Categories

اعلان

Loading…

حکومت باید له دوستم سره داسې ونه کړي/ محمد کمال افغان

سره له دې چې دوستم او حکومت دواړو ویلي، چې د دوستم د کور شاوخوا د نظامي ځواکونو ځای پر ځای کېدل د دوستم او یا د هغه د ساتونکو د نیولو لپاره نه وو، خو هېوادوالو ته یې په ذهن کې ګڼ شمېر سوچونه او اندېښنې پیدا کړې وې.

د دوستم د کور شاوخوا د نظامي ځواکونو درېدل او د لارو تړل هغه چلند دی، چې تفرقې او خپلمنځي شخړو ته لار هواروي او د خلکو پر ټولنیز ژوند بده اغېزه پرې باسي.

که څه هم د دوستم او ایشچي شخړه یوه سیاسي او حقوقي موضوع ده او حکومت ته لازمه ده، چې قانون او بشر حقونو ته په احترام یې له قانوني لارو حل کړي چې دا کار به له یو لوري د اسلام سپېڅلو قوانینو د پلې کېدو لامل شي او له بل پلوه به د نړیوالو باور پر افغان حکومت زیات شي، چې قانون او د بشر حقونو ته ژمن دي.

خو په دا ډول د دغې موضوع تعقیب او څېړل چې نظامي ځواکونه دې د دوستم کور محاصره کړي او لارې دې وتړي له ځان سره څو ډوله زیانونه هم لري:

له شک پرته به یو نوع حکومت کمزوری کېږي، قومي اختلافات به رامنځته کېږي، ګاونډي هېوادونه به له دغه فرصته ناوړه ګټه پورته کړي او په ټوله کې یې د افغانستان حیثیت نړۍ ته په دوه پیسې کړی دی.

نو افغان حکومت دې هڅه وکړي، چې د سیاسي فشارونو او مذاکراتو له لارې دغه حقوقي او جنایي موضوع ته رسیده ګي وکړي، د اقوامو او ډلو ترمنځ دې همغږي او یووالی وساتي او له یو اړخیزه پرېکړو دې ځان وساتي.

خو که داسې وي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال ځواکونه د یو مهم شخص د کور شاوخوا ولاړ وي او لارې یې د عامو خلکو پر مخ تړلې وي، نو خلک داسې فکر کوي، چې خدای مه کړه نه یو ځل بیا د نویمې لسیزې په څېر خپلمنځي جګړې او تاوتریخوالی رامنځته شي.

نو ولسمشر دې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته داسې لارښوونه وکړي، چې د خلکو د ناارامۍ لامل ونه ګرځي او خلک له ذهني فشاره لرې وساتي.

د دوستم کور محاصره کولو د کابل په ډیری خلکو کې وېره او وحشت راوستی، ځکه دوی کور په کور او کلي په کلي جګړې لیدلي او زیانمن شوي دي.

365 total views, 1 views today

2 comments

  1. منصور Reply

    محمد کمال افغان صیب ستاسو نظر معقول دی خو که مقابل لوری د افغانی دود، قانون ، اسلام او بشري حقوقو خلاف خپلو سرزوریو ته دوام ورکړی او د قانون په مقابل کې له لجاجت نه کار واخلي ، هېواد ته د کار او خدمت په مقابل کې له خپلو جګړه مارو سره یوځای د هېواد نارامۍ ته ملا وتړي. د خدمت پرځای له خپل قانوني صلاحیت نه غلطه استفاده وکړي، یو یا دوه ولایتونه له نورو قومونو نه پاک او ټول اوسېدونکي یی د ټالب په نوم قتل عام کړی ، هغوی ته بې شرمي او بې عفتي ورواړوی ، حتی خپل قومي اوسیاسي ملګري هم بې عزته کړی او له هغوی سره حتی د جنسی تېري تر سرحده وړاندې لاړی او بیا مجرمين هم د عدالت منګولو ته تسلیم نه کړی ، د ولسمشر ، لویې څارنوالۍ ، محکمې احکامو ته په سپکه وګوري ، په میاشتو ، میاشتو ورک او چېرته د بزکشي نندارې ته ناست وی نو داسې شخص چې جرمي سوابق یی هم یو ترن یا اورګاډی وې نشي وړای ، نو دولت به هسې لاس تر زنې ناست وي او هغه ته به اجازه ورکړي چې له سلګونو او زرګونو مليشو سره آزاد د هېواد په پلازمېنه کې چکر ووهي؟
    د افغانستان دولت مکلفیت لري د هر مجرم ولو که لوړرتبه کسان هم وی باید د قانون منګولو ته تسلیم کړي.د کابل ښاریان او ټول اقوام باید له دولت سره د مجرمینو په نیولو کې مرسته وکړی.

  2. فضل الرحمان Reply

    که حکومت يا حکمتي اداري خپله قانون ته غاړه نګدي او احترام يي ونکړي نو نورو نه څه ګيله؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2