Categories

اعلان

Loading…

پښتو لاتین لیکدود، اړتیا که انتخاب؟/محمد تنها آلمان، هانوور پوهنتون

موده مخکي مې اکسفورډ څېړنیز ژورنال ته یو څېړنلیک لیکل، د څېړنیزو لیکنو له دود سره سم مې باید د څېړن سیمې په اړه لنډ تاریخي او کلتوري شالید لیکلای وای. په سیمه کې د چاپیریالي راډیواکټیفیټي تعیین لپاره په لمړی ځل روسي او افغاني انجنیرانو په اتیایمه زیږدیزه لسیزه کې سروې کړې وه، له ډېر لټون وروسته مې د دې سروې په اړه په نړیوالو څېړنیزو کتابتونونو کې هیڅ داسې کره لاسوند پیدا نکړ چي زه یې د اخڅلیک په بڼه وکارووم، یواځيني د کار وړ لاسوندونه چې موجود ول په ملي ژبه لیکل شوي ول. اوس دوهمه ستونزه دا وه چې په ملي ژبه لیکل شوي لاسوندونه به څنګه د اخڅلیکونو په بڼه کاروم ؟ پرته له دې چې یې لمړی له ملي ژبې رومانیک کړم بله چاره نه وه، د رومانیزېشن لپاره یوه نسبتاً منلې سرچینه چې په ډېری علمي څېړنیزو مطالعاتو کې کارول کېږي د آمریکا کانګرس کتابتون لخوا رومانیزیشن ته د اړولو وړاندې شوې کړنلاره ده. دې یوې کرښې اخڅلیک اړولو ښایسته ډېر وخت راڅخه واخیست خو چې کله مې لارښود پروفیسور ته ور وښود نو هغه ویل معیاري نده، کېدای شي څېړنلیک دې د ژورنال لخوا رد شي، یوه بشپړه ورځ مې بله پرې تېره کړه تر څو د ژورنال له اصولو سره سم یواځې یوه کرښه اخڅلیک له ملي ژبې څخه رومانیک ته واړوم.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د ډوکټورا یوه بل څېړونکي ملګري د هسپانیې له یوه پوهنتون څخه اړیکه راسره ونیوه او له ورته ستونزي یې سر ټکاوه. دواړو په دې موضوع ښایسته ډېر بحث وکړ چې نړیوالې اکاډمیکې کورنۍ ته د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ غړیو شاملېدل هغه مهال ممکن او آسانه دي چې مونږ له نړۍ سره په اکاډمیکه راکړه ورکړه پوی شو، د دې راکړې ورکړې پوهاوي په وړاندې سترخنډ له نړۍ سره د یوې ګډې اکاډمیکې ژبې او لیکدود نه شتون دی، دا ستونزه یواځې مونږ نه لرو بلکې عربي نړۍ، ایران او ټول هغه هیوادونه چې په غیر رومانیک لیکدود لیکنې کوي له دې ستونزې سر ټکوي.

په اکاډمیکو او څېړنیزو لیکنو کې هغه لیکنې درندې او معتبرې دي چې د لوړاغېز ضریب لرونکو علمي ژورنالونو کې د پيير رویو په بڼه چاپ شوې وي. کله چې تاسو څېړنیزې لیکنې داسې معتبرو ژورنالونو ته د خپرولو لپاره لیږۍ، نو ژورنال دا لیکنې ستاسو په مسلک کې یوه بل متخصص ته د بیا کتنې یا پییر رویو لپاره لېږي چې د یوه لنډ څېړنلیک د بیا کتنې او نظریاتو ادلون بدلون پروسه  کولای شي له دوو میاشتو تر یوه او آن دوو کلونو پورې وخت ونیسي، خو کله چې بیا دا پایلې چاپ شي نو اعتبار یې په نړیواله کچه ډېر لوړوي، کله کله کېدای شي سترې کمپنۍ، ادارې او دولتونه ستاسو دا موندنې په ډېره لوړه بیه وپېري. د دغه ډول ژورنالونو  کتونکي ډله یا پییر رویورز تر ډېره بریده یواځې په انګریزي ژبه پوهېږي او په رومانیک لیکدود د اصلاح وړاندیز کوي، نو که پداسې معیاري ژورنالونو کې د څېړنلیک د چاپولو هوډ لري باید دا په پام کې ونیسي چې د ژورنال له اصولو سره سم هرڅه په انګریزې ژبه او رومن لیکدود ولیکي.

که تاسو د هغو هیوادونو علمي او څېړنیز ژورنالونه ته چې په رومانیک لیکدود لیکنې نکوي وګورئ او یا یې هم په سکالر ګوګل لټون کې د اغیز ضریب وپلټئ نو نږدې ټولي یې د اغېز ټیټ ضریب لري، ځکه خو د دغو هیوادونو ډېرو مهمو څېړنو پایلې هم تر قیامته یواځې په آرشیف کې پاته او خوسا شي، د کم اعتبار او ټیټ ضریب له وجي یې نه کمپنۍ پېرلو ته زړه ښه کوي او نه یې هم د سایټېشن لپاره څوک کاروي.

په دې ورستیو کې ځینو ځوانانو له عربي لیکدود څخه لاتین لکیدود ته د پښتو اړولو هڅي پیل کړي چې له کلکو مخالفتونو او نسبي موافقتونو سره مخامخ شوي، متاسفانه د مخالفت سرلاري یې تر موافقینو ډېر او متشدد دي او علت یې هم ماته هماغه کره افغاني سایکولوژي ښکاري چې د هرډول بدلون په وړاندې له ښېګڼو او بدیو څېړلو مخکې غوڅ مخالفت یا موافقت کوو. زه ډاډه یم چې زما په ګډون ډېرو موافقو او مخالفو کسانو د لیکدود اړونې په اړه هیڅ علمي اخڅلیکونه ندي کتلي، په علمي ډول یې ګټي او تاوانونه ندي سره پرتله کړي او یواځي یې د مخالفت لپاره مخالفت او یا هم د موافقت لپاره موافقت کړی. که زه دې هڅو ته یواځې د یوه څېړونکي له دربچې وګورم نو فکر کوم چې د لیکدود دا ډول اړول یو انتخاب نه بلکې یوه اړتیا ده، دا چاره به مونږ له نړۍ سره په اکاډمیک ډګر کې یو ګام نږدې کړي، نړۍ ته به زمونږ څېړنیزو لاسوندونو او مونږ ته به د نړۍ څېړنیزو لاسوندونو پوهاوی آسانه شي، له یو بل سره به په اکاډمیکه ژبه پوی شو، د اخڅلیکونو پورته یادو شویو ستونزو ته ورته اکاډمیکو ستونزو په را کمولو او له له مینځه وړلو کې به مو ستونزه تر ډېره بریده حل کړي، کېدای شي د نورو نړیوالو غني او اکاډمیکو ژبو لکه انګلیسي په زدکړه کې هم ځکه مرسته راسره وکړي چې که چېرې مونږ انګرېزي زدکول پیلوو نو لږ ترلږه له لیکدود، غږونو او وایو سره به واردمخه آشنا یو. زه دعوه نه کوم چې هرڅه ته باید یواځې د څېړنو له دربچې وکتل شي خو له دې هم خوښ نه یم چې د هرنوي بدلون دې خامخا وچ کلک مخالفت وشي. زه په دې باور یم چې دا مسئله له خواله رسنیو او اخبارونو ور هاخوا باید وڅېړل شي، زمونږ د ژبو، کلتور، قوانینو، ساینس او ټکنالوژۍ اکاډمیکي ادارې دې سره کېني او د لیکدود اړولو د ګټو او تاوانونو پرتله دې سره وکړي، په خواله رسنیو کې دا خبره په دومره سطحي انداز مطرح کول او بیا یې په تمسخر آمیزه ډول وچ کلک مخالفت کول او بیا هغه له دینداري او بېدیني سره نښلول بیخي غیر مسلکي او غیرعلمي ښکاري. علمي کارونه په غیر علمي پلاټفورمونو کې مطرح کول سړي ته د اوښ او رباب غږولو متل ور په زړه کوي. په دې هیله چې د پښتو لیکدود اړونې په اړه د کفر او الحاد له ټاپو ور هاخوا مسلکي بحث ته ټغر وغوړېږي او د افغانستان اکاډمیکه کورنۍ یې په ریښتینې اکاډمیکه او مسلکي مانا وڅېړي، مونږ ته دا پوښتنه را ځواب کړي چې له اوسنۍ بڼې څخه لاتین ته د پښتو لیکدود اړول یوه اړتیا ده که انتخاب ؟

10 total views, 1 views today

5 comments

  1. ميرويس واصلی Reply

    استاد محترم که په رښتیا هم افغان اکاډميکه کورنۍ دې مسئلې ته په درنه سترګه وګوري اوپه لوړه کچه یې وڅيړې کیدای سې ښه لاره یې پيداکړې،اوستا خبرې زه په خپل نظر دکاڼې کرښې بولم ځکه چې موږ خو په څیړنو او اخځلیکونو پسې لا نه یو لالهانده سوې اویایې داړتیا کچې ته نه یو رسیدلې،خو کله ناکله مو چې داوبو دلابراتوار اړوندو​ موادو ته اړتیا پیداسوې یا مو څه پیدا کړې نه دې او یا مو چې پیدا کړې، داسې څه يې چې هغه دچا خبره نه یې مور مالومه او نه پلار!!
    تاسو ښاغلي ته لابریا

  2. ملا ميوند آخوندزاده Reply

    درنو لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم!
    د ښاغلي تنها کرښې مې تر سترګو تېرې کړې، خو زما یوه اندېښنه ده، چې د دغو ځوانانو فکري شاليد څه دی! چې د پښتو لاتينې ابېڅې دودولو ته يې ملا تړلې ده، ځکه پښتو يا فارسي کومه نړيواله پوهنېزه يا اقتصادي او يآ هم ديني ژبه نه ده، نو په ټوليزه بڼه کوم اغېز هم په نړيوال علمي ډګر کې نه پرېږدي.

    په نړۍ کې له لاتينې الفبا يا رومانيک ليکبڼې پرته نورې الفباوې او ليکبڼې هم شته، چې د نړۍ ستر ملکونو پرې چلېږي، لکه په روسيه کې سيريليک الفبا دي، چې له ايستونيا نيولې تر کرغزيستانه پرې ليکل کېدل، چې اوس هم د روسي ژبې ابېڅې سيريليک ده. د هندو-چين سيمه د نړۍ د نفوس لږ تر لږره دويمه برخه جوړوي، چې خپله ماندريني، هندي، جاپآني او داسې نورې ژبې لري او خپلې ليکبڼې هم لري.

    په تورکيه کې، د اته ترک په واکمني کې د تورکې ژبې الفبا هم په لاتيني واوښته، چې له ۹۰ کلونو رادېخوا تورکې په لاتيني ليکل کېږي، نو يو څوک دې د تورکي علمي سټو يوه ليکنه، چې په تورکي ليکل شوي وې او په منل شويو نړي،الو ژورنالونو کې دې يې يوه بېلګه موږ ته هم راوښيي!!
    روسيه په سيريليک البفا ليکنې کوي او په هستوي فيزيک کې په نړيواله کچه مخکښ مملکت دی او د نړۍ تر ټولو لوی اټومي او هستوي علمي مرکزونه او کانګرسونه په روسيې کې دي، نو د هانور يو انستيتوت نه شي کېدلی د نړۍ له سترو علمي مرکزونه سره پرتله شي او د هانور د پوهنتون په دهليزونو کې بايد د امريکا د علمي کتابتون خوبونه ونه وهل شي!!

    نه پښتو او نه هم فارسي پرته له فرودوسي، چار کتاب او پنج کتابه څه لري او یا هم د ادبياتو او شعرونو له برخې نه راوڅي، ځکه زموږ پوهان په ساينس او طبابت کې هم غواړي شعرونه ووايي او يآ هم د الفبا تر پوړني لاندې خپله ټنبلي نورو ته وښيي!!! نو همت وکړی، خپله دوکتورا چې په هره ژبه يې ليکی ويې ليکی، مګر پښتو ته يې راوژباړۍ، چې د پښتو لمنه پرې درنه شي، تاسو يې داسې وليکې، چې ما غوندې بې سواده يې بيآ ولولي!!! اخڅليکونه کولی له هرې ژبې د محتوا پّ رڼا کې انګرېزي ته وليکی او د آلماني او انګرېزي حروفو پّ توپير هم سر ي، ځلې خلاص کړی، چې څومره توپير لري!!

    پښتو خو هسې هم په لهجوي ګرداب ګې سرګردانه ده، نو تاسو يې د ژبې ابېڅې يا غاښ،نه مه ورماتوی!

    ستاسو د بري په تمه
    معه سلاموکم الاهلول جنون و الاهلول فنونو
    ملا ميوند آخوندزاده

  3. حسن Reply

    د ښاغلي محمد تنها نظر او وړاندیز د ستایلو وړ دی.
    مونږ په پښتو کې لا یو هراړخيز دایر‌ة المعارف نه لرو ، زمونږ ليکنې لا یورنګ والی نه لري، لاتراوسه د پښتو ژبې پریکړې د لغاتونو د سمې ليکنې په باب ندې عملي شوي،
    څوک چه لیکو او څوک چې . څوک ځنځیر لیکو ، څوک زنزیر.
    که یو څوک پیداشي چې د خپلې ژبې په باب څه فکر وکړي او یا نور د همدې خدمت لپاره را وبولي نو د کفر ټاپه بیا د هریوه په لاس کې تیاره وي. په هر حال سره د ژبې د اصلاح ، پرمختیا او د آسانتیا لپاره باید په ګډه کار وکړو.

  4. Habib Reply

    تنها صاحب.
    د الفبا د بدلولو پرځای خو چينايان په چینایی ژبه د لیکل شوو څېړنلیکونو ریفرنس داسې ور کوي.

    1. Feng B, Xu K, Jiang H, et al. Relationship between factor V Leiden mutation and Chinese Budd-Chiari syndrome and its clincal significance. Zhonghua Yi Xue Za Zhi (Article in Chinese) 2000; 80: 354-357.

    2. Zhonghua Liu Xing Bing Xue Za Zhi. 2004 Feb;25(2):97-102. [Body mass index reference norm for screening overweight and obesity in Chinese children and adolescents]. [Article in Chinese].

    خو که هسې مو عربي لیکدود ته نیت بد وي نو څه نه شم ویلای.
    د ایران او عربو د څېړنلیکونو د ریفرنس د ضریب د کموالي علت د نویو او اول لاس تحقیقي پوښتنو نشتوالی او د ابتکار کموالی دی، کنی اوس خو هرڅوک د خپل څېړنلیک انګلیسی ترجمه نشروي او یا یې د خلاصې (ابسټرکټ) او سایټېشن کولو سطرونه ضرور انګلیسی کوي.

    خیر که دا بهانه نه وي خدای به بله بهانه درته پیدا کړي.

  5. Dr.HamidUllah Zrrlaver Sapfi /ډاکټر حمیدالله زړهءور "صاپی" Reply

    سلامونه
    ورور تنها ساب او مبصرینو او ګرانو تاند لوستونکو ته!
    زما په نظر، هغه هلې ځلې چې پخوانیو باباګانو، پوهانو، شاعرانو،ادیبانو، لیکوالانو، ژباړونکو او په تیره بیا ژبپوهانو د ګرانې پښتو د پرمختګ، کره توب، او قاموسونو لپاره کړي دي ، پخپل ځای او وخت کښې د قدر وړ او د ګټو پورته کولو وړ وو او دي ،یواځې لږ څه جداوجهد (د باچا خان بابا غوندې) او هر اړخیزوالی لکه خوشال بابا ا.د.ن. غواړي.
    راځو دېته چې که اوسنی لیکدود په لاتیني هغو واړول شي آیا دا به د پوهانو،علماوو ا.د.ن. کار آسانه کړي؟؟
    زه فکر کوم، ترکانو چې کابو ۹۰-۱۰۰ کاله پخوا عثماني الفبا په لاتین واړوله، اوس بیرته پښیمانه دي ،ځکه د ۲-۳ نسلونو ارتباط ېې له تاریخ او دین سره ډیر سست شو ، اوس اردوغان بیګ غواړي بیرته خپل تاریخ راژوندی کړي!
    بل دا چې دا غربیانو اساسات دعلومو له عربي،پاړسي، چینايي،هندي ا.د.ن. نه پس له قرون وسطی ترجمه او کاپي کړي نه دي؟؟؟
    د ابن-سینا،فارابی، البیرونی، ابن خلدون، محمد بن موسی ا.د.ن. نوابغو لیکنې په لاتین کښې وې/؟چې آن تر پرونه د یوروپ په پوهنتونونو کې تدریس کې ترې استفاده کیدله!،
    هو، زما یو نظر دا دی ،د دې لپاره چې پښتو لږ ساده شي ،کیدای شي ځینې حروف یا توري ېې کم یا یو-بل کې مدغم شي (لکه ث،س،ص،څ) او یا (ځ،ذ،ز،ض،ظ،)او داسې نور.. خو د افغانستان او پښتونخوا د ټولو اکاډیمیکو ژبپوهانو او څیړونکو او مسءولو مقاماتو له خوا یو لیکدود، یوه ګرامري طریقه او یو زړهء او یوه خولهء شي. (البته لحجې خو آن په انګرېزي کښې هم شته)
    او د مولوي صاب میوند خبره ، ځوانان دې نر شي او له الف تر زیټه دې خپلې ژبې ته راوژباړي. په درنښت.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *