Categories

تيزابي باران/ فضل الدين احسان 

د ژوند له پيل څخه تول انسانان طبعي منابع استعمالوي او د طبعي منابعو څخه ګټه اخلي چې دانرژي د مختلفو منابعو څخه د ګټې اخیستنې په نتيجه کې د ښه ژوند تيريدو لپاره د ژوند اسانتياوې ځانته برابروي خو له يوې خوا دغه ډول پرمختګ زمونږ ژوند اسانه کړی او د بله اړخه د دغو منابعو د استعمال په نتيجه کې په چاپيريال کې مختلف ډوله ضرر لرونکي اجسام خپريږي. تيزابي باران په خاص ډول بندونه، ويالې، خوړونه، ځنګلونه او هغه حيوانات او نباتات چې په دغه ايکوسيستم کې ژوند کوي متاثره کوي.

باران د انسانانو او نورو حيواناتو لپاره يو ډير مهم جز ګڼل کيږي. اوبه د باران پواسطه جوړيږي چې د ژونديو موجوداتو ژوند يې د ځمکې په قشر کې ممکن کړی همدارنګه باران په طبعي ډول سره تيزابي دی خو د باران دغه تيزابيت د هغو ککړتياوو پواسطه اضافه شوی چې د کورونو، فابریکو، د بريښناکوټونو او موټریو پواسطه اتوموسفير ته ازاديږي، ځکه دغه ککړتيا له ځان سره تيزابي عناصر لري نو ځکه مونږ دغه اصطلاح د تيزابي باران په نامه يادوو. داسی نه ده چې تيزابي باران د ۳۰ يا ۲۰ کلنې موضوع ده بلکې تيزابي باران تقريباً ۱۰۰ کلنه موضوع شميرل کيږي. د څو کلونو راپه دې خوا کله چې د نړۍ صنعتي کيدل شروع شوۍ‎ي په اتوموسفير کې د ککړونکو عناصرو اندازه زياته شوې ده چې د نړۍ ټولې برخې يې ککړې کړې او د ککړتياوو تاثيرات يې د نړۍ په ټولو قومونو يوشان دي. تيزابي باران هغه مهال جوړيږي کله چې د بريښنا د جوړولو په وخت کې د سکرو د استعمال څخه او د تيزابو د ويلی کولو په وخت کې او همدارنګه په موټرو کې د تيلو د سون څخه ککړونکي عناصرهوا ته خوشي شي او کله چې دغه ککړونکي عناصر لکه  سلفر او نايتروجن اوکسايد هوا ته د مختلفو منابعو څخه خارج شي نو په هوا کې د باد د جرياناتو پواسطه په سلګونو ميله فاصله طۍ کوي او دغه ککړونکي ګازات په هوا کې د وريځې ترڅنګ ځای نيسي چې په اخره کې سلفر په سلفر ډاي اوکسايد او بيا په سلفوريک اسيد بدليږي او همدارنګه نايتروجن اوکسايد په نايتريک اسيد بدليږي، د تيزابي باران عمده اسباب هغه کويله کوم ده چې په ماشينونو، فابريکو، کورونو کې سوځول کيږي او هغه تيل کوم چې په عراده جاتو کې سوځول کيږي.د بريښنا جوړولو دستګاوې او فابريکې په زياته اندازه سلفر اوکسايد خارجوي او موټرې په زياته اندازه نايتروجن اوکسايد هوا ته ورکوي، د ولکانونه د راغوټيدو په وخت کې هم يوه اندازه سلفر اوکسايد خارجيږي. عموماً د ښارګوټو هوا په زياتی اندازی سره مضره ککړونکي لري لکه د نيو ډيلي ښار په نيستئ سره  هره ورځ ۱۴۰۰ نوي موټر سرک ته  راوباسي يعني اضافه کوي نو همدا علت ده چې په اسيا کې د هوا د ککړتيا له امله  هر کال دوه ميلونه انسانان مړه کيږي.

تيزابي باران ته اسيدي ډيپوزيشن(Acid Deposition)هم وايي يعنې دغه اصطلاح د تيزابي باران هغه شکل ته استعماليږي چې ځمکې ته د د واوری په شکل راښکته شي چی دوه ډولونه لري.

  1. Wet Deposition:

 د تيزابي باران هغه ډول ده چې د شبنم او واوری په بڼه وي. کله چې تيزاب د لمده هوا لرونکې ساحې په اتوموسفير کې خپاره شي نو تيزاب ځمکې ته د باران، واوری ، شبنم او لړې په شکل راښکته کيږي. دغه تيزاب اوبو ته ځي او د حيواناتو او نباتاتو مختلفې نوعې متاثره کوي او له منځه يې وړي.

  1. Dry Deposition:

هغه ساحې کوم چې وچ موسم لري نو په اتوموسفير کې يې تيزاب د ګردوغبار او دود سره يوځای ځمکې ته راځي او په ودانيو، کورونو، موټرو او ونو پورې سريښ کيږي، دغه تيزابي ذرات له دغو ساحو څخه د باران د اوبو پواسطه وينځل کيږي او اوبو ته ځي چې تقريباً نيم تيزابي ذرات له هوا څخه ځمکې ته د تيزابي باران د ګردوغبار او دود په شکل راښکته کيږي.

د تيزابي باران اسباب:

تيزابي باران طبعي منابع هم لري لکه د اور شیندو خوټيدل خو په خاص ډول د تيلو او سون موادو د سوځونې څخه کله چې سلفر ډاي اوکسايد او نايتروجن اوکسايد خارج شي تيزابي باران جوړوي. کله چې دغه ګازات اتوموسفير ته خوشي شي دوي د اکسيجن، اوبو او نوروګازاتو سره چې د پخوا څخه په هوا کې موجود وي، تامل کوي او په نتيجه کې په اتوموسفير کې سلفوريک اسيد، امونيم نايتريت او نايتريک اسيد جوړوي وروسته دغه تيزاب په هوا کې د باد په مرسته يوه پراخه ساحه نيسي چې په نتيجه کې ځمکې ته د تيزابي باران يا د باران په بله بڼه راوريږي.

تيزابی باران د لومړي ځل لپاره Robert Angus Smith  لخوا په ۱۸۵۲ ميلادي کال کې مطالعه شوی دی په هغه وخت کې نوموړي د انګلستان په مانچستر کې د تيزابي باران او اتوموسفيري ککړتيا ترمنځ ارتباط مطالعه کړ خو د ۱۹۶۰ کال پوری دغې موضوع د خلکو خاصه توجه نه وه. کله چې په ۱۹۷۰ کال د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې د انګلستان په New Hampshireساحهکې دHubbard Brookيو ازمايښت شوی ځنګلمشګلات په اړه يو راپور نشر کړو نو د خلکو توجه يېزياته نو هماغه وو چې ۱۹۷۲ کال کې د تيزابی باران اصطلاح اختراع شوه.

د تيزابي باران اغيزې:

د Hubbard Brook د ځنګل د مطالعې څخه وروسته د تيزابي باران زياتې اغيزې په طبعي او مصنوعي محيطکې مطالعه او کشف شوې او هم يې وښودله چې د اوبو محېط په واضحه توګه سره د تيزابي باران پواسطه متاثره کيږي ځکه د تيزابي باران دواړه ډولونه په مستقيم دول سره د اوبو محيط ته داخليږي او همدارنګه ځنګلونو، سرکونو، ډيمونو او خوړونو ته هم جريان پيدا کوي چې په نتيجه کې د وچې او اوبو دواړو ژونديو موجودات متاثره کوي .

د تيزابي باران اغيزې د انسانانو په روغتيا باندې :

د تيزابی باران څرګنديدل، احساس او خوند کټ مټ د خالص باران په بڼه دی او د تيزابي باران تاثيرات په انسانانو مستقيم نه دي . په تيزابي باران کې تګ راتګ يا په تيزابي ډيم يا جهيل کې لامبو وهل تر هغه ډير خطرناک نه دي کوم چې په خالص باران کې تګ راتګ او په خالص اوبه لرونکي ډيم کې لامبو وهل کيږي. سره له دی هغه ککړونکي چې د تيزابي باران سبب ګرځي لکه سلفر ډای اوکسايد(SO2) او نايتروجن اوکسايد (NOX)د انسان روغتيا ته ضرر رسوي .

دغه ګازات په اتوموسفير کې تعامل کوي او د سلفټ او نايتريت کوچنۍ اجزاوې جوړوي چې د باد پواسطه ډير فاصله طئ کولای شي او د تنفس پواسطه د خلکو سږو ته داخليږي او هم کيدای شي چې دغه کوچني ذرات د ودانيو او کورونو دننه داخل شي . اکثره سيانسدانانو د مطالعو په اساس وښودله چې د ککړونکو عناصر يا تيزابي عناصر زيات تنفس په ماشومانو کې د برانشيت ( د سرې مرئ د نلو د التياب) ناروغۍ او تنفس تنګي ناروغيو پواسطه مړينه مړينې سبب ګرځي  او ورسره د نورو تنفسي ناروغيو عامل هم همدا کوچني ذرات دي.تيزابي باران په کوچنيانو کې ډير زيات ضرر لرونکي دي.

د تيزابی باران زيانونه يواځي مستقيم نه دي يعنې دا کله چې تيزابي باران په هغه ميوه جاتو يا سبزيجاتو چې په باغ يا په بازارکې وی ووريږي نو تيزابي عناصر په دغه خوراکي توکو پورې کيږي که چيرې په صحيح دول سره پاک نه شي نو د تغذيې د لارې د انسان بدن ته داخليږي او په انسانانو کې د سږو،دماغي ، زړه او نورو ناروغيو سبب ګرځي.

د تيزابي باران اغيزې په ونو باندې :

تيزابي باران نشي کولای چې مستقيماً په نباتاتو اغيزه وکړي ددې په ځای چې د نباتاتو پاڼې متاثره کړي ، د غذائي موادو اندازه يې کموي ، نبات زخمي کيږي او نبات کمزوری کوي چې په نتيجه کې نبات مړ کيږي همدارنګه نور ککړونکي لکه اوزن ګاز هم کولای شي چې نباتات متاثره کړي خو هغه نباتات زياتره نشي متاثره کولای په کومو نباتاتو کې چې کرنيزې عمليې اجرا شوې وي ځکه دغو نباتاتو ته د دهکانانو پواسطه سره ورکول کيږي چې ترڅو د غذائي موادو د کمبود سره مخ نشي .

د تيزابی باران اغيزې په ځنګل باندې:

په دې څو کلونو کې ساينسدانانو، ځنګل پوهانو او نورو پوهانو دا معلومه کړې ده چې د ځينو ځنګلونو کراره وده ، د پاڼو رنګ نصواري کيدل او غورځيدل ، په زياتره وخت کې د ځنګل دننه ساحه کې د ونو مړينه بغير د کوم علت څخه ډير واقع کيږي چې ددغو پيښو يواځنئ علت تيزابي باران دې کله چې د ځنګل په ونو ووريږي نو د ځنګل د ونو پاڼې ، ساقې او نورې برخې زخمي کوي چې په نتيجه کې ونه له مينځه ځي.

د تيزابي باران اغيزې د تعميراتو په تيږو او منارو باندې:

تعميرات او منارې ددوامداره کلکوالي لپاره د ماربل او اهاکو ډبرو څخه جوړيږي چې دغه ډبرې په خپل جوړښت کې کلسيم کاربونيتCaCo3)( او مختلفې کرستلي بڼه لري . د اهاکو ډبرې چې کوچنئ کرستلي وي او په سطحه باندې ډير سوري لري په ډيره پراخه پيمانه د تعميراتو په جوړولو کې استعماليږي. ماربل چې غټې کرستلي وي او په سطحه واړه سوري لري او زياته ځلا لري نو ځکه د مجسمو او منارو په جوړولو کې استعماليږي.تعميرات او د تعميراتو د پاسه منارې د ماربل او اهاکو ډبرو څخه جوړې شوې دي چې په تدريجي ډول سره د تيزابي باران پواسطه تخريب کيږي. کلسيم کاربونيټ او سلفوريک اسيد چې د تيزابی باران لومړني عناصر دي د تعامل په نتيجه کې کلسيم خپل د اوبو ايون د لاسه ورکوي او د اوبو د جريان سره يوځای جريان پيدا کوي.

CaCO3+H2SO4→Ca+SO4+H2O+CO2

دغه مرحله د تعمير يا منارې په سطحه واقع کيږي ځکه نو تيزابي باران په ډير اساني سره د تعمير او منارې سطحه تخريبوي خو په عمومي ډول سره د تعمير ساختماني کلکوالی نه متاثره کوي ددې تخريب د باران د تيزابيت پورې اړه نه لري بلکې په هغه سيمو کې چې تعمير يې ډيره اندازه د اوبو د جريان څخه پټ وي کم متاثره کيږي او هغه تعميرات چې د اوبو جريان پرې زيات وي د تيزابي باران پواسطه ډير متاثره کيږي. کله چې د تيزابي باران اوبه وچې شي د اوبو حل شوي ايونونه په همدې ځاي کې پاتې کيږي کله چې دتيزابي باران د اوبود محلول کلسيم او سلفټ ايونونه وچ شي دغه ايونونه د ګچ په شکل کرستل کيږي چې ګچ په اوبو کې ډير په اسانئ سره د حل کيدو وړ دي نو په اسانئ سره حل کيږي  او که په دغه ساحه  باندې سخت باران وشي نو د همدې سطحې په يوه ځاي کې راغونډيږي کوم چې هغه سطحه د تخريب څخه ساتي او ګردوغبار ، د کاربن ذرات او نور ککړونکي ځانته جلب کوي او دغه ساحه تور رنګه کوي چې په نتيجه کې ډيره بده ښکاري.

د تيزابي باران حل او ځواب:

  • بغير د ضرورت څخه کمپيوټر ، څراغ او د کور نور اسباب بايد استعمال نه شي او د نه استعمال په وخت کې بايد بند شي.
  • د باکيفيت انرژي لرونکي اسباب استعمال لکه چراغ، ايرکنډيشن، هيټر، فريج، د جامو وينځلو ماشين او نور شي.
  • برقي اسباب بايد هغه وخت استعمال کړئ کله مو چې ورته ضرورت وي.
  • دولتي ټراسپورټ بايد استعمال شي خو بهتره ده چې کدم ووهل شي او يا په باي سايکل سره خپلې وظيفې يا بازار ته لاړ شئ.
  • بايد هغه موټر استعمال کړئ کوم چې نايتروجن اوکسايد ګاز کم توليد کړي.
  • بايد هميشه باخبر اوسی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *