Categories

اعلان

Loading…

د فرانتس کافکا دوې وړې کیسې/ ژباړه: حیات‌الله ژوند

کوچنۍ کيسه

موږک وویل:

هی هی، نړۍ ورځ تر بلې کوچنۍ کېږي. پخوا نړۍ دومره پراخه وه، چې وېرېدم به. منډې مې وهلې. یوه ورځ مې لیدل، چې دیوالونه اسمان ته په پورته کېدو دي، لږ ښه شوم، وېره مې کمه شوه؛ خو دېوالونه دومره په چټکۍ اسمان ته پورته پورته شول، چې اوس زه په وروستۍ کرښه کې ولاړ یم او هغه تلک چې زه باید پکې ولوېږم، تر زنې لاندې مې دی.

ــ بله لار نه لرې، یوازې دا چې لار دې بدله کړې.

ــ پيشو په داسې حال کې چې موږ يې خوړ، دا خبره وکړه.


تګ

ورغږ مې کړ، چې آس مې له اخور نه راولي؛ خو نوکر زما پر خبره پوه نه شو. پخپله لاړم، آس مې له اخور نه راوست او سپور شوم پرې. له لرې مې د شېپلۍ غږ واورېد، له نوکره مې وپوښتل، چې مانا يې څه ده؟ هغه پر څه نه پوهېده او څه يې اورېدلي هم نه و.

نوکر د دروازې په خوله کې راته ودرېد؟

ــ صاحب، چېرته ځې؟

ورته ومې ویل: نه پوهېږم، يوازې له دې ځایه بهر. یوازې دا چې موخې ته مې ځان ورسوم.

ويې پوښتل: موخه دې څه ده؟

ورته ومې ویل: همدا اوس مې درته وویل. له دې ځایه تګ مې موخه ده.

81 total views, 1 views today

1 comment

  1. کرگر Reply

    ډير ښه گرانه که کولي شي دکافکا ټولي کوچنۍ کيسې وژباړه
    کافکايي ادبياتو دهغه له مرگه وروسته په اروپا اونړۍ کې خپل سيورى خپور کړ ـ
    موږ هم ورته اړتيا لروـ
    کرگر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *