Categories

اعلان

Loading…

يوه شپه / ګل رحمن رحماني

يو ماښام ناڅاپي له کوره ووتم ،خپل کلى مې له ټولو رنګينو او زړه وړونکې ښکلا سره سره پرېښود، په غونډيو او لمنو کې دګلونو وږم خور و او دمخامخ غونډۍ له شانه دکلې درمې د ګونګرو شرنګا رانږدې کېده ،چې دسپين ږيري شپونکي دلارښوونې له مهربانۍ ډک غږونه ورسره ملګري وو .

کروندګر او نور له کلي وتلي خلک بېرته را روان وو ، خو يوازې زه له کلي بېرته وتم ، هغوى به دماښام په ترږمۍ کې يوه شېبه تم شول، ماته به يې په ځېر  ځېر وکتل ، خو چې دکوم نا اشنا ګومان به يې راباندې وکړ ، نو بېرته به روان شول او سترګې به يې په کړکيو او بامونو  لګېدلو څراغونو پسې واخيستې، زه زړه ماتى وم ، ځان راته تر ټولو ناکام او ناهيلى ښکارېدو ، غوښتل مې هېڅوک هم زما دورکېدو په راز پوه نه شي او کليوال تر عمره عمره ديوه زلمي دناڅاپي ورکېدو کيسه په ياد وساتي او  ددوبي له دا ډول ګرمو ماښامونو سره زما نوم هم تړلى وي .

زه دومره په منډه او ترهه لاړم ،چې شېبه وروسته مې کلى له سترګو پناه شو ، يوازې د لوړو  ونو په څانګو کې پناه او تت سيوري ډبېدل او ښکارېدل ، کټ مټ لکه زما زړه چې انديښنو او ناهيليو لاندې کړى و .

په وروستي ځل مې دا هر څه له سترګوتېر کړل او ديوې شنې خو اغزنې دښتې پاى ته رسېدلى وم ، دلته هم هرڅه خپلو ځالو ته ستنېدل او دخوښۍ غږونه يې ايستل ، بيا هم يوازې زه ددوى خلاف روان وم .

ددښتې په پاى کې راته يو ستر او دنګ غر مخامخ ودرېد ، چې سر يې تر اسمانه رسېده او په سر يې سپوږمۍ څرکونه وهل ، ما کله هم دومره لوړ او دنګ غر نه و ليدلى ، غوښتل مې پرې وخېژم ، خو چې کتل مې دختو يوه لاره هم نه لري ، حيران ولاړ وم ، په تياره کې يوې نرۍ لارې ته ځير شوم ، ځاى په ځاى کښېناستم ، ستا دپلونو خاپونه او خوشبويي پکې وه او پوه شوم ،چې ته له ماوړاندې  ددغه غره لومړۍ ختونکې يې .

لاره مې بدله کړه ، شېبه وروسته يوه لوي سمندر ته ورسېدم ، چې بله غاړه يې نه ښکارېده او ددښتې غوندې پراخه و ، دساحل په غاړه ستړى کښېناستم ، کبان خپلو غارونو ته ننوتي وو، له ساحل نه مې يو موټى خاوره را اوچته کړه ، ستا دبدن خوشبويي پکې وه ، او چې ځمکې ته مې وکتل ، نو ستا دپلونو نښې لا  نه وې ورانې او شکېدلو بوټو ښودله چې تا هم دپورې وتلو لپاره لومړي قدمونه همدلته اېښي  .

بيامې لاس په تندي کېښود او لاره مې بدله کړه ، له لنډ مزل وروسته دايرو او سکروټو يوه ستر امبار ته ورسېدم ، چې بل خوا ترې يوه لاره هم نه وه ،ايرې په مړې کېدو وې ، خو بيايې هم دشپې په زړه کې سپرغۍ شيندلې ، له ناچارۍ مې په همدې ډېرۍ لومړى قدم کېښود خو چې کتل مې له ما وړاندې پرې چا قدم اېښى ، ورټيټ شوم ، بياهم ستا دوجود وږمه او دسوو وزرونو بوى پکې و.

لاره مې بدله کړه او په همدې تيارو او نابلده لارو له اوږده مزل وروسته مې پام شو ،چې ديوه اوچت ګړنګ په سر ولاړ يم او په زرګونه متره لاندې ساحه کې داسې تياره خوره ده ،چې هر سيورى پکې وېرونکې او خوړونکې بلا ښکاري .

 ځاى په ځاى کښېناستم په يوه تېره ډبره مې لاس کېښود او لوندوالى مې حس کړ او چې سترګو ته نږدې کړ ، نو تازه وينې وې او ستا دوجود خوشبويي يې شېندله ، پوه شوم ،چې دلته هم له ما وړاندې ته در دېدلې يې  .

نور نو راکې دمزل حوصله نه وه پاتې ، پوهېدم ،چې هر لورى او پړاوو له مانه وړاندې تا ليدلى ، بېرته را پاڅېدم ، دکلي په لور را روان شوم او څو چې کلي ته را رسېدم ، نو شپه تېره وه او دسهار مهربانه لمر کلى په غېږ کې اخيستى و ، خو زما اوږدې دناهيليو له درانه بار نه سپکې وې ، مخامخ راته تا له مينې ډکه غېږ خلاصه کړې وه او په موسکا دې راته وويل : (( راشه ! ايله اوس دې زه وموندلم او خپل منزل ته پخير راغلې ! .))

٢٠١٣ جنوري ١٨

107 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *