Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وایي دوه نرښځیان یې د سعودي پولیسو وژلي، سعودي یې نه مني

تاند – پاکستان وایي چې د دغه هېواد د هغو ۳۵ نرښځیانو له جملې څخه چې د فبرورۍ په ۲۶مه د سعودي عربستان پولیسو په ریاض کې نیولي وو دوه کسان په وهلو ټکولو وژل شوي دي.

د سعودي عرب خپرونو مخکې ویلي وو چې ۳۵ تنه پاکستاني همجنسبازان یې نیولي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د ایجړاګانو د وژنې لګول شوی تور رد کړی او وایي چې هغوی یو نرښځی هم نه دی وژلی.

د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼه لیکي چې دا کیسه هغه وخت راپورته شوه چې پاکستاني رسنیو د خپلو ایجړاګانو د وژنې په هکله خبرونه خپاره کړل او په تعقیب یې په پاکستان کې د نرښځیانو د چارو فعالانو یو خبري کانفرانس جوړ کړ او د سعودي عربستان له خوا د ایجړاګانو وژل یې وغندل.

ډيلي قدرت د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې، پاکستانيان پخپله مړه شوي دي. ورځپاڼه لیکي چې د سعودي د کورنیو چارو وزارت ورته ویلي چې په یوه نرښځي باندې د زړه دوره راغله او هغوی روغتون ته انتقال کړ خو هغه ساه ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې د دویم کس د مړینې سبب نه دی معلوم شوی.

دغه پاکستانۍ ورځپاڼه لیکي چې اوس په ریاض کې د پاکستان سفارت خپل هېواد ته د خپلو دوه اتباعو د جسدونو د انتقال لپاره چمتووالی کوي.

که څه هم چې سعودي عربستان د روانې میاشتې /مارچ/ په لومړیو کې خواوشا سل پاکستاني اتباع له دغه هېواد نه وشړل، خو ویل کیږي چې نیول شوي لسګونه نرښځيان یې لا هم د سعودي عربستان په زندانونو کې بندي پاتې دي.

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *