Categories

اعلان

Loading…

د نړیوال بانک له منابعو څخه/ ژباړن: محمد عارف رسولي

د ژباړن خبرې:

کله چې ما دا لیکنه ولیده خوښه مې شوه او و مې غوښتل چې ویې ژباړم. هیله داده چې زموږ د هیواد له پالیسو جوړوونکو سره مرسته وکړي تر څو خپل ښوونیز نظام، د مارکيت له غوښتنو او د خصوصي او دولتی سکتور له شریکباڼو سره یو ځای اصلاح کړي. دا به مرسته وکړي چې تعلیم مو وده وکړي، او د صنعت او کار وبار اړتیاوې به مو هم پوره شي.

قزاقستان د پالیسۍ او نهادونو جوړولو په نویو نوښتونو پیل کړی تر څو تشې ډکې او د بشري قوې اغیزمنتوب اصلاح کړي/ د نړیوال بانک له منابعو څخه

آیا ستاسو په یاد دي کله چې تاسو له لیسې او یا پوهنتون څخه فارغ شوی څه احساس مو درلود؟ لکه زه، تاسو هم ممکن له وارخطایۍ او بې باورۍ سره مخ شوی یاست چې راتلونکی به څه وي، داسې سوالونه به درته پیدا شوي وي لکه: «آیا زه به وظیفه پیدا کړم، که داسې وي، چیرې به وي؟ او آیا زه پوره چمتو یم چې د کاري قوې سره سیالي وکړم؟»

په یقین سره، دا هغه مهم سوالونه دي چې هر فارغ زما په ملک قزاقستان کې ورسره مخامخ دی، چیرې چې غښتلې اقتصادي ودې په څو تیرو لسیزو کې په بشري قوه کې د مهارتونو مهمې تشې رامنځته کړې دي.

د دې تشو د ډکولو او داچې څنګه تولید او استخدام اصلاح کړو د موخې د ډکولو لپاره، قزاقستان د پالیسۍ او نهادونو د اصلاح په کچه په ځینو نوښتونو پیل وکړ. دا نوښتونه د ملي وړتیا او وظیفو د ستندردونو د چوکاټ اصلاح، په مرکزي کچه  پلان شوو  وچو دولتي ستندردونو په ځای یې د وړتیا په بنسټ کوریکولم، او د ښوونې او روزنې او د صنعت او مارکټ په منځ کې نژدې اړیکې رامنځته کړل.

به تعلمی ساحه کې د نړۍ په کچه د ترټولو غوره – لاسته راوړنو په هکله د مستقیمو مرستو او تخصصي مشورو لپاره، د قزاقستان حکومت نړیوال بانک ته مخ واړاوه. په پایله کې، د تخنیکي او مسلکي ښوونې او روزنې د عصري کولو د پروژې له لارې — چې په قزاقستان کې د نړیوال بانک لمړنۍ پروژه وه – د پالیسیو د طرحې او په تخنیکي او مسلکي اړخونو کې د همکاریو یو نوښتګر میکانیزم یې رامنځته کړ.

تر څو تشې و پیژندل شوې: د قزاقستان ښوونیز سیستم په مرکزي کچه پلان، تمویل، او مدیریت شوی و – او دا د پخواني شوروي اتحاد د سیستم یو میراث و. تخنیکي او مسلکي کالجونو ټولو مرکزي کریکولم  پلی کاوه او په کلنۍ توګه ورته بودجه ځانګړې شوې او  تر لاسه کوله یې. تمرکز تر ډېرې کچې د لاسته راوړنو او پایلو په ځای  په امکاناتو او وسیلو و، او په دې پروسه کې د حساب ورکولو کوم روښانه اقدامات په نظر کې نه وو، او د ښوونځیو او کالجونو لپاره ډېر لږ اختیار و.

په څه کې بدلون راغلی؟ ترټولو لمړی، دې پروژې د تخنیکي اومسلکي ښوونې او روزنې د عصري کولو پروژې د تعلیمي ساحې او د کار او کارګر د پالیسیو د جوړوونکو، د صنایعو د نمایندګانو، او د هغو تعلیمي ادارو چې په هیواد کې یې د مهارتونو د ښه کولو لپاره  مسؤلیت درلود، ترمنځ همغږي راوستله.

د وړتیاوو د هر اړخیز ملي سیستم په بنسټ متقابل هوکړه لیک رامنځته شو، چې کوریکولم، کاري او وظیفوي ستندردونه یې سره په یوه لیکه کړل او د یوه خپلواک سرټیفیکشن (تصدیقولو) سیستم لپاره یې یو بنسټ رامنځته کړ.

دې پروژې، د لمړي ځل لپاره د یوې اعانې میکانیزم رامنځته کړ تر څو د کالجونو تر منځ د ستراتیژیکو پلانونو جوړولو او له خصوصي سکتور سره  د اړیکو ټینګولو په برخه کې یوه رغوونکې سیالي رامنځته کړي. د اعانې دې سیستم د ښوونکو او استادانو د مسلکي پرمختګ د هڅولو او مرستې لپاره د فعالیتونو لاس نیوی وکړ، په ځایي کچه د ګروپونو د رامنځته کیدو او د لابراتوارونو د پیرلو لپاره یې مرسته وکړه.

په پایله کې، په پروژه کې ګډون کونکو کالجونو راپور ورکړ چې د هغوی د فارغانو کار موندنه زیاته شوې، نوښتګره دوه اړخیزه ښوونیزې راکړې ورکړې یې ښې شوې او د فارغانو له مهارتونو او کار ته د چمتو والي په هکله د کار ورکوونکو خوښي  هم زیاته شوې ده.

زه فکر کوم، تر ټولو مهمه، داده چې دې پروژې او نوښتونو اجازه ورکړه چې د کار مودل په خصوصي سکتور کې بدلون و مومي. پخوا به د ښوونې او روزنې زیاتو نهادونو کمه بودجه لرله او کار ورکوونکو ته به ورتلل چې یو څه مالي او یا زاړه سامان آلات ورسره مرسته وکړي تر څو شاګردان یې د زده کړې لپاره وکاروي.

د پروژې د اعانې پروګرام کوم چې د خصوصي سکتور نمایندګان هڅوي تر څو د ښوونځیو د د اصلاح په کمیټې کې برخه واخلي او د کوریکولم یا درسي پروګرام په وده کې ونډه واخلي داسې چې د دوه اړخیزه ګټور مشارکت لپاره لاره اواره کړي، په دې ډول چې دواړه خواوې مساوي دي او د ګډو موخو لپاره کار کوي، یوه فضا رامنځته کړه.

هر کال، فارغان مستقیما محلي شریکباڼو ته لکه فابریکې او نورو ته ورځي داسې چې مهارتونه او ورتیاوې یې اصلاح او د کار و بار او متشبثینو له اړتیاوو سره همغږې شوې دي.

که څه هم، زه پوهیږم چې یوازې یوه پروژه نه شي کولای د ښوونیز او ټریننګ د نظام ټولې ناخوالې په یوه ملک کې حل کړي. دا پروژه یوازې یو پیل دی – هڅه داده چې د دې پروژې کارونه او لاسته راوړنې به د یوې بلې تعقیبي پروژې په مټ دوام کوي، چې هغې ته به د مهارتونو او وظیفو، پروژو ویل کیږي او دا پروژه په  ۲۰۱۶ کال کې پیل شوه.

لکه څرنګه چې د بشري، ښوونې او روزنې او روغتیا، ودې د هرې پروژې سره پایلې زر تر زره نه تر سترګو کیږي، ځکه پوهه، مهارتونه او عادتونه د وخت په تیریدو سره ترلاسه او اصلاح کیږي.

خو کله چې دا کالجونه مو ولیدل، د ښوونځیو له مشرانو او مشرانو سره مو وکتل، او ومو لیدل چې زده کوونکي نوي مهارتونه کاروي، زه نور هم باوري شوی یم چې تعلیم د خلکو د ژوند فرصتونه ښه کولای شي، په ځانګړي توګه هغوی چې بیوزله او له ستونزو سره مخ دي. داسې فرصتونه عبارت له اصلاح شوو مهارتونو، ښه معاش او ګټور استخدام رامنځته کوي تر څو د قزاقستان د مارکټ اړتیاوې پوره کړي.

په هیواد کې د یوه پرمختللي ښوونیز نظام په هیله

115 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *