Categories

اعلان

Loading…

امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم کور او دفتر محاصره کړ

تاند-  راپورونه وايي چې په کابل ښار کې د جنرال عبدالرشید دوستم د کور په شاوخوا کې د ښاري امنیت د قوماندانۍ ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

تراوسه پوري د دغو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

راپورونه وايي چې د پلازمېنې د شیرپور په سیمه کې، د جنرال عبدالرشید دوستم کور ته په غځېدلې کوڅه کې زغرګاډي درول شوي او لاره یې بنده کړې ده.

همداراز د جنرال دوستم د دفتر او د نوموړي د سلاکارانو د کورونو مخته هم زغرګاډي درول شوي دي.

دا شېبه د صدارت مخته، چې د جنرال دوستم د کار دفتر دی، زغرګاډي لیدل کېږي.

د جنرال دوستم پلویانو په ټولنیزو شبکو کې دا عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې دا ځواکونه د دوستم په ننګه راوتلي. دوی د کابل د کارنیزیون له لوري د دوستم د کور او دفتر د محاصرې خبرونه رد کړي خو د دوستم رسمي ویندوی او د دفتر رييس تراوسه څه نه دي ویلي

دوستم پرون له څو میاشتو ناسوبتیا وروسته د لومړي ځل لپاره د خپل کار دفتر ته حاضر شو.

پرون مازدیګر څلور بجې له ۳ میاشتې غیرحاضرۍ وروسته دوستم په داسي حال کې دفتر ته لاړ چې په لسګونو ساتونکو بدرګه کاوه.

شاهدان وايي چې له تېرې شپې راهیسي په شیرپور کې د جنرال دوستنم د کور په شاوخوا کې غیرعادي حالت ویني، هر لور ته زغرګاډي او اضافي پوځیان لیدل کېږي.

راپورونه وايي چې د دوستم د دفتر د ريیس عنایت بابر فرهمند د کور مخته هم زغرګاډی ولاړ دی.

تراوسه پوري جنرال دوستم او ده ته نژدې کسانو څه نه دي ویلي خو ځیني حکومتي سرچینې وايي چې جنرال دوستم پرون د صدارت ماڼۍ ته د یو نیم سل وسله والو کسانو په بیولو سره د قانون یوه بله سرغړونه وکړه.

نور جزییات وروسته

391 total views, 2 views today

3 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    ښاغلیو د تاند بریښنایی ورځپاڼی مسولینو اودرنو لیکوالانو سلامونه اونیکی هیلي ! یوه لیکنه یا یو خبر یوازی ددی لپاره نه وی چی خبرتر لوستونکیو یا اوریدونکیو پوری ورسوی،بلکه ددی تر څنګ یی موخه د خپلي ژبي لیاره چوبړ اودهغي بډاینه هم وی ،دلته پهمدی لیکنه کی یوه غټه تشه یا خامی دغه ده چی ځنی لغتونه په نوی بڼه دسره جوړ شوی حال دا چی دغه فوځی اصطلاحګانی په پښتو ژبه کی په خورا خوندوره بڼه شته دی،داسی سوچ باید منځته رانشی چی پښتو ژبی تر دی وړاندی څه نه لرل،بلکه ډیر څه یی هم لرل، مګر خبره زموږپه بیځایه اندونو کی نغښتی ده. اوس به راشواصل ټکی ته: او هغه دا چی دلته د زغر ګاډی لغت کارول شویدۍ،دا سمه بڼه نه وړاندی کوی!کالونه وړاندی دغه عسکری ترمینولوژی ټوله په پښتو ژبه وه.اوهمدغی زغر ګاډۍ چی د ایرانی فارسی چوکاټ لری لکه ریزګرد ها چی موږ دوړي ورته وایو اودیته ورته نور، نو همدغه زغر ګادۍ په پښتو ژبه کی زغره وال ګاډۍ یا موټر،او همدا راز چین لرونکو یا ځنځیرلرونکوټانکو ته شوبله چی جمع یی شوبلی دی وایی. او بله دا چی دغه لیکنه ټوله د همدی لوغت قربانی شویده کټ مټ لکه د طلوع تلویزیون چی د یوه ایرنی لغت د رواجولولپاره ټول متن قربانوی.

  2. حسن Reply

    اصلا د ګاډي لغت په پښتوکې نشته دا د اردو کلیمه ده ، مونږ ورته موټر وایو، له بلې خوا زغره وال موټر او شوبلې د پښتو عسکري مروج لغاتونه دی.

  3. Najibullah Alizai Reply

    محمد ربي اماج صیب
    ښه نقطې ته مو اشاره کړي ده، باید چي زغرګاډي ته زغره وال موتر وویل شي. خوکه د تاند در پام شو، داسي نه وي چي ستاسو پر املا باندي نیوکه وکړي ځکه چي د یوه سره مو ټولي (ی) ګاني نه دي رعایت کړي. او یا شاید داسي ووایې چي (غلط تان غلت است).

Leave a Reply to محمدربی آماج Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2