوډ وېښتان يې پر تندي را ایله ول، سترګي يې نيمکښه نيولي وې، تر اوږدو چورتونو وروسته يې شونډي وښورېدې  او له ځان سره داسي وويل: ما د يو سپېڅلي  انسان پر سپين مخ  خپل تور لاسونه ومښل، د مور د شيدو په شان سپين غوندي  انسان مي تور پوري کړ. کېدای سي دې زندان ته به ځيني بې ګناه ښځي هم راغلي زما په شان به خلکو تور لاسونه پوري مښلي وي، خو زه په رشتيا چي ګناهکاره يم، دغه راسره ښايي، بايد زندان ته راوستل سوې وای .  

وږمه  په ونه  ټيټه او له رنګه توره وه، خو کړه وړه يې ښه وه او جذابه ښکارېده، هغه  د چا خبره نه وتلې او نه نتلې وه. يو څه يې خپل جذابيت و او يو څه دې په ځان  ګوته وهله او هڅه يې کوله چي ښکلې ښکاره سي. دا تر اوسه پوري هيچا له سينګار  پرته نه وه ليدلې، په کومه ورځ چي به باران اورېده، نو دا به بيخي پوهنتون ته نه راتله، ويل داسي نه وي چي د مخ سينګار مي پاک سي او خلک مي اصلي څېره وويني. هغې به دومره خټه ځان جوړاوه چي پر مخ  يې بيخي يو بل پوست غوړېدلی و، داسي تکه سپينه ښکارېده لکه  د  ګچو مجسمه.  يوه ورځ د زمري په نوم د هغې يوه  ټولګيوال وويل چي  که هر چا وږمه  له سينګاره  پرته وليده او ماته يې راوښووله، نو په جايزه کي يو آيفون موبايل  ورکوم. اوس چي د پوهنتون  اخيري کال هم مخ پر ختمېدو و، بيا هم  دا جايزه چا و نه ګټله.

وږمې يو عجيبه خوی درلود.  خلکو به ويل چي هغه د برترۍ احساس په ناروغۍ اخته ده. هغې به تل ځان تر نورو  لوړ  باله، که  په يو خوی يا يوه کار  کي به تر چا لوړه هم نه وه، نو دې به هڅه کوله ځان لوړ وبولي او  آن داسي مصنوعي شواهد او اسناد وښيي چي ګواکي دا تر نورو لوړه ده. داسي فکر يې کاوه چي هيچا ته اړتيا نه لري،  تر څو چي بيخي سخته مجبوره سوې نه وای، نو له چا څخه يې مرسته نه غوښته، خو کله چي به ډېره مجبوره سوه او له چا څخه به  يې مرسته وغوښته او يا چا به په خپله خوښه مرسته ورسره وکړه، نو تر څو چي د هغه  ښه يې نه وای ور  ادا کړي ارامه نه کښېناسته.

چا چي  به له وږمې سره ښه کړي ول، که څه هم احسان به يې نه ورباندي اچاوه او د خپلو ښو پېغور به يې هم نه ورکاوه، خو دې به دا ښه د خپلو اوږو بار باله او له دې امله به ډېره  ناارامه وه. که چا به ښه ورسره وکړه، نو دې به لومړی هڅه کوله  د  مقابل لوري ښه ور  ادا کړي، خو که زمينه به نه وه ورته برابره، نو پر هغه به يې بې ځايه تور  پوري کاوه او داسي به يې ښووله چي دا دی  که ښه دي راسره کړي وه، بد دي هم راسره وکړل، ښه دي له بدو سره ولاړل، بس دادی  غاړه دي ووته.  د وږمې  دې ناوړه خوی هغه په ټولنه  کي يوازي کړې وه. کله په خپلو  کور  کي له مور،  ورور  او خويندو سره  او کله به په پوهنتون  کي له ټولګيوالو سره په شخړو اخته وه، لنډه دا چي چندان دوست يې نه درلود او په يوه داسي نړۍ کي يې ژوند کا وه چي دې په خپل ځان کي په خپله جوړه کړې وه.  د وږمې دوی اقتصادي وضعيت ښه نه و، هغه د خلکو خبره يو سرپوښ ورباندي پروت  و، بس ګوزاره يې کېدله.

د وږمې  يو ټولګيوال  اکرم نومېده چي د يو لوی شتمن او سوداګر زوی  و. اکرم  ډېر پټ خولی او حياناکه هلک و، چندان څوک خبر نه ول چي دوی شتمن خلک دي او له ظاهري لباس، اخلاقو او کړو وړو څخه  يې هم څوک نه پوهېدل چي اکرم دي دومره شتمن  وي. اکرم د شتمنۍ او ښو اخلاقو تر څنګ ډېر لايق او د ټولګي اول نمره هم و، تل به يې هڅه کوله له وږمې سره په درسونو کي مرسته وکړي، کتابونه ورته برابر کړي او په سيمينارونو کي مرسته ورسره وکړي، هدف يې دا و چي وږمه  تر چا پاته نه سي او لږ تر لږه په درسونو کي ناکامه نه سي، همدا د ده برکت و چي وږمه په يوه مضمون کي هم  ناکامه نه سوه او د پوهنتون تر اخيري سمسټر پوري راورسېده، خو وږمې هيڅ وخت هغه ته  يو تش کور ودانی هم و نه وايه او تر ټولو يې له  دهڅخه ډېره  کرکه کوله.

په  اخيري سمسټر  کي وږمه  څو ورځي پرله پسې پوهنتون ته رانغله. ټولګيوال يې خبر سول  چي هغه سخته  ناروغه  او په روغتون کي بستري  ده، هغه و چي تر رخصت کېدو وروسته په ګډه د وږمې د پوښتني لپاره روغتون ته ورغلل، خو هلته ورته وويل سول چي هغه يې بل روغتون ته وړې ده. ټولګيوالو  اکرم ته وويل چي موږ  نه پوهېږ و هغه يې کوم روغتون ته وړې ده، ستاکور د وږمې دوی په کوڅه کي دی او ته يې له پلار  او ورور  سره پېژنې،  ته يې له کورنۍ څخه معلومات واخله او بيا موږ خبر کړه.  اکرم  هم  دا وړانديز  ومانه او د وږمې دوی کور ته ورغی.

اکرم چي د وږمې دوی د کور دروازه وروټکوله، نو پلار  يې راووت. تر روغبړ وروسته  اکرم غوښتل همدلته په ولاړي  د وږمې د ناروغۍ  حال احوال واخلي، خو د وږمې پلار ټينګار وکړ، ويل خامخا به کور ته راسره ځې او چای به راسره څښې. هغه و چي  اکرم  هم دا خبره ورسره  ومنله  او کور ته ورسره  ولاړ.  کله چي اکرم  د وږمې د روغتيا پوښتنه وکړه، نو د وږمې د پلار په سترګو کي اوښکي ډنډ سوې، خو ځان يې ټينګ کړ  او په عادي ډول يې خبري پيل کړې، ويل ډاکټران وايي چي د وږمې دواړه پښتورګي له کاره لوېدلي او له جوړېدو وتلي دي، که يوه دانه نوی پښتورګی ورولګول سي، نو امکان لري چي ژوندۍ پاته سي او بايد په يوه اوونۍ کي يې د بل پښتورګي غم وخوړل سي. بله خبره دا ده چي دا ډول  عمليات په افغانستان کي نه کېږي، بايد پاکستان او يا هندوستان ته يې بوزئ.

زما يو زوی په هندوستان کي محصل دی، هغه ويل چي د خرڅ  لپاره مي پښتورګی پيدا کړی دی. موږ  د پاسپورټونو او وېزو کار  خلاص کړ  او غوښتل  مو چي هندوستان ته يې بوزو ، خو غم دا دی چي پيسې مو پيدا نه کړای سوای.  له وروڼو او ټولو دوستانو دروازې  مي وروټکولې، خو هيچا پيسې را نه کړې. په کور کي چي مو څه سره زر درلودل، هغه مو خرڅ  کړل او هغه پيسې د وږمې  په دواوو  کي ولاړې، اوس دا يو د پلار ميراثي کور  راپاته دی چي  څو وروڼه او خويندي په شريکان يو، د مشترک کور خرڅول  ډېر وخت نيسي.  بايد اول ووېشل سي او بيا خرڅ کړل سي.

په دې وخت کي د وږمې د پلار ستونی له غريوه  ډک سو، په سترګو کي يې اوښکي وځلېدې، په رېږدېدلي اواز يې وويل: اوس نو له خدای پرته بله  اسره نه لرو.  وږمه په دولتي روغتون کي بستر ده او مشر ورور  يې سر ته ناست دی، زه  همدا اوس ځني راغلم. زويه  وږمه  اوس هغه وږمه نه ده، لکه د لسو کالو ناورغه چي وي، له پېژندلو وتلې ده. هر وار چي مي زوی له روغتون څخه زنګ راووهي زړه مي تر تلو شيوه سي، زه چي وايم اوس به راته ووايي چي وږمه  مړه  سوه.

اکرم د رخصت کېدو په وخت کي د وږمې پلار ته وويل: بابا هيڅ اندېښنه مه کوه. پيسې هيڅ ارزښت نه لري، د انسان ژوند ډېر مهم دی، زه همدا  اوس ځم  پيسې درته راوړم، وږمه هندوستان ته بوزه. تر څو چي تا پيسې پيدا کړي او په خپله خوښه دي نه وي راکړي، له ما او تا پرته به څوک خبر هم نه سي چي ما پيسې په پور  درکړي دي. اکرم په منډه د وږمې پلار ته پيسې راوړې او ځني  رخصت سو.  د وږمې پلار په کوڅه کي تر هغه مهاله په اکرم پسي کتل چي هغه له سترګو څخه پناه کېده.

وږمه يې هندوستان ته بوتله او په برياليتوب سره يې درمنله وسوه. اوس هغه بيرته خپل عادي حالت ته راوګرځېده  او د اکرم  په  مرسته د پوهنتون  ازمويني هم  بريالۍ تېرې  سوې. اوس د وږمې دوی په  کور کي هره ورځ  د اکرم  نوم  په ډېر  درناوي سره يادېږي، ان دا چي د نجات فرشته بلل کېږي، خو وږمه چي هر  وار د اکرم نوم  اوري، نو تندی يې تريو سي، ان دا چي له مجلس څخه ولاړه سي او په دې اړه هیڅ تبصره نه کوي، د اکرم  نوم په  ښو يادول دومره  بد ورباندي لګېږي  لکه ډېر بد چي يې ورسره کړي وي.

يوه ورځ د اکرم  مور د اکرم پلار  ته وويل چي سړيه  اکرم  زموږ  سره  دومره  ښه وکړل، راسه يوه ورځ به يې مېلمانه کړو، که نور  ښه يې نه سو ور  ادا کولای په دې ډول خو به يې  احترام  وکړو.  زه چي د اکرم  اخلاقو ته ګورم  ډېره  ښه کورنۍ را معلومېږي، په دې ارزي چي تګ راتګ ورسره ولرو، دا مېلمستیا به د تګ راتګ لپاره يو ښه پلمه سي. د اکرم  پلار هم دا خبره ومنله، ويل سمه ده، خو وږمه د مور په خبرو کي ورولوېده،  ويل موري مېلمستيا ته څه ضرورت دی، پيسې يې په پور راکړي دي، بيرته به يې ورکړو.  د وږمې مور سر وښوراوه او په تريو تندي يې وويل: لوري ته هم عجيبه انسانه يې، هيڅ وخت  د چا ښه نه درباندي معلومېږي، له همدې وجي تل يوازي پاته سوې يې، هيڅ وخت  به دوست پيدا نه کړې. کله چي د اکرم دوی کورنۍ د وږمې دوی کره راغله، نو وږمې ځان پر ناروغۍ واچاوه او په خپله خونه  کي پرته وه.

څو مياشتي وروسته  د وږمې پلار  کور خرڅ کړ، پيسې يې له وروڼو سره ووېشلې او خپله ونډه پيسې يې اکرم ته وروړه، خو اکرم  پيسې و نه منلې، ويل تاسي اوس په کرايي کور کي اوسېږئ، د کور  کرايه ورکول هم  لوی مصرف دی، زه  اوس دې پيسو ته اړتيا نه لرم، کله چي ستاسي يو کار جوړ سو بيا به يې سره ګورو. په دې ډول  اکرم  نور  هم  د يو سپېڅلي او زړه سواند ځوان په نوم  د وږمې دوی د کورنۍ په زړونو کي ځای  ونيو.

د اکرم  احسان د وږمې ذهن سخت ناارامه کړی و او هره ورځ يې ځوروله، لکه  پر  اوږو چي يې يو لوی غر پروت وي، په ټول ژوند کي يې دا لومړی وار و چي يو څوک تر دې لوړ  و، دومره ښه يې ورسره کړي وه چي دې په هيڅ ډول نه سوای ور ا دا کولای. وږمې  دومره توان هم نه درلود چي له هغه سره دې ته ورته ښه وکړي، خو ارامه هم نه کښېناسته، تل به يې له ځان سره نقشې جوړولې چي څنګه له خپلو  اوږو څخه  د اکرم  د احسان بار  ليري  کړي.

نن څوومه ورځ وه چي اکرم  د يو تجارتي کار  لپاره چين ته تللی و.  د وږمې  پلار  او مشر ورو خبر ول، خو وږمه نه وه  خبره. د شپې يوه بجه وه چي برېښنا ولاړه، په کور او شاوخوا کي توره تياره خپره سوه.  دا چي نيمه شپه او ټول خلک ویده ول، نو  رڼا ته اړتيا نه  ليدل کېده، نه چا شمع بله کړه او نه هم څراغ. يو ساعت وروسته وږمې په زوره  چيغي کړې: پلاره! پلاره! مور! لالا! هلئ راسئ! د خدای پر پار مرسته وکړئ!  د وږمې په چيغو لومړی د  هغې مشر ورور سليم  خبر سو، سمدلاسه   د وږمې خوني ته ورغی، ګوري چي د هغې ګرېوان څيري  او د سر وېښتان يې ګډوډ سوي دي.  په دې  وخت کي د وږمې مور  او پلار هم راغلل، ويل څه خبره ده؟ وږمې ويل زما خوني ته  يو هلک راغلی و، غوښتل يې ماته بې عزتي راوړوي، خو ما چيغي کړې، هلک ووېرېد او  تر کړکۍ يې ځان  دباندي واچاوه، دا دی ورته  وګورئ، د کړکۍ جالۍ  څيري سوې ده. د  وږمې پلار  او  مور وويل  هلک څوک و، و دي نه پېژاند؟

–   که رشتيا ووايم تاسي به باور  و نه کړئ

–  ولي باور نه کوو، ژر راته ووايه، څوک و؟

–  هغه  هلک و چي تاسي يې ملايکه بولئ

–  کومه ملايکه؟ سم ووايه!

–   اکرم يادوم.

د دې خبري په اورېدو د ټولو خولې وازي پاته سوې، ويل اکرم؟  د وږمې مور وويل: داسي خو هيڅ امکان نه لري، اکرم  څومره حياناکه هلک دی او بل نو اکرم دې کار ته څه ضرورت لري؟  که يې ته  خوښه وای، نو  مرکه به يې رالېږلې وای. لوري ناحق پر يو بې ګناه انسان تور مه لګوه  بل څوک به دي ليدلی وي، په دې توره شپه کي ته څه پوه سوې چي دا اکرم دی؟

وږمې په ژړا وويل: موري ته  اکرم نه پېژنې، هغه په ظاهره  ډېر ښه سړی معلومېږي، خو په حقيقت کي ډېر ناولی انسان دی، زه يې ډېر ښه پېژنم، ما ته يې څو واره په پوهنتون کي هم بدي بدي خبري  کړي  دي، خو ما هغه وخت تاسي ته نه ويل، ما ويل که درته ووايم تاسي به مي  له پوهنتون څخه راوګرځوئ. له دې خبري سره سم  ټول  له خوني ووتل او وږمه يوازي په خونه  کي پاته سوه.

وږمې د خوني دروازه وتړله، پر شونډو يې نرۍ مسکا خپره سوه، له ځان سره يې په فاتحانه  انداز  وويل:  اکرمه نور  مي ستا له احسان څخه اوږې سپکي سوې، اوس به خلک نه وايي چي اکرم  له  دوی سره  دومره  ښه وکړل، خلک څه خبر دي چي ما تا ناحقه په تور پوري کړی دی.

سبا سهار پوليسو وږمه حوزې ته بوتله. له هغه ځايه يې دوسيه څارنوالۍ او بيا محکمې ته ولاړه. يوه مياشت وروسته  محکمې  وږمه  په دې جرم په  درې کاله بند محکومه کړه چي پر  اکرم  يې ناحقه  تور لګولی  او د هغه  شخصيت  ته يې زيان  وراړولی  دی.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *