Categories

اعلان

Loading…

افغانستان ۴۹ بندیان پاکستان ته وسپارل

تاند- افغانستان نژدې ۵۰ پاکستاني بندیان په تورخم کې د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکو ته وسپارل.

د ټي این این د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو ۴۹ تنه پاکستاني اتباع په بېلابېلو جرمونو له نیولو وروسته ورسپارلي دي.

د لاهور له حملې وروسته پاکستان له افغانستانه د یو شمېر پاکستاني ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه وکړه. وروسته افغانستان هم پاکستان ته ورته لیست وسپاره چې ورسره پاکستان دا موضوع هېره کړه.

خو د تورخم او سپین بودلک د لارو بندېدو ته یې دوام ورکړ او په افغانستان کې انتحاري حملو زور واخیست.

د افغانستان حکومت تراوسه پوري د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته د ۴۹ تنو پاکستاني بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم نه ده څرګنده چې دا کسان دقیقاً په کومو جرمونو په افغانستان کې نیول شوي وو.

52 total views, 2 views today

1 comment

  1. یوسفزی Reply

    افغانستان ته راسي، وحشي کړني ترسر ه سي، ونیول سي، او بیا بیرته وسپارل سي… حیران حیران یم، دا خپل خلکو او حکومت ته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *