Categories

اعلان

Loading…

انسانیت او بشر روزونکی موجود! / لیکواله: تورپېکۍ غرنۍ

هغه معصوم مخلوق چې په احساس اوعاطفې یې نننۍ نړۍ ځانته د انسانیت رنګ اخیستی. او هغه پرښته چې په معصومیت او مهربانۍ یې د تېږې زړونه ویلې کېږي… ښځه ده.

ښځه د انسانیت فلسفه ده، چې نننی بشر یې له لمنې پیدا شوی دی. خو د خپلې بې وزلۍ او کمزورۍ له لاسه یې اوسني انسانان په نیست شمېري.

د بدن غوښې یې پرې کېږي؛ نازکو اندامونو ته یې اور ورته کېږي په سر سر تورېږي، په کاڼو ویشتل کېږي، له ژوند او عزت سره یې لوبې کېږي. ځکه ګناه یې دا ده، چې بشر زېږوونکې ده، همغه بشر بېرته پاڅېږي او ناقص العقله یې بولي.

نهه میاشتې یې په نس ګرځوي، دوه کاله شیدې ورکوي ټوله شپه یې تر سهاره دوه ګناهکاره سترګې پټې نه شي او د خپل ماشوم په نا ارامۍ یې زړه نارامه او ستومانه وي. کله چې په لاره تګ پیل کړي نو له لاسونو یې نیولی وي او په ستړي وجود د هغې قدمونه شمېري قدم وهلو ته یې هڅوي او د ژوند سمه لاره ورښيي. چې په خبرو راشي نو یوه پوښتنه به دری، څلور ځله کوي خو دا مهربانه مخلوق به په پراخه حوصله او سړه سینه په ځار او قربان د هر ځلي پوښتنې ځواب په مینې ورکوي او په سر یې لاس تېروي. د اولاد تر لوېدو یې خپل ځان خاورې کړي لوږې، تندې، نهارې او بې خوبۍ تېروي. پدې خاطر چې اولاد یې لوی شي مړې هیلې یې را ژوندی کړي خو همغه اولاد چې په کړاونو او سختیو کې یې لوی کړی وي پاڅېږي او په ناقص العقله، سیاه سره، کورواله او ځینې نور د اسلام او انسانیت سره په ټکر کې نومونو ورته غږ کوي. سمه پریکړه نه شي کولای او یا هم ښځه د کور ده یا د ګور…

نو اې نادان انسانه! هغه بې وزله او بې وسه به ته خود ناقص العقله بولې چې د ناپوهۍ او مشقت په پردو کې دې ورته سترګې پټې کړې دي. د کور له څلورو دېوالونو څخه د ورته د زندان جوړ کړی او هره چیغه یې په ستونې کې خپ پاتې ده.

هغه به څنګه سمه پرېکړه وکړي چې یې د نادانۍ په زولنو تړل شوې وي. هغه چې وایي د هر بریالي سړي تر شا د بریالۍ میرمنې لاس دی. نو دا ومنئ چې ښځه له لوښي سره زر جوړوي او د خپل خاوند هره ماتې او ناکامي په تل پاتې بریا بدلوي. خو پدې شرط چې ښځې ته د پرښتې په سترګه وکتل شي نه د هغې وینځې په څېر چې په کور کې ناست وي او حق یې تر پښو لاندې وي. ښځه د زده کړې حق لري، چې په راتلونکي کې د خپل خاوند مټ وګرځي او تر شا یې ملاتړ کوونکې وي.

ښځه ته د دویم جنس په سترګه کتل د خپل ژوند له لاسه ورکول دي؛ نو مه پرېږدئ، د بڼ دا سمسور او ښکلی ګل مو د نادانۍ سوړ باد ورژوي او مړاوی یې کړي.

د بې سوادې ښځې ماشومان بې سواده روزل کېږي، چې بیا د ژوند سختو حالاتو او فقر سره لاس او ګرېوان وي.

نو راځئ، چې ښځو ته درناوی وکړو تر څو آرامه، هوسا او خوشحاله کورنۍ ولرو. هر څوک وایي چې ښځه د یو وزر درلودونکې مرغه ده، نو راځئ دې مرغه ته وزر وکړو. تر څو خپلو هیلو ته ورسېږو مه پرېږدئ چې خپل دا یو وزر هم له لاسه ورکړي.

وایي: په یو مجلس کې یو واده ولا په ګونډو شو ویل یې: دا ښځه لکه د پښو بوټونه داسې ده، چې زړه دې وغواړي بدلولی یې شې!‎

د مجلس خلکو یو عالم ته چې په مجلس کې ناست و، په پوښتونکي نظر وکتل عالم موسکی شو او ویې ویل: دا ځوان سمه خبره کوي ښځه لکه پایزار داسې ده، خو د هغه چا له پاره چې ځان ورته پښه ښکاري.

او هغه کسانو ته بیا د سر تاج ده، چې ځان ورته پاچا ښکاري.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *