Categories

یوټیوب تلویزیوني چاینلونه په ژوندۍ بڼه خپروي

تاند- یوټیوب ځان ته د ځوانانو د لا زیاتې باملرنې د اړولو لپاره غواړي چې ژوندیو تلویزیوني خپرونو ته لار ورکړي.

الفابټ شرکت، چې ګوګل او یوټیوب ورپوري تړلي دي، وايي چې د یوټیوب له لارې به د امریکا په متحدو ایالتونو کې تلویزیوني چاینلونه په ژوندي ډول خپاره کړي.

د یوټیوب دا برخه به، چې(یوټیوب ټي وي) نومېږي، له هغو کمپنیو سره سیالي وکړي چې تلویزیوني چاینلونه د کېبل او سپوږمکۍ (ستیلایت) له لارې خپروي.

یوټیوب په دې پوهېږي چې ورځ په ورځ د تلویزیونونو ځای انترنیټ نیسي او د دوی ابتکار به ځوان نسل ځان ته لا ډېر جذب کړي چې اوس هم تر تلویزیون ډېر څه په موبایلونو، ټبلېټونو او کمپیوټرونو کې ګوري.

د ګوګل د یوټیوب د برخې مسوولې اغلې سوزن وژکیکي د کلیفورنیا په لاس انجلس ښار کې خبریالانو ته وویل، د یوټیوب ټي وي خپرونې به په څو میاشتو کې پیل شي.

خو هغې وویل چې دا خدمات به کاملاً وړیا نه وي بلکې په ۳۵ ډالرو به د یوټیوب ۶ کاروونکو ته ۶ جلا اکاونټونه ورکړي چې تلویزیوني خپرونې وویني.

په دې خدماتو کې فلمونه، مشهورې تلویزیوني خپرونې، د نامتو ستورو ځانګړې پروګرامونه او نور شامل دي چې اکثره یې اوس هم خلک وړیا نه شي کتلی.

ګوګل او یوټیوب تراوسه نه دي ویلي چې کله به په درسته نړۍ کې دا خدمات وړاندې کړي خو د ټکنالوژۍ چټکې ودې ته په کتو ښايي ډېر وخت ته اړتیا نه وي چې د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري یوټیوب تلویزیون د یوټیوب په شان ورسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *