Categories

اعلان

Loading…

د ناټو له ملکي استازي سره د اجراییه ريیس د خدای پامانۍ ناسته

    خبرپاڼه

تاریخ: 3 حوت 1395

کابل افغانستان : د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي اسماعیل اراماز سره تودیعي لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د هېواد اجرائيه رئيس د ښاغلي ازاماز له خدمتونو مننه او ستاینه وکړه او ویې ویل، هیله من دی چې د افغانستان لپاره د ناټو نوی ملکي استازی هم وتوانېږي، چې د افغانستان او ناټو ترمنځ اړیکې لاپسې غښتلې او په خپلو چارو کې بریالی وي.

اجرائيه رئيس ګډو موخو ته د افغانستان او ناټو په مشترک کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ناټو د افغانستان ښه دوست دی او له افغانستان سره یې مرستې او همکارۍ قابل د قدر دي.

دغه راز په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعیل اراماز ټينګار وکړ، چې په هر حالت کې به ناټو د افغانستان ترڅنګ درېږي او همکارۍ به یې د اوږده مهال لپاره دوام مومي.

هغه وویل، خوښ دی چې په افغانستان کې د خدمت کولو ویاړ لري او له افغانستان سره د ناټو د ملکي استازي په توګه یې ګډ ماموریت یو له ښو ماموریتونو څخه و.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې خپل ځایناستی کورنیلسن زایمرمن هم اجرائيه رئيس ته معرفي کړ. د المان هېواد اوسېدونکی زایمرمن اجرائيه رئیس ته ډاډ ورکړ، چې ناټو له افغانستان سره ګډ کار ته ژمنه ده او خپلې همکارۍ ته به دوام ورکوي. اجرائيه رئيس نوموړي ته هرکلی ووایه او په خپلو چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.

په دې ناسته کې په ټاکنیزو اصلاحاتو، راتلونکیو ټاکنو، د افغانستان او سیمې په وضعیت هم خبرې وشوې.

261 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2