Categories

اعلان

Loading…

لښکرګاه ښار ليړي والو دوکيل ټاکلو لپاره رایې واچولې

هلمند مدني ټولني ته له دې وړاندي لښکرګاه ښار کې لېړۍ چلوونکو شکایت کړي وو نو له همدې امله هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د یادو کسانو د ستونزو د هوار لپاره ټاکني په لار واچولي چي په پایله کي یادو لېړۍ والو ته وکیل وټاکل سو.

لښکرګاه ښار کې یو شمیر لړۍ والو یوه اونۍ وړاندي له ترافیکو او ښاروالۍ مسولینو څخه سر ټکاوه. چي وروسته هلمند مدني ټولني ته د شکایت په موخه را غونډ سوي وه.هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د یادو کسانو د ستونزو د هواری په موخه د اړوندو اروګانونو سره تر خبرو کولو وروسته نن د هغوي د وکیل ټاکلو په هدف ټاکني په لاره واچولي چي په پایله کې د تاج محمد په نوم یو تن  د۷۷ مثبتو رايو په ترلاسه کولو سره په ټاکنو کي  بریالی او احمدشاه چي د تاج محمد سره نوماند وه دڅلورو رايو په تر لاسه کولو سره خپله ماتي ومنله. همدرد له ټولو لېړۍ چلوونکو غوښتنه وکړه تر څو د ښاري نظم د مراعت تر څنګ دي نظافت هم په نظر کي ونیسي همدرد زياته کړه ستاسو بري ستاسو په يوالي کي دي که چیري تاسو ځانګړي اتحاديه او وکيل ولري نو ستونزي به مو پر وخت حل او فصل کيږۍ.

پر ورته وخت د ولایتي شورا وکیل حیات الله مایار هم د ټاکنو د شفافیت پروسه شفافه یاده کړه هغه هم د ټولو لېړۍ چلوونکو غوښتنه کول تر څو په ښار کې نظم او تر څنګ يې نظافت په نظر کې ونیسي.

د لېړۍ والو لپاره نوی وکیل چي د ټاکنو په پروسه کې بریالی سوي وايې ژمن یم تر څو په ښار کې د لېړۍ چلوونکو هر ډول ستونزي د اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د ضرورت پر وخت ورته د حل لارې چارې ولټوم.

پاته دي نه وي چي لېړۍ والو ته د وکیل د ټاکنو په پروسه کې د لښکرګاه ښاروالۍ استازي تر څنګ د ولایتي شورا وکیل هم برخه لرله او یاد کسان د ټاکنو د شفافیت ډاډ ورکوي.

282 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2