Categories

اعلان

Loading…

امرالله صالح د یوه نوي رامنځته شوي وزارت وزیر وټاکل شو

تاند – د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح د ولسمشرغني د یوه فرمان په اساس، د یوه نوي رامنځته شوي وزارت، چې ډېر اوږد نوم لري، وزیر وټاکل شو.

د ولسمشر په هغه فرمان کې چې د چارو د ادارې په وېب سایټ خپور شوی دی، راغلي، «په امنیتي سکټور کې د اصلاحاتو د چارو په برخه کې د دولت د وزیر او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د جیګپوړو افسرانو په ټاکنه کې د څارنې د عالي بورډ د رییس» په توګه د ښاغلي امرالله صالح ټاکنه منظوره ده.

د ولسمشر غني فرمان چې د چارو د ادارې وېب سایټ خپور کړی دی

د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې، ښاغلی صالح د هېواد د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې په اساس، په یوه خارج رتبه پست باندې په کار ګوماري.

که څه هم چې امرالله صالح په وروستیو کالونو کې د ژبني او سمتي ارزښتونو په اساس سیاسي حرکتونه پراخ کړل خو ویل کیږي چې د ملي امنیت دغه پخوانی رییس او نوی ټاکل شوی وزیر په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې د لویې جرګې د خېمې په امنیت نیولو کې د پاتې راتګ له امله د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا استعفا ته مجبور کړای شوی وو.

502 total views, 1 views today

4 comments

  1. سلیمان Reply

    په ځای ټاکنه ده، په داسې حالاتوکې د دښمن د سترګو ازغي باید راوستل شي امید لرو چې ریس صاحب جمهور به رحمت الله نبیل ته هم په کوم امنیتي سکتورکې یو ځل بیا د خدمت موقع ورکړي. اوس ددې وخت راغلی چې دولت هرهغه قابل او صادق افغان ته د خدمت موقع ورکړي چې د پاکستان په زخمونو مالګې دوړولی شي، ځکه نوره د شفشف نه خبره وتلې او پاکستان علني یرغلونه او تیري شروع کوړي.

  2. پاچا Reply

    د ازمویل سوي بیا ازمویل خطا دي۰ الله دي غیبی په دې هیواد رحم وکړي۰
    د سیلاب صاحب خبره:
    نوره واړه هیلې وار په وار خوري سوی
    اوسی په مخ کې یو کرم د ذوالجلال دي

  3. سلیم Reply

    ګوری مشر مخترع هم دی ، که یی د کونړ په سیند بند جوړ نه شو کړای دا دی لوی وزارت یی درته اختراع کړ او د چرګانو او هګیو غل یی درته وزیر کړ. نور څه غواړی؟؟

  4. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Salamooona
    It is good news because he was successful in his job but in last time because of pressure of fakistan he was terminated by hamid karzai now he must to follow up this discussion of ashraf ghani and work was pro intelligence agencies directors nabil and Khalid i m sure they will be able to answer well to fakistan de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2