Categories

اعلان

Loading…

ځوان محوره خوځښتونو، مدني او سیاسي فعالانو د اعتراضیه غونډې پریکړه لیک

پر افغانستان د پاکستان د لاس وهنو، جنایتونو او توغندیزو بریدونو په تړاو د یو شمېر بنسټونو، ځوان محوره خوځښتونو، مدني او سیاسي فعالانو د اعتراضیه غونډې پریکړه لیک!

پنجشنبه، د ۱۳۹۵ لمریز کال د کب ۵ / د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د فبروري ۲۳

موږ بنسټونه به ځانګړې توګه ځوان محوره خوځښتونه، سیاسي او مدنی فعالان د امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ او د افغانستان په خاوره کې د پاکستان جنایتونو، وحشیانه او ترهګریزې کړنې، لاسوهنې، بریدونه او د هغوی د توغندیزو بریدونو او د حکومت ناغیړي او بې کفایتي په وړاندې موږ را ټول شوي یوو او خپل دریځ د افغانستان له حکومت، نړیوالې ټولنې سره شریکه او د پاکستان حکومت په وړاندې خپل اعتراض اعلانوو.

  1. موږ د تل په شان د امنیتي زړورو ځواکونو، له دې تاریخ جوړونکو بچیانو او د هېواد له اتلانو ملاتړ کړی او د هغوی کړنې او کارنامې ستایو او د هغوی ترڅنګ دریږو او د هغوی له سرښندنو او ایثار څخه ستاینه کوو.
  2. د پاکستان حکومت په ځانګړې توګه د دې هېواد پوځیان باید په دې پوه شي، چې موږ تل د ښه ګاونډيتوب، هم پالنې باور لرو او ثابته کړې مو هم ده، خو بر عکس، هغوی تل په افغانستان کې په جنایتونو، وحشیانه او ترهګریزو کړنو، لاسوهنو او توغندیزو بریدونو لاس پورې کړی. همدارنګه پاکستان باید په دې پوه شي، هغه اور چې دوی بل کړی، دوی به هم وسوځوي. د پاکستان پوځیان باید په دې پوه شي، چې امن او با ثباته افغانستان ستاسو په خیر او ګټه دی او د غیر انساني کړنو څخه لاس په سر شئ.
  3. له نړیوالې ټولنې غواړو، څو پر افغانستان د پاکستان له جنایتونو، وحشیانه او ترهګریزو بریدونو، لاسوهنو او توغندیزو بریدونو څخه سترګې پټې نه کړي. پاکستان باید په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو د ملاتړ هېواد په توګه د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل کړي، ځکه دا هېواد ټولې نړۍ ته ستر ګواښ دی.
  4. د افغانستان په وړاندې د پاکستان د نه زغمونکیو فعالیتونو په وړاندې د ناټو په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالتونو چوپتیا او ناغیړي پوښتنې را ولاړې کړي. موږ د امریکا له متحده ایالتونو غواړو، څو له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون په رڼا کې د پاکستان په وړاندې خپل رسمي دریځ اعلان کړي.
  5. موږ په دې باور یوو، چې د دې ټولو ستونزو اصلي لامل د حکومت ناغیړي ده. شاوخوا درې کاله د دې حکومت له جوړیدو تیریږي او اوس هم حکومت د خپلو ډلو د خپل منځي او کورنیو ستونزو په حل کې ښکیل دی، چې د دې حکومت ناغیړي د دې لامل شوې، څو دښمن مو نور هم پیاوړي شي. د یوه مسوول او پوه وګړي په توګه د ملي یووالي له حکومت څخه تمه لرو، څو د افغانستان به خاوره کې د پاکستان د وحشیانه او ترهګریزو کړنو، جنایتونو، لاسوهنو او توغندیزو بریدونو په اړه افغان ولس ته بشپړ معلومات ورکړي، د خپلو پټو کړنو څخه پرده پورته کړي او ولس له پیښو نه خبر کړي.

په پای کې یو ځل بیا د افغانستان د زړورو سرتېرو او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ، چې د طالب او داعش په څیر د ترهګرو ډلو په وړاندې جګړه کوي، هر اړخیز ملاتړ کوو. د امریکا متحده ایالتونو له نوې ادارې غواړو، څو د ترهګریزو مرکزونو په نښه کولو کې، چې له پاکستانه پرته بل ځای نه ده، خپلې ژمنې پلي کړي، څو له یوې خوا په سیمه کې د ترهګرو د ملاتړو اصلي ځالې څرګندې شي او له بلې خوا د داعش او طالب په ګډون د آی ایس آی لخوا په بیلابیلو نومونو جوړې شوې ډلې له منځه لاړې شي.

و من الله توفیق

یو شمېر ځوان محوره خوځښتونو،بنسټونو، مدني او سیاسي فعالانو ټولګه

کابل- افغانستان

225 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2