Categories

اعلان

Loading…

د سریزې لیکنې لارښود/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

د تحقيقي اثر لپاره مقدمه اړينه موضوع ده او لوستونکى د څېړنيزې موضوع له ټولو ځانګړنو نه ترې معلومات تر لاسه کولای شي.

ځينې ليکوال دسرخبرې او مقدمې تر منځ توپېر کې سهوه کېږي، چې د سر خبرې او مقدمه يوله بله توپېر لري.

سريزه په څېړنه کې د داخلېدو حيثيت لري او د څېړنيزې موضوع يا محتوا سره بايد مستقيماً رابطه ولري، يعنې د سريزې د لوستلو سره بايد د اصلي متن انځور مخې ته راشي او د سريزې د لوستلوسره د ټول متن نه باخبره شو.

ختيځ او لويديځ څېړنپوهان د مقدمې په ليکلو کې د فکر او نظر اختلاف لري، ځينې وايي چې مقدمه دې، د تحقيقي موضوع په پيل کې وليکل شي او ځينې بيا وايي چې سريزه دې په پاى کې وليکل شي خو زما په پوهه د مقدمې ليکل د څېړنې د کار په پاى کې وليکل شي سمه به وي، ځکه اکثره نوې خبرې او موضوعات د موضوع د ليکلو په پاى کې ذهن ته راځي او د دې خبرو يادول په سريزې کې ضروري دي.

مقدمه د تحقيق لپاره کليدي حيثت لري او اهميت يې د موضوع لپاره زيات دى، د اصلي موضوع سره باید معنوي رابطه ولري او لوستونکى د مقدمې په لوستلو اصلي متن لوستلو ته وهڅوي. (۱)

منهج البحث العلمي کې راځي:

سریزه د تحقیقي موضوع د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. په سریزه کې باید تحقیق پورې اړوند مختصر او لنډ معلومات ورکړل شي او یادونه وشي چې کومو نورو مخکښانو چې له ده څخه مخکې په دې برخه یا موضوع کې کار کړی، یادونه یې اړینه ده.

په سریزه کې هغه ستونزې او مشکلات مشخص کېږي کوم چې په یوه ځانګړې ساحه کې شتون لري او همدا راز څېړونکي ته چې کومې ستونزې راپيښې شوي او د څېړنې په انجامولو کې له منځه وړي مشخص کوي، په سریزه کې مواد او د څېړنې کړنلاره روښانه کېږي او همدا راز دا باید هم په ډاکه شي چې څېړونکی دا ډول کړنلاره د نورو کړنلارو له منځه ولې غوره کړې او مناسبه یې وګڼله، ډېر څېړونکي دا هم غوره ګڼي چې د خپل کار لاسته راوړنه او نتایج په سریزه کې ذکړ کړي او لوستونکي دې ته وهڅوي چې د نویو نتایجو او لاسته راوړنو د څرنګوالي په اړوند خبر شي.                                

په عمومي ډول مقدمه کې لاندې خبرې راوړل ضروري دي:

۱. د موضوع پر اهمیت، ارزښت بحث.

۲. د نویو هغو موضوعاتو یادونه چې مخکې پرې کار شوی نه وي.

۳. د څېړنې د څپرکیو، لویو سرلیکنو، کوچنیو سرلیکنو او د دوی تر منځ په معنوي رابطې بحث پکې اړین دي.

۴. د اصلي او فرعي ماخذونو ښودنه.

۵.د ځینو مهمو ماخذونو ښودنه چې په تحقیق کې ترې زیاته ګټه اخیستل شوې وي.

۵. د څېړنې مقدمه، خاکې، څپرکيو، لويو او وړو سرليکونو او اصلي متن سره يې علمي، اساسي او معنايي رابطې ضروري ده، مقدمه د اصلي متن د لارښوونو حيثت لري.

په عمومي ډول د مقدمې لپاره لاندې سرليکونه مهم دي او تر هر عنوان لاندې بېل بحث کېداى شي، لکه:

د څېړنې طرحه

هر څېړونکى د کار له پيل څخه د مخه د موضوع د انتخاب، د موضوع د ليکلو، د ماخذونو د پيدا کولو، د ماخذونو له استفادې، د خاکې جوړولو، د څېړنې د کار ډول او ميتود او د څېړنې په هکله فرضيه په فکر او ذهن کې لري، د دې موضوعاتو يادونه د څېړنې د طرحې تر سرلیک لاندې راځي او یادونه یې اړینه ده.

هر محقق د څېړنې لاس لاندې موضوع (رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس، ډيزرټيشن او يا داسې نور) وي. يوه فکري، ذهني او علمي طرحه د ليکلو ورسره وي، د دې طرحې د ځينو برخو يادونه په مقدمه کې خپل ارزښت لري.

د څېړنې هدف

هره تحقیقي موضوع بايد اساسي هدف ولري، بې هدفه او بې ارزښته څېړنه هېڅ معنی نه لري.

د هرې څېړنې اهداف يو له بله سره توپېر لري، د ساينسـي علومو څېړنې اهداف د ديني علومو د څېړنې د اهدافو سره توپېر لري، خو په ځينو ځايونو کې څېړنې مشترک اهداف لري. په خاص ډول د څېړنې اهداف دا دي:

ـ د نا معلوم شي اختراع یا کشفول.

ـ د متفرق یا ګډو وډو شیانو غونډول.

ـ د ناقض شي تکمیلول.

ـ د مجمل شي تفسیرول.

ـ د اوږدې موضوع لنډول.

ـ د ګډوډې موضوع ترتیبول.

ـ د پيچلې موضوع تعینول.

ـ او د غلط شي اصلاح کول دي. (۳)

د څېړنې ارزښت

څېړونکى بايد په مقدمه کې د څېړنې له طرح او اهدافو سربېره د څېړنې پر ارزښت هم بحث وکړي.

د څېړنې هره موضوع خپل ارزښت لري، د طب په برخه کې څېړنه يو ډول ارزښت لري او د ادبياتو پر خوشحال څېړنه بل ډول ارزښت لري.

د څېړنې پوښتنې

هره څېړنه د يوې طرحې په نظرکې نيولو سره پيل کېږي او ځينې پوښتنې د څېړونکي سره موجودې وي، چې غواړي ځواب ورته پيدا کړي.

څېړونکى په سريزه کې د هغو پوښتنو يادونه کوي، چې دى ورسره مخامخ شوى دى.

د څېړنې پوښتنې په دوه برخوويشلى شو.

اصلي او کليدي پوښتنې او فرعي پوښتنې. د دې ټولو پوښتنو ځواب په څېړنه کې موجود وي، ځکه محقق ته پوښتنې پیدا شوي وي او ځوابونه په علمي شکل پیدا کوي او څېړي.

د څېړنې شاليد

په تحقیق کې د موضوع پر تاريخي شاليد او پس منظر بحث ضروري دى. د څېړنې په پس منظر کې پخوانۍ څېړنې چې همدې مسالې سره اړیکې لري په انتقادي فکر ګوري. د هغو موضوعاتو ښېګڼې او بد ګڼو ته اشاره کېږي او د خپل کار نوی والی او امتیاز ښودل کېږي.

د څېړنې ميتود

ميتود يوناني کلمه ده. لاره، روش او طريقې ته وايي، هره څېړنيزه موضوع بايد د يو ټاکلي ميتود په رڼا کې پيل او پاى ته ورسېږي. د ميتود ګټه څېړنې ته زياته ده او محقق سره د تحقيق په کارونو کې مرسته کوي او څېړنه رهبري کوي.

هرڅېړونکى د څېړنې د موضوع په نظر کې نيولو سره په ځانګړي ميتود څېړنه پيل او پای ته رسوي او په موضوع کې تر پايه پورې ټاکلى ميتود عملي کړي. په مقدمه کې د څېړنه طرحه، هدف،ارزښت،پوښتنې، تاريخي شاليد او د څېړنې ميتود باندې بحث کېږي.

د څېړنيزو جوړښتونو(رساله، کتاب، مونوګراف، تیزس او ډيزرټيشن)  لپاره مقدمه اړینه ده او د ښې مقدمې لیکلو لپاره اړینه ده چې معناییزه خوا یې پیاوړې وي.

ماخذونه

۱.دکتور محمد حسین یمین:دستورنګارش و روش تحقيق، انتشارات قمچاق، کابل، ۱۳۸۹ ل کال، ۶۴ مخ.

۲.ډاکټر مصطفی نیازی: د څېړنې تګلاره، مدینه خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ ل کال، ۲۳ مخ.

۳. کاندیداکاډمیسین محمد صدیق روهي: د څېړنې بنسټونه او ډولونه، د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۵ ل کال، ۱۰ مخ.

28 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *