Categories

اعلان

Loading…

د مارچ له اتمې افغان ښځې خبرې دي؟/ جان محمد مومند

دا ورځ دې هغو نرانو او پروژه ي نرښځیانو ته مبارک وي چې د خپلې ښځې، لور، خور، ورېرې او لسګونه زرو افغاني ښځو پر مخ یې ښوونځي تړلي او له خپلو حقونو یې محرومې ساتلې دي.

له دې ورځې له اتیا سلنو ډېرې افغانې ښځې خبرې هم نه دي، دودونه، بېسوادي، تاوتریخوالي، فقر…. جنګ جګړې او دې ته ورته ډېر نور عوامل دي چې زموږ میندې، خوېندې، ښځې او لوڼې یې له خپلو حقونو محرومې ساتلې دي او لا هم د محرومیت او بې عدالتۍ دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.

حکومت، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو حقونو بنسټونو او مدني ټولنو هم په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی کړی او یوازې د خلکو تېر ایستلو لپاره نمایشي غونډې او حرکات ترسره کوي.

کورنیو هم په دې برخه کې ناغیړې کړې او د دوی حقونه یې په چرسو دوړه کړي، پلرونه په خپلو لورګانو او  وروڼه په خپلو خوېندو ځکه زده کړې نه کوي چې افغاني او په خاصه پښتني دودونه یې غیرت ننګوي.

جګړه مارو هم تر خپلې وسې د افغان ښځو ژوند ننګولی لسګونه زره یې کونډې، بورې او ماشومانې یې بې وروره او یتیمانې کړې دي. د دوی پر مخ یې د هېواد په ګڼو سیمو کې ښوونځي تړلي او د ژوند له ستر نعمت یې بې برخې کړې چې ژوند به یې همداسې تیاره وي لکه څنګه چې دی.

رسنیو هم په دې برخه کې هغه پروګرامونه نه دي خپاره کړي چې د عامه پوهاوي په برخه کې اغیزمن تمام شوي وي یو شمېر رسنیو خو په لوی لاس د افغاني ښځو ژوند ننګولی او د کریډټ د ترلاسه کولو لپاره یې د داسې پروګرامونو او ډرامو په خپرولو تکیه کړې چې ددوی ژوند یې ننګولی دي.

لا هم زموږ په هرو شپږو ښځو کې یوه یې روغتون ته پر وخت د نه رسېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او همدا ډول لسګونه زره ښځې د جنګ جګړو او فقر له امله په خیمو کې ژوند کوي.

دا  ورځ دې هغوی ونمانځي چې له حقونو برخمنې او په رڼا کې ژوند کوي.

557 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2