Categories

اعلان

Loading…

د پنتاګون پخوانی جیګپوړی چارواکی وایي، متحده ایالات باید د پاکستان له خوا د دغه هېواد لوشل ودروي

تاند – د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون یو پخوانی پوځي چارواکی کرستوفر ډي کولېنډا وایي، متحده ایالات باید نور د دې فرصت مخه ونیسي چې پاکستان یې ولوشي، او په دغه هېواد باندې دې پوځي او مالي مرستې ودروي.

له اکنامیک ټایمز سره د خبرو کولو پر وخت د پنتاګون دغه پخواني نظامي چارواکي او د امریکا د امنیتي چارو د څېړنیز مرکز (CNAS) جیګپوړي غړي کرستوفر کولېنډا وویل، «په لومړي قدم کې، په کار دی چې د ټرمپ اداره له ناټو څخه د بهر متحد په توګه د پاکستان موقف وځنډوي او په دغه هېواد باندې پوځي او مالي مرستې بندې کړي.»

هغه په د هېل (The Hill) کې په یوه خپره شوې لیکنه کې ویلي، «راځئ چې د پاکستان له خوا له متحده ایالاتو څخه بده استفاده ودروو. دا د متحده ایالاتو لپاره د دې وخت دی چې له پاکستان سره په ارتباطاتو کې خپل وقار بېرته پرځای کړي.»

کولېنډا وویل، «متحده ایالات باید دې ته تیار وي چې که اړتیا پېښه شي نورې سزاوې هم په پام کې ونیسي،» هغه یادونه وکړه چې، پاکستان حتی په ۱۹۹۰مو کالونو کې په کشمیر او افغانستان کې د یاغیانو ملاتړ او د خپلو اتومي وسلو جوړولو ته دوام ورکړ.

تېره اونۍ هم د متحده ایالاتو یو شمېر موسسو او څېړونکیو په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته په یوه ګډ راپور کې سپارښتنه کړې وه چې په سیمه کې د ترهګرو له ملاتړ څخه د پاکستان مخه ونیسي او نور پرې نه ږدي چې په سیمه کې د امریکا او د امریکا د متحدانو ګټې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا د ملاتړ کېدونکیو ترهګرو ډلو له خوا له خطر سره مخامخ شي.

ویل کیږي چې پاکستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په بېلابېلو نومونو د متحده ایالاتو له حکومت څخه خواوشا ۳۳ زره میلیونه ډالر وهلي، خو په امریکا باندې د څو عربانو او افغان طالبانو له خرڅولو څخه پرته یې په سیمه کې د ترهګرو او د متحده ایالاتو تر منځ دوه مخې لوبه کړې ده.

376 total views, 1 views today

1 comment

  1. ببرک Reply

    د امریکا وروسمنی دریزته حیران یم !
    ځکه چې ما ته د امریکا خبری تل دروغ ښکاریدې خو د پاکستان په مقابل کې یی نوی دریز دسړیتوب او دوستۍ دریز دی
    امریکا دی خدای پاکستان ته همداسې لیونۍ لري

    پاکستان هماغه دولت دی چې تر اوسه په جادو وچلید لو خو دایی د رسوایی مرحله او د تجزیی او مرګ حواته مرحله ده
    امریکا ته دی خدای توفیق ورکړی چی پاکستان یا اصلاح او یا غرق کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2