Categories

اعلان

Loading…

ولې ښځینه خاصیتونه نارینو ته پیغور دي؟/ پاکیزه ارزو

 ښځه خو نه یې چې ژاړې، لکه ښځه بنګړي واچوه، لکه ښځه ټیکری په سر کړه، لکه ښځه په کور ناست یې، ښځه خو نه یې چې دا کار نشې کولای، د ښځې خویونه کوې او  داسې ډېرې نورې خبرې به مو په کیسو او داسې ډېرې صحنې به مو په سریالونو او فلمونو او حقیقي ژوند کې لیدلي وي،چې نارینه وو ته د ښځیتوب پیغور ورکول کېږي.

په هندي فلم کې مې یوه صحنه ولیده.  مرکزي کرکټر خپل مخالف ته وایي، داسې به دې وشرموم چې ټول عمر سر پورته نه کړې. هغه له خپلې  مېرمنې  بنګړي وغواړي او بیا یې هغه ته یې ور په لاس کړي، بیا د مېرمنې ټیکری هغه ته ورپه سر کړي. دغې نندارې ته راټول خلک خاندې او هغه ته پیغور ورکوي چې ښځه شوې. جالبه دا وي چې نندارې ته ښځې هم خاندي او نارینه ته د ښځیتوب پیغور ورکوي.

ما په کورني شخړو کې داسې ډېرې پښې لیدلي، چې ښځې خپل بنګړي او یا ټیکری نارینه وو ته ورګوزار کړي او هغوی ته وایي زما او ستا څه توپیر دی، پورته شه غیرت وکړه او په دغه پیغور هڅه کوي د نارینه غښتلتیا راوپاروي . داسې پېښو په لیدو پوښتنې راته ولاړېږي، چې ښځې  ولې ځان توهینوي او ولې نارینه ته د خپل جنس پیغور ورکوي؟

  ځواب کې ښایي دا نظر سم وي، چې زموږ په تولنه او له موږ سره په کلتوري لحاظ ورته تولنو کې له ماشومتوبه نجونې بې جرآته او ګوښه روزي، ځکه ښځو ته ځان کمزوری ښکاري او  نارینه وو ته د ښځینه توب پیغور ورکوي او هغوی په دې نه پوهېږي چې د ځان توهین کوي، ځکه دوی ته همدا ویل شوي نر د بهر او ښځه د کور زینت ده.

د هند په تاریخ کې د سلطان التمش په هلکه دا خبره مشهوره ده، چې هغه خپله لور راضیه سلطانه د هلکانو په څېر روزلې وه. هغې ډېرې وړتیاوې درلودې، لکه په آس سورېدل، غشي ویشتل، توره وهل او د سیاسي مهارت ادب لرل ، خو غمیزه دا وه، چې عیاشو ورونو یې دغه وړتیاوې دې په وجود کې نه شوای لیدلی.

د سلطانه راضیې په هلکه نامتو  تاریخ لیکونکی داکتر مبارک علي د ( طبقات ناصری) لیکوال مهناج السراج په حواله د ښځې او تاریخ په کتاب کې چې ښاغلي میر احمد یاد پښتو کړی دا موضوع را نقل کړې ده .

(( سلطانه راضیه ډېره جلیل القدره امره وه، قدرت ورته عقل او پوه ورکړې وه، عدل بې کاوه، سخاوت او مهرباني عادت و. زمانه پرې ښکلې و، د حملې او لشکر کشۍ وړتیا یې درلوده، خو ارمان چې ښځه وه، نو دې ټولو صفتونو ورته څه ګټه رسولی شوه؟))

نارینه او ښځینه ګډ خاصیتونه

په نارینه وو او ښځینه وو کې ځيني خاصیتونه مشترک دي، چې دواړه جنسه د خپل فطرت په مطابق کاروي، ژړا، خندا، عاطفه، غوسه، غښتلتیا، ذهني او فکري قوه او وړتیاوې هغه خاصیتونه دي چې په دواړو جنسو کې شته او د اظهار او څرګندولو طرز یې ځیني په ښځو او ځیني په نارینو کې ښکاره او څرګند دي.

ذهني او فکري قوه: په اوسنۍ نړۍ کې د علم په ډګر کې ښځې او نارینه یو ډول حرکت کوي او کومه پوه چې نارینه اخیستلای شي، ښځه هم هغه وړتیا لري او ګردو علومو په څانګو کې ښځې متخصصینې شته، چې له نارینو سره په یوه ګډه فکري دایره کې کار کوي.

ژړا: هغه خاصیت دی چې نر او ښځه یې دواړه لري، خو په ښځینو کې دغه خاصه څرګنده ده او ښځینه د نارینو په نسبت ډېرې ژاړي، د دغه خاصیت یې نارینه وو کمزورتیا ښکاري او په پیغورنو کې تر ټول زیات همدا کارول کېږي، خو دا بیخي ناسم برداشت دی، چې ښځه له کمزورۍ ژاړي، بلکې  ښځې تر نارینه وو ډېرې عاطفي دي، ځکه ښځې ډېري ژاړي.

د یوه زوی مړي پلار اوښکې د بوري مور له اوښکو هېڅ توپیر نه لري او د هغه پلار اوښکې د هېڅ بشر نه شي پټولی، چې د اولاد په مرګ ژاړي،  خکه پلار د اولاد په مرګ بېحده کمزوری شي او هغه ژړا  کمزوری نه بلکې د پلار  عاطفه ده.  همدارنګه د رښتنی میین ژړا او عاطفه د هغه تر میینې هېڅ کمه نه ده او هغوی یو ډول دردېږي، د هجران او وصال په وخت کې یو ډول احساس لري.  د ماشوم او ماشومې ژړا او عاطفه هم څوک نشي بېلولی د هغوی ژړا هېڅ توپیر نه لري. دا ډېره عجیبه ښکاري، ژړا نارینه وو ته د کمزورۍ پیغور کېږي او نر به ولې نه ژاړي؟ د نر زړه د ډبرې نه دی چې و نه ژړاي هغه هم د ښځې غوندې یو عاطفي موجود دی.

سینګار : په پخوانیو زمانو کې چې انسانان لا  مدني شوي نه و نارینه وو به  بنګړي ډوله کړۍ په لاس کولې او امیلونه به یې په غاړو کې اچول. د پخوانیو زمانو پاچاهانو  خولۍ او  جامې به دېر سینګارېدې. د موسی (ع) په کیسه کې لولو چې د هغه وخت فرعون په خپله ږېره کې قیمتي غمي او مرۍ پیلې. د پخوانیو زمانو له راوجونو څخه یوه یوه نښه اوس هم د نارینه وو ته پاتې ده، لکه؛ ګوتمي، په لاس او غاړه کې زنځیر اچول اوس هم په نارینه وو کې دود دی. ځیني هلکان ،  فلمي ستوري، لوبغاړي، سندرغاړي او مډلان غوږونه هم سوري کوي او غوږوالۍ په غوږو کوي.  نکرېږې وهل هم ښځینه خاصه ده، خو  په ځینو هېوادنو کې نکریزې نارینه د شګون لپاره په خاصو مراسمو کې په لاس ږدي او کلیوال نارینه نکریزې د پونډیو د چادو د ښه کېدو په خاطر په پښو ږدي او هم ویښته پرې رنګوي او د حضرت محمد ص د سنت په ځای کولو په دود سترګې هم توروي.

کوم خاصیتونه چې له بشري مدنیت مخکې مشترک و او وخت په تېرېدو نارینه وو کې له منځه ولاړ او ښځو کې پاتي دي،ولې یې د ښځې د کمزوری نښه ګڼي او ولې نارینه وو ته پیغور دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې له ټولو مخکنيو خبرو سره تړاو لري او ځواب یې همدا دی، د وخت په تېرېدو بشري ټولنو نرواکي زور واخیست او  پر ښځو یې  خپله واکمني زیاته کړه  او ښځې یې له ټولو اموراتو یوه طرفه کړې.

په بشري تاریخ کې که د ښځو ونډې او رول ته وګورو ټوله ونډه او رول یې سمبولیک و. له ملکې نیولې تر کنېزې ټولو دنده همدا وه چې نران خوشاله وساتې او په ځینو مذاهبو کې حتا د ښځې جنس منحوس ګڼل کېده. د یونان نامتو فیلیسوف ارسطو ویلي ښځه د نر نیمګړې بڼه ده او  افلاطون چې د تفکر او تعقل سمبول و  د ښځو په هکله یې ویلي،  ښه ده چې نر یم ، ښځه نه یم.

همدغه کم نظري، ټیټ ګڼل او  ګوښه توب یوازنۍ علت دی، چې ښځینه کمزوري او بې جراته وي. که څه هم اوس په نړیواله سطحه د ښځو په ژوند کې بدلون راغلی، خو زموږ ټولنه کې اوس هم ښځه د کمزوری سمبول دی، دلته اوس هم نجونې ګوښې زده کړې کوي، ګوښې دندې کوي، ګوښې ګرځي او ګوښې روزل کېږي او له دغه تریبت سره دوی هم دا احساس کوي، چې دوی تر نارینه و کمزوري دي.

په پورتنۍ جملو کې مې د ګډو خاصیتونو ذکر کړی و، چې پوه او فکري قوت هم پکې شته، که نجونې ښې ورزول شي دغو خاضیتونو په وسیله ښځې کولای شي تر نارینو هم پورته شي. یوزانۍ شی چې ښځه له نارینه نه بېله وي فزیکي قوت دی، چې هغه دجنس په خلقت کې دی او ښخې نسبت و نارینه و لطیفې خلق شوي او که هغوی دورند کارونه وکړي ښایي راتلونکې ته د اولاد زېږون وړتیا ته زیان ورسوي.

زموږ په ټولنه ښځو ته په کمه او ټیټ نظر کتل کېږي او نارینو ته دهغې د کمزورۍ پیغور ورکول کېږي او د ښځینه ذات په  پیغور نارینه ډېر احساساتي کېږي او ځان کم ورته ښکاري او  کوم کار چې نه شي کولای هغه د پیغور په اورېدو ډېر په اسانۍ کوي. یعنې د ښځینه توب پیغور نارینه غښتلی کوي، نو دا ډېره عجیبه ده، چې کوم جنس پیغور چې دوی غښتلي کوي هغه جنس دوی ته کمزوری ښکاري.

په خلقت کې نر او ښځه په یوه انساني چوکاټ خلق شوي، هغه څه د ښخې او نر تر منځ بېل دي هغه بېل وجودونه او جلا فطرتونه دي، چې نه شوي کولای موازي حرکت وکړي.  بېولوژیستان او څېرونکې له ډېرو څېړونو وروسته دې نتیجې رسېدلې چې د ښځو او نارینو ذهني او فکري کړنې په ذاتي توګه بېل دي او د جنسیت د اغیرې لاندې دوه جنسه متفاوته عملونه کوي.

په اوسنۍ نړۍ کې ښځې اوس ډېرې پیاوړې دي اوپه هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي. که چیرې د موږ د ماشومانو په روزنه کې د هلک او نجلۍ توپیر و نه کړو او نجونو ته  له ماشومتوبه د زړورتیا احساس ورکړل شی او زړورې وروزل شي، پوره یوه نسل  به یې زړور روزل وي. په دې روزنه  به راتلونکې ته  د ښځې خاصیتونه نارینه وو ته پیغور نه وي بلکې ښځې به د زړورتیا سمبولونه وي.

پاکیزه ارزو

دا لیکنه د بِي بي سي په پاڼه هم خپره شوې.

382 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸