Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان قبیلوي ټولنه، او د حکومتولۍ ناورین/ خالد څرګند

په معاصره نړۍ کې دوه ډوله ټولنې موجودې دي؛ چې یو ډول یې قبیلوي او بل ډول یې غیر قبیلوي یا مرکزي. قبیلوي هغه یې  داسې وي چې ولس یې د قوم او ټبر په نوم سره ویشلی وي، چې بیا هر قوم او قبیله د یو ځواکمن کس تر مشرۍ لاندې له ښارونو څخه لرې په صحرا او د غرو په لمنو کې، له نورو قبایلو سره په پریکه یا کمرنګه اړیکه ژوند کوي.

افغانستان هم یو له هغو ګوته شمیر هیوادو څخه دی چې ولسي جوړښت یې له ډیر پخوا کلونو څخه، قبیلوي او غیر متمرکز جوړښت دی. افغانانو دغه ډول ژوند هغه وخت غوره کړه چې  د چنګیز تر مشرۍ لاندې د مغولي لښکرو تر سخت یرغل لاندې راغلل. د نورو ملتونو په وړاندې د چنګیز خان پالیسي دا وه چې “یا به تسلیمیږي یا به له منځه وړل کیږي “. د چنګیزي لښکرو له شر نه د آمان په موخه، افغاني قبایلو له ښارونو څخه صحرا او د غرو لمنو ته  پناه ویوړه چې له هماغه وخته بیا تر اوسه یې دوام وکړ.

د دولت دارۍ او ټولنپوهنې علومو او تجربو  ثابته کړې چې، د مرکزي او غیر قبیلوي ټولنو د چارو تنظیم او په هغوی باندې حکومت کول تر دې څو ځله آسانه ده چې، په قبیلوي او غیر متمرکزو ټولنو دې حکومت وشي. د دویمې نړیوالې جګړې نه را وروسته، امریکا او د نړۍ نورو دولتو هڅه وکړه تر څو قبیلوي ژوند او جوړښتونو له منځه یوسي، او په ځای یې مرکزي او غیر قبیلوي ژوند مروج کړي. چې اوسمهال د افغانستان، یمن او قفقاز سیمو څخه پرته، کابو ټوله نړۍ کې دغه جوړښت لمنځه تللی.

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ز کال را په دیخوا، د امریکا تر مشرۍ لاندې، د حامد کرزي او اوس مهال د اشرف غني او د ده نړیوالو ملګرو لخوا سختې هڅې روانې دي، تر څو د افغانستان قبیلوي جوړښت له منځه یوسي او په ځای یې غیر قبیلوي او مرکزي جوړښت را منځ ته کړي. ځکه چې دغه پدیده د امریکا او افغان  دولت د حاکمیت په وړاندې ستره ننګونه ده، چې د نابودۍ لپاره یې لاندې تګلارې عملي کړي:

  1. د مختلفو عنوانو او پلمو لاندې د قومي او سیاسي مشرانو وژل او له منځه وړل. تر څو د پورته  پالیسۍ تطبیق ته لار اواره شي.
  2. د نوي او ځوان نسل تشویق او ترغیب ترڅو  خپل تصمیمونه خپله غوره کړي او خپلو مشرانو په وړاندې ودریږي.
  3. له کلو او بانډو څخه د سرمایې او اقتصادي آسانتیا له منځه وړل او انتقال یې ښاري چاپیریال ته، تر څو خلک له دې لارې مجبور شي چې ښارونو ته کډه شي او د قومي مشرانو له اغیز څخه و وځي.
  4. په کلو او بانډو کې د جګړو او ناامنیو شدت او دوام؛ تر څو په کې میشت خلک کډوال شي او قبیلوي بافت یې له منځه ولاړشي.
  5. د دولت له خوا کلو او بانډو ته په علمي، اقتصادي او امنیتي برخه کې نه پاملرنه ؛ چې دا خپله خلک اړ باسې تر څو خپلې سیمې او قبیلې پریږدي او ښارونو ته مخه کړي چې دا خپله د قومي جوړښتو په ورانولو کې اساسي نقش لوبولی شي.

خو د افغان قبایلي ټولنې رهبري او د چارو تنظیم ناممکن نه دی، بلکې قبایلې ټولنو باندې حکومت کول؛ هغه وخت شونی ده چې لومړی د دوی له فکري باورونو او اعتقادي ارزښتونو سره سم نظام او دولت را منځ ته شي، چون قبایلې ټولنې ډیرې سنتي او په خپلو ارزښتونو ټینګې ولاړې او هغو ته ژمنې وي. په افغانستان کې د حکومتولۍ ناورین هغه وخت پای ته رسیدای شي چې په افغانستان او سیمه کې سیاسي قدرت د خلکو له باورونو څخه سر چینه واخلي؛ هغه وخت به دا قبایل او مشران یې، له حکومتي مشرانو سره اوږه په اوږه د حکومت چارې په مخ وړي او په ټول توان سره به له دولت څخه ساتنه او قوانین به یې پلي کوي؛ هغه ځکه چې اسلام او سیاسي نظام  یې د اقوامو فکري خط او د ژوند روح دی. خو که د خلکو له باورو او ارزښتو سره لوبه وشي، اوسنی د حکومت ولۍ ناورین به د وینو په قیمت دوام لري.

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *