Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان ملي جرګې د کابل د حملې د قربانیانو فاتحه واخیسته

تاند- د پاکستان ملي جرګې (اسمبلۍ) نن /پنجشنبه/ د کابل د پرونۍ تروریستي حملې د قربانیانو ارواوو ته دعاوې وکړې.

د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د پاکستان د ملي جرګې د رييس په غوښتنه مولانا قمر الدین فاتحه ولوسته.

ده د شهیدانو ارواوو ته د دعا ترڅنګ پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې په ترڅ کې د ټپي شویو کسانو د ژر تر ژره رغېدو هیله وکړه.

تر دې وړاندې د پاکستان ملي جرګې په افغانستان کې د زرګونو نورو تروریستي حملو د قربانیانو لپاره دعا نه وه کړې.

په سردار محمد داوودخان روغتون کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې تروریستي ډلې په پروني برید کې د شهیدانو شمېر ۴۹ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی قمرالدین صدیقي نن /پنجشنبه/ د حملې په نتیجه کې د ۴۹ تنو شهادت او د ۷۶ نورو ټپي کېدا تایید کړه.

پرون د افغانستان دفاع او روغتیا وزارتونو د شهیدانو شمېر ۳۰ تنه اعلان کړی و.

دا تروریستي برید د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ ملګروملتو او درستې نړیوالې ټولنې غندلی او هغه یې یو وحشیانه جنایت بللی دی.

8 total views, 1 views today

9 comments

  1. Mangal Reply

    Do you really think we need that? Just shut up, forget about it. Just let us deal with it. Pray no longer works for us.

  2. یوسفزی Reply

    د پاکستان هیڅ کړنه د ستایلو نه ده، او نه هم دا ډول کړنو په کولو سره د افغانانو په زړونو کي ښه والی موندلی سي..

    د پاکستان پر مخ دي ټولي دروازي یواځي د افغانانو د راتګ په موخه خلاصي پريږدي او د سوداګرویزو چارو لپاره دي تل تر تله بند کړی..

  3. لونک Reply

    دا د فاتحې اخیستل نه بلکې پر زخمونو مالګه دوړول دي… وایه درته هم دې وژنم او هم دې په مړو پورې ریشخند وهم، که وس در کې وي راشئ را لنډ یې کړئ…. چیرې هغه بې ننګه بې غیرته چې هیواد یې داسې یوه حالت ته راوست

  4. جمیل خان Reply

    ټول فساد د پاکستان د آی ایس آی په کونه کې دی. دوی دې ورک شي فاتحه دې یې ورکه شي. لعنت دې په پنجابي استخباراتي ادارو وي چې له څلوېښتو کالو راهیسې افغانان وژني او له ۱۵ کالو راهیسې د پښتونخوا پښتانه. پاکستان د سرطان د دانې حیثیت لري چې باید له بېخه واېستل شي. لعنت پر پاکستان

  5. محمدربی آماج Reply

    هم می ووژنی پخپله،هم په ما باندي ژړا کړی ««»» څه ښه یار دۍ ښه یی مینه، وژل هسی شیون هسي.

  6. kabuliwala Reply

    دپاکستانن ملی جرګی غول و خوړل ، موږ ضرورت نه ورته لور

  7. عبدالله شاه وطنپال Reply

    له تاسی ای اس ای نه خو ګیله ځکه نه کوم چی دیو ملک پالیسی داسی وی چی بل ملک کی لاسوهنه او بل له دالحرب نه ګیله هم نده پکار ځکه دمسلمانانو په ملکونو کورونو کی داسی ظلمونه کوی داخپل قاتلین دوطن جاسوسان بی ناموسان دپنجاب اوایران ګوډاګیانچی دلته په چوکی ناست دی اودپردیو امر منی معاش دلته هم اخلی او له هغوی نه یی هم اخلی او بیا دغه بی ناموسان یی په خپلو دولتی موټرو کی تر دی ځایه رارسوی اوخپل بی ګناه هیوادوال پری شهیدانوی ترڅو چی دا بی ناموسان له دی ټولنی نه پاک نه سی ترڅو به داسی شهیدانیژو له ولسمشر نه مو غوښتنه ده چی قسم په الله ج چی ته یی ښه پیژنی لری یی که مردار یی که یایی کلت ته وښایه ته یی بیا ګوره چی سنګه یی مرداروو تیره ورز دی بیا دجاسوسانو دروازه خلاصه کړه

  8. حسن Reply

    هم دا کوي ، هم دا . هم مې وژني او هم مې فاتحه اخلي.

  9. ببرک Reply

    دوزخونه می قبول دِی جنتونه په کار نه دِی – ستاسو خولو کی بول وکړم سره اورونه می قبول دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *