Categories

اعلان

Loading…

وسله والو ډلو د افغانستان پر ۲۴۰ روغتیايي مرکزونو حملې کړي

تاند- د افغانستان وسله والو مخالفانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې د هیواد پر روغتیايي مرکزونو تر ۲۴۰ زیاتې حملې کړي دي.

د نیوزویک پر اساس د (Watchlist on Children and Armed Conflict) ټولنې په راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ /مارچ۶/ خپور شو، د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې د روغتیايي مرکزونو وسایل او ودانۍ ویجاړې شوي، طبي عمله او ناروغان وژل شوي او د افغانانو په تېره بیا ماشومانو روغتیايي وضعیت خراب شوی دی.

په راپور کې ویل شوي پر روغتیايي مرکزونو اکثره حملې د وسله والو طالبانو له لوري شوي دي.

په راپور کې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هم پر ۳۵ طبي مرکزونو د حملې په خاطر ملامت بلل شوي دي.

دې ټولنې د ملګروملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریس څخه غوښتي چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په هغه ډله کې وشمېري چې پر روغتیايي مرکزونو حملې کوي.

په دې راپور کې پر څلورو ولایتونو؛ کندوز، ننګرهار، هلمند او میدان وردک تمرکز شوی دی او ویل شوي دی چې تشدد په دغو ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې محدودې کړي دي.

د دې ټولنې د راپور پر اساس، نژدې ۵ ملیونه افغانان روغتیايي اسانتیاوو ته سخته اړتیا لري. یو ملیون ماشومان له خوارځواکۍ (سو تغذیې) سره مخامخ دي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو کسانو په سلو کې ۴۰ له ۲۰۱۵ راوروسته له خوارځواکۍ سره مخامخ شوي او روغتیايي اسانتیاوې ورڅخه اخیستل شوي دي.

د شري ناروغي په سلو کې ۱۴۱ زیاته شوې او د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ماشومانو مړینې په سلو کې ۲۴ زیاتې شوي دي.

په راپور کې د امریکايي الوتکې له لوري د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د بمبابرۍ یادونه هم شوې ده.

64 total views, 1 views today

2 comments

  1. dawud Reply

    دوی(ټالیبان) وایې چې موږ خو په عام المنفعه تاسیساتو باندې حملې نه کوو

  2. حسن Reply

    راځئ د طالب او « ټالیب » ترمنځ فرق وکړو . طالب چې د دينې مدرسې زده کوونکی دی او یواځې د اسلام له مبارک دین سره سروکارلری ، وسله او سیاست یا دروغو او منافقت سره سروکار نه لری .
    ټالیبان دمنافق ملافضلو یا ملا ډیزلی ، مولانا آی اس آی ، ملا سمیع الباطل ، ملا کرنیل امام ، ملا جرنیل حمیدګل او نورو شاګردان دی. دوی د افغانستان ازلی دښمنان دی . د افغانستان خلک وژني ، پلونه ، ښوونځي ، عام المنفعه تاسیسات ورانوی ، ظلم وحشت او بربریت د هغوی دنده ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *