Categories

اعلان

Loading…

مولانا سمیع الحق: په اسلام کې ځانمرګي بريدونه ناروا دي

تاند – د پاکستان د جمعيت علما اسلام (س) ډلې مشر او د حقانيه مدرسې مهتمم مولانا سميع الحق ويلي چې په اسلام کې ځانمرګي بريدونه ناروا دي او هر څوک چې دغه بريدونه کوي ځای یې جهنم دی. 
ویل کیږي چې، مولانا سمېع الحق دغه خبرې پرون په حقانیه مدرسه کې د حديثو زده کوونکو ته په يوه لويه غونډه کې، چې سلګونو کسانو په کې برخه لرله، وکړې.
خبرځایي وایي، چې سمیع الحق د طالبانو له رهبرۍ څخه غوښتي چې په افغانستان او پاکستان کې له روانې جګړې څخه لاس واخلي او دا چې د دې جګړې ګټه سامراجي (استعماري) قوتونو ته رسېږي. 
سمیع الحق دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې په کابل نن هم په يوه روغتون د ځانمرګو بريدونو په ترڅ کې خواوشا ۳۰ تنه شهیدان او له ۵۰ نه ډېر نور ټپیان شول.
تر دې مخکې د عربستان ستر مفتي او د اسلامي نړۍ د علماوو شورا مشر مولانا تقي عثماني او په افغانستان کې پخواني تنظیمي مشر استاد عبدالرب رسول سياف هم څو څو وارې طالبان ننګولي چې د ځانمرګي بريدونو په اړه دې مناظره ور سره وکړي.
ویل کیږي چې سمیع الحق د پاکستان له پوځ او نظامي استخباراتو سره نژدې روابط لري او په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په نامه دویمه پروژه، طالبان، هم د نوموړي او مولانا فضل الرحمان له خوا په ګډه تطبیق شوه، خو دا معلومه نه ده چې د نوموړي وروستۍ څرګندونې په پاکستان کې د وروستیو وسله والو بریدونو له امله دي او که ریښتیا هم غواړي چې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیسي.

1,024 total views, 2 views today

8 comments

  1. Dr.Atal Reply

    ملا ،مولانا او په مجموع کی علما مسؤلیت لری چی د متخاصمو ډلو تر مینځ بلا درنګ صلح وکړی خو مع الاسف چی مزدور او خرڅ شوی تش په نامه علما د قرآنکریم په ژبه ، مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا ، چی سعدی همدا مفهوم داسی افاده کوی
    علم چندانکه بیشتر خوانی – چون عمل در تو نیست نادانی
    نه محقق بود نه دانشمند – چارپایی برو کتابی چند
    آن تهی مغز را چه علم و خبر – که برو هیزمست یا دفتر
    هغه چی استخباراتی ادارو ته کار کوی او مرتکب د کتمان حق کیږی او د مدارسو طالبان ، د مسلمان ګاونډی قتل ته تیاروی او د استخباراتی مقاصدو لپاره پلورل کیږی او اسلامی امت کی شر انګیزی کوی ، دا علما نه بلکه هغه حیوان صفته موجودات دی چی له دین نه ناروا ګټه اخلی او په متاع قلیل دین او مسلمان خرڅوی او دا رول هغه څه دی چه د اسلام دښمنانو په ګټه تمامیږی او له دین سره لوبی بلل کیږی .

  2. امین جان ابرهیمی Reply

    ای ستا خور او مور له دی مسلمانی او گیری سره وغیم افغانستان خو دی ده اسلام په نامه په خلکو باندی اور گرزولی ده دی ای اس لی سپیه ته به دی الله ج په حضور کی سه جواب ورکوی زان ته مسلمان هم وای همدومره خدمت خو په والا که کافرانو دی خپل دین لپاره کری وی لکه سومره چه تا دی هغوی له دین او مذهب سره وکرو تول مسلمانان دی ورته تبا ه او برباد کرو بیا زان ته عالم او مسلمان هم وای

  3. عبدالرووف لیوال Reply

    خو په افغانستان کې روا دی

  4. IQ Reply

    داسپي اوخوارج دي د دې سپیووژل دا سې ثواب لري لکه څنګه چې د کربوړې رواوسنت دې. هغه د ده خبره چې په اوس وخت کې یې جناب زاخیلوال سره د تروریزم په ځاله حقانیه کې کړې وه نه مې هیریږي.دملانه دې بلکې یو د پنجابیانو دلال دې

  5. qahir Reply

    یوه ورځ حلال ګرځي او بله ورځ بیرته حرامیږي، له دین څخه یې لهو او لعب جوړ کړي دي.

  6. Alakozay Reply

    د سمیع الحق د نوم بلا د دی خنځیر ته ور واوړی دا د انګریزانو پاتیشونی دی او هر چا چی لدی حرامی درس لوستی هغه لده بد تره حرامی دی پاکستان د فساد او فحشا مرکز په اسلامی نړی کښی دی ورشه اسلام آباد ته یو پنجابی هم روژه نه نیسی، په لمانځه او اوداسه خبری ندی. دا د آی ایس آی زوی او د ایم آی سیکس څخه د غلطو فتواوو له پاره معاش اخلی ولی افسوس دلته دی چی دا په نامه طالبان ولی ددی خنځیر په خوله وطن ورانوی اوس به راشو دی موضوع ته چی موږ ته د دی خره سور ګیری ملاْ او طالب هیڅ فرق نشته نو ددوی مرګ زموږ لپاره روا دی راڅی چی وګرزو په خپل وطن کښی او هغه کسان په شپه او ورځ له منځ بوزو چی دد مدرسه کښی درس ویلی دی دا ټول وطن فروشان دی.

  7. عبدالله شاه وطنپال Reply

    پوهیژو چی ولی دی نن داسی فتوا نن وکړه ځکه چی لاهور کی دی خلک مړه شول کنه تر پرون پوری خودی رواکړی وه زه خو وایم سی په کابل روغتون کی ځانمرګیو ته به هم تا پرون شهیدان ویلی وی افسوس افسوس په بلعم بن باعورا بچیو باندی په دی خبرو یی مه غلیطیژی

  8. ببرک Reply

    کوردی مولانا ورانشی له حیوانه بدتر دی!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2