Categories

اعلان

Loading…

اوس په مکتب کې نه یم/ فرشته نجيم غنی

نن مو آخري آزموینه وه ملګرو ویل چې لاړ به شو سوپ به وخورو چې ژمنۍ رخصتۍ راځي، خو زما زړه ټول په کور کې و، ورته ومې ویل مونږ په کور کې میلمانه لرو باید ورشم…

لیمې راته وخندل وایې ولې کوم خاص میلمانه خو به نه وي؟

ومې خندل نه مړه داسې کوم څوک دي، ولاړم نجونو د خدای په امان او په دې سره مې د مریم، پلوشې او مکۍ مخونه ښکل کړل.

ترې رابیله شوم، هغوی هم چندان زما پروا ونکړه، ټولو په کړس کړس خندل زړه مې ډیر په تنګ شو کورته راروانه شو ټوله لاره سوچونو پسې اخیستې وم.

کور ته چې راورسیدم د زړه درزا مې لا پسې ډیره شوه.

خو بیا هم کورته ننوتم ومې کتل مور مې په برنډه ناسته وه خو دا ځل یې هم هيڅ په مینې ځواب رانکړ له آزموینې خو یې هیڅ پوښتنه ونکړه چپه خوله وه.

ور نیږدې شوم سترګې مې یې په شنې شوې سترګې ولګیدې، خدایه داځل خو پټه لاړم… بیا به چا وهلی وي مورې څه شوي دي ؟

ـ مرګ  څه شوي دي؟  ستا د ښوونځي له لاسه خو دې نن زه پلار او ترونو بیا ښه و ډبولم نوره لاړه نشې نوردې د پلار او ترونو له وهلو ستړې شوی یم زه چې دومره رنځ ووینم نو ستا ښوونځی به ماته څه په درد ولږي ..

هيڅ مې هم ورته ونه ویل سترګو کې مې د اوښکو څپې خپرې شوې، ورو ترې روانه شوم جامې مې بدلې کړې، بیرته خونې ته راننوتم.

هکه پکه وم چې څه وکړم په ناهیلۍ ترې راپورته شوم، په پخلنځي کې مې ښه ډیر وژړل غږ مې لږ لوړ شو چې د مزي وار راباندې وشو ژر مې شاته وکتل لا مې ژړا پسې ډیره شوه نوره راته مهمه نه وه چې آغا مې په مزي وهي یا مې وجود دردیږي ځکه زړه مې  ډیر لوی ټپ اخیستۍ و هغه ورځ مې نه هیږیږي.

ولې باید ټولې قرباني افغانې انجونې او میرمنې ورکړي  ؟

ولې زمونږ په هره کورنۍ کې زامن تر لوڼې یو قدم مخکې وي؟

او په زرګونو ولې مې ذهن ساعت په ساعت مخشوشولو خو ما هيڅ ددې پوښتنو  لپاره ځواب پیدا نکړ اوس هم حيرانه یم چې ولې دا پوښتنې نه ځوابیږي نن په خپلې بې وسۍ نه یم خفه، په دې خفه یم که نن زه تسلیم شم سبا به مې ها کوچنۍ خور هم نه پریږدي چې ښوونځي ته لاړه شی خو ځوریږم ددې لپاره چې بیا مې مور جانه راته ونه وهي بیا مې مورجانه ګرمه ونه بولي بیا مې مورته د لور لپاره یی پیغورونه ورنکړي، همدا دي چې کلونو تیر شول خو کله مې هم ښونځی ته د تګ هوډ ونکړ.

دا د هغې پیغلې د زړه خبرې وې چې د اوښکو له توییدو سره یې ماته وکړې، خو ریښتیا هم ددې لپاره چې مونږ په ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه یوسو ښه لاره یې داده چې نجونې او هلکان زده کړې وکړي.

په افغانستان کې پراته ناوړه دودونه هغه څه دي چې د هرې افغانې پیغلې په زړه کې په یو ډول نه یوډول داغ پرې ایښۍ دی که هغه د هیواد په هر ګوټ کې ژوند وکړي همدا ستونزه موجوده ده.

په ډیریو کورنیو کې نارینه داسې انګیري چې کواګې دوی به وروسته له خدایه په کور واکمن وي او پرته ددوی له اجازې به یوه ښځه، آن ساه هم نشې اخیستلای، دلته تعلیم تر اوسه پورې شرم دی حیا ده او بدنامي ده.

ځینې ځایونو کې له زده کړو لیرې پاتې شوې میرمنې هڅه کوي تر څو د سواد زده کړې لپاره له ځینو کورسونو ګټه واخلي هلته ورشي تر څو حد اقل د خپلو ماشومانو لپاره یوه ښه معلمه شي خو له دې هم چې کله د کور نارینه خبریږي نو محشر پرې جوړ وي.

په ټوله کې ددې ستونزې د له منځه وړلو او عامه ذهن جوړولو لپاره ښه لاره د خلکو پوهاوی دی چې د بیلابیلو ادارو، انجوګانو او علماو په مرسته کیدای شي خو دلته په افغانستان کې تر ټولو لویه ستونزه هغو انجو ګانو او موسسو جوړه کړې چې له بهرنیو دونرانو کاړۍ کاړۍ پیسې او باج اخلي خو په اصل کې یې هیڅ هم ندي کړی آن ددې کار لپاره د هر ولایت په کچه یو استازی نلري دوی به څنګه د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي.

په ټوله کې ویلای شو په اوسنۍ نړۍ کې ښځې ډېرې پیاوړې دي او په هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي، خو که چیرې دوی ته اجازه ورکړل شي، ډیری وخت مرزونه او محدودیتونه نارینه ټاکي او رنځ یې د ښځو په برخه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *