Categories

اعلان

Loading…

د مالیې وزارت خبرپاڼې

مالیې وزیر د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د کب میاشتې په ۴مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي تام پنیلا سره وکتل.

په لیدنه کې دواړو اړخونو په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک پر پروژو، په اغېزمنه او ګټوره توګه د پراختیایې پروژو په پلي کېدو، په جاپان کې د اسیا پراختیایې بانک په کلنۍ ناستې او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

مالیې وزیر د سوداګرۍ او صنایع له وزیر سره وکتل

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د کب میاشتې په ۴مه نېټه د خپل کار په دفتر کې د سوداګرۍ او صنایع له وزیر ښاغلي همایون رسا سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو د تصدۍ رئیس ښاغلي تمیم ولید هم شتون درلود، د یادې تصدۍ پر عوایدو او کار کړنو، په بندرونو کې د پیسو پر ځای په جنس باندې د حق الخدمت تعدیل، د یادې تصدۍ پر پورونو، په راتلونکي کې د یوه خپلواک شرکت له لوري د نوموړې تصدۍ د تېرو دریو کلونو (۱۳۹۳-۱۳۹۵)  د فعالیتونو اوکړنو پرڅېړنې او همدارنګه د تصدۍ کارکوونکو ته په مکافاتو ورکولو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ دي د تېرو کلونو په څېر له بندرونو څخه د حق الخدمت په مقابل کې د پیسو پر ځای جنس واخلي.

42 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *