Categories

اعلان

Loading…

د عامه او خصوصي مشارکت پروګرام د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

۴ کب ۱۳۹۵

د عامه او خصوصي مشارکت پروګرام نن د کب میاشتې په ۴مه نېټه د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت کارکوونکو لخوا د یو ورکشاپ په ترڅ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوې وو د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د لوړو زده کړو وزیرې اغلې فریدې مومند، په پرانیسته وینا کې د عامه او خصوصي مشارکت د پروګرام په موخو او ګټو خبرې وکړې او یاد پروګرام یې د حکومت یوه ستره لاسته راوړنه وبلله. نوموړې له خپلو ټولو کارکوونکو څخه هیله وکړه چې له دې پروګرام څخه پوره ګټه واخلي.

د مالیې وزارت د عامه او خصوصي مشارکت رئیس ښاغلي عبدالمومن منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد پروګرام د اهمیت او ګټوپه اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت مرستیالانو، د ولایتونو رئیسانو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

286 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸