Categories

اعلان

Loading…

د شيخانو نړۍ (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

حاجي باز محمد يو چاغ شلنډ سپين ږيری و، سور و سپين مخ  او اوږده سپينه ږيره يې درلوده. ږيره به يې داسي تار تار خلال کړې ول تا چي ويل د دې کار  لپاره يې ځانګړی نايي نيولی دی. برېتونه يې داسي پاک خريل لکه شکولي چي يې وي، تل به يې د عربو په شان  اوږد  کميس اغوست او پايڅې به يې دومره راپورته کړي وې لکه  د  کوچني هلک پرتوګ  چي يې اغوستی وي. د پاپ غوندي سپينه  نازکه جالۍ داره خولۍ يې پر سر کوله او تل به يې سپين رنګ کالي اغوستل. حاجي په مکه معظمه  کي د عطرو دوکان درلود او ښه کار  يې جوړ و. که څه هم  دی لس کاله پخوا عربستان ته تللی و، خو کورنۍ يې دوه کاله کېده چي ورغوښتي ول.

دا چي ده په عربستان  کي ډېر وخت تېر  کړی و، نو  ښه عربي  يې زده وه، په پښتو کي به يې هم  د عربي ځانګړي توري ښه خټه او په ستوني کي  ادا  کول. هر چا چي به وليد، نو فکر  يې کاوه چي ملا او يا قاري دی، خو دی په حقيقت کي شين بې سواده و.

د حاجي  د دوو ځوانانو زامنو دومره عربي  نه وه زده ، بس  مازي يې  خپلي ورځنۍ ستونزي  په  حل کولای سوای، خو د هغه د  مېرمنې  درخانۍ او  لور  ګلالۍ يو ټکی عربي هم نه  وه زده.  کله چي به بازار ته  د سودا رانيولو لپاره  او يا ډاکټر ته تلې، نو د ترجمانۍ لپاره به  يې حاجي  يا د ګاونډيانو يو ماشوم  له ځان سره بوت.  

ګلالۍ لکه نوم چي يې ګلالۍ وه په رشتيا هم  ګلالۍ او په ښایست کي يې په خپله سيمه کي ساری نه درلود. هغه  وخت چي دوی په  افغانستان  کي ول، نو په لسګونو مرکې  ورته راغلې او ولاړې.  ښو  ښو ځوانانو او ښو ښو  کورنيو مرکې ورته راواستولې.  د درخانۍ او زامنو يې ځيني کورنۍ خوښي  سوې او ګلالۍ هم راضي وه، خو کله چي به يې له حاجي سره مشوره وکړه، نو هغه به ويل چي  اوس لا وختي دی، کله چي تاسي په خير عربستان  ته راغلاست بيا به  يې هغه  وخت ګورو.  

يوه ورځ د حاجي دوی کره  د يوه عرب شيخ  سپين سرې مور  راغله.  کله چي  يې ګلالۍ وليده، نو سترګي يې پکښي پاته سوې، دومره يې خوښه سوه چي  ګرسره  يې سترګي نه  ځني اړولې. که څه هم لومړی د مرکې په نيت نه  وه راغلې، خو کله چي يې ګلالۍ وليده، نو شله سوه، ويل دا نجلۍ به خامخا زما زوی شيخ  عدنان  ته راکوئ.

شيخ عدنان  د تېلو يو لوی شرکت درلود او د سعودي عربستان   له ډېرو شتمنو  خلکو څخه ګڼل کېده. درخانۍ  د شيخ  مور ته وويل چي موږ  به  مشوره سره وکړو او بيا به تاسي ته خبر  درکړو.

د شيخ عدنان په اړه لومړی درخانۍ خپل نظر ووايه.  ويل زموږ  او د عربو رواجونه سره جلا دي، نور خو يې څه کوې تر اوسه پوري  په  ژبه  لا نه سره پوهېږو، داسي نه وي خدای مه کړه چي هسي په يو بلا اخته سو.  دلته  هم  افغانان  ډېر  دي، له هغوی سره به دوستي وکړو. د ګلالۍ د وروڼو هم نه وه خوښه چي خپله خور يوه پردي عرب ته ورکړي، ويل په پرديو عربو باور نسته،  که  دلته په افغانانو کي زموږ  د خوښي ځوان  پيدا نه سو، په افغانستان  کي به يې ورکړو، هلته  خلک زارۍ راته کوي، خو حاجي د ټولي کورنۍ خلاف نظر درلود، ويل ګلالۍ نجلۍ ده، ژبه  ژر زده کولای سي، څه وخت وروسته به  د عربو له ټول دود  او دستور سره اشنا سي،  عرب  د پيغمبر (ع) قوم  دی، تر  دوی اصل خلک په ټوله نړۍ کي نسته.  شيخ  عدنان شتمن  سړی دی، په سرو زرو کي به يې له سره تر نوکه پوري پټه کړي او ارام ژوند به ولري.  موږ  اوس د يو عرب  په  کفالت او  نماينده ګۍ  کاروبار کو، ځکه چي تر اوسه پوري  د دې ځای اقامه ( تابعيت) نه لرو،  خو  که  موږ  له شيخ سره خېښي وکړو، نو هغه به موږ  ټولو ته  د عربستان  تابعيت راواخلي او  کاروبار  به مو تر دې هم ښه سي.  لنډه دا چي حاجي پر خپله خبره ټينګ ودرېد او بې له دې چي له  ګلالۍ څخه پوښتنه وکړي هغه يې شيخ عدنان ته ورکړه.

درې ورځي  وروسته د شيخ  عدنان مور راغله، ويل شيخ  وايي چي سبا د کاليو او زرو  رانيولو لپاره بازار ته  ځو.  د واده لپاره مو جلا کور چمتو کړی دی، د کور  لوښي، پردې، غالۍ …  د هر څه بندوبست سوی دی،  بس يوازي ناوې کمه ده.

په سبا د ګلالۍ پلار  او درخانۍ  د شيخ  له يوه موټروان سره بازار ته ولاړل او سودا يې واخيستل. بله ورځ  د شيخ  مور وويل چي دوې ورځي وروسته واده غواړو.  د رخانۍ که څه هم د واده لپاره چمتووالی نه درلود، خو شيخ ويل زموږ کار سم دی، بل هيڅ ډول پلمه نه ده پاته. اخير دوی هم مجبور سول  د واده  همدا نېټه يې ورسره ومنله.

د واده مراسم د ښار په يو لوی  هوټل کي ونيول سول. د شپې يوه بجه شيخ  ناوې په خپل موټر کي کور ته بوتله، ويل د ناوي پلارګنۍ دي سبا پسي راسي.

حاجي، درخانۍ او زامن يې  کور ته راغلل. درخانۍ په سرو اوښکو ناسته وه ژړل  يې، ويل دا څنګه خلک دي، دا څنګه خېښي ده، موږ  خو پردي  نه يو، لږ تر لږه کور ته خو به يې پرې ايښي وای، لور به  مي څنګه وېرېږي، په يوه ټکي عربي نه پوهېږي.  يو ساعت وروسته  د کور زنګ ووهل سو.  د  ګلالۍ مور  تر حاجي دمخه  دروازې ته ورغله،  ګوري چي  ګلالۍ د شيخ  له موټروان سره د کور مخ ته ولاړه ده او په چيغو چيغو ژاړي. په دې  وخت کي ګاونديان هم راووتل او په دالېز کي شور او زوږ  جوړ سو. د شيخ موټروان په تونده لهجه وويل: تاسي څومره بې فرهنګه او وروسته پاته خلک ياست. څوک چا ته داسي خيرنه  ناوې په لاس ورکوي؟ ( علاوه) کړې مو ولي نه وه؟ درخانۍ ويل دا غم لړلې علاوه يې بيا څه شي ده؟  د ګاونډي  يوې نجلۍ وويل چي علاوه يو ډول خټه ده چي په  ارایشګاه کي ناوې سر ترنوکه پوري په لړي، يو ساعت وروسته  بيرته خټه  ځني پاکوي او په دې ډول  د ناوي د بدن ټول اضافي وېښتان جلا کېږي. درخانۍ  په ژړا حاجي ته وويل چي د خدای پار دی، د لور ژوند مي تباه سو، دا څنګه خلک دي، دا څنګه وطن دی،  دا خو دومره سخت کار نه دی، اوس به يې علاوه کړو، خو د شيخ موټروان ويل چي  اوس نه کېږي، شيخ ته سخت درد  ورغلی دی، ويل ګلالۍ پر ما طلاقه ده.

ګلالۍ او کورنۍ يې کورته ننوتل او  د کور دروازه يې بنده کړه. حاجي سترګي کښته اچولي وې، لکه د خپلي لور  ژوند ته چي يې په خپل لاس اور وراچولی وي. ګلالۍ د مور په غېږ کي سر ايښی و او ساندي يې وهلې او  وروڼه يې لکه بتان پټه خوله ولاړ  ول.

د حاجي په غوږونو  کي د درخانۍ دې خبرو ازانګې کولې: زموږ او د عربو رواجونه سره جلا دي، نور خو يې څه کوې تر اوسه پوري  موږ  او دوی په  ژبه  لا نه سره پوهېږو، داسي نه وي خدای مه کړه چي هسي په يو بلا اخته سو.

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *