Categories
اعلان

طوفاني شپه/ محمد ابراهیم سپېڅلی

دواړه لاسونه يې ومږل، خولې ته يې ونیول، مګر تاوده نه سول، بیايي په تخرګ کي ټینګ ونیول لږ يې د تودوالي احساس وکړ.

بوټونه او جرابې يې په پښو دي، خو بیايې هم د پښو ګوتي له یخه درد کوي.

د موټرپه چوکۍ کي يې پښې ور ټولي کړې، خو طاقت يې نه کیږي، له جېبه يې دستمال راوکیښ د پښو پر ګوتو يې وپېچی بیايې هم د پښو نوکانو هغسي درد کوي.

دده ترڅنګ ناست ملګري هم ځان په پټو(څادر) کي ټینګ پېچلی دی، د مخ اوشا په چوکیو کي هم ټول ناست کسان یخ غلي کړي دي.

له ګل محمد سره په دې موټر کي ترپنځوس  زیات نور مسافرهم له یخه ریږدي.

پرسړک په لسهاوو کوچني اوغټ موټرونه یو لیک ولاړ دي، له تیري شپې راهیسي د واوري اوریدو له امله دغه لویه لار بنده ده.

ګل محمد په فکرونو کي ډوب ناست دی، د موټر له کړکۍ دباندي ګوري، واوره ګړی په ګړی تیزیږي.

هري خواته، مځکه تکه سپينه ده.

ګل محمد ته پرون دغه وخت ور یاد سو، چي د کورنۍ له غړو سره په توده صندلي کي ناست و.

مشر زوی يې په اتم ټولګي کي دی، راغلی د پلار سره نژدې کښېنستی « زما سره دي د ښایسته کوټ قول کړی دی.»

منځوی زوی يې څنګ ته ور نژدې سو« بابا ! زما د مکتب بستۍ دي هېره نه سي، دغه بستۍ مي ډېره زړه سوې ده. » کوچنۍ لور رڼا، چي پرټوله کورنۍ ډېره ګرانه ده د پلار په غېږکي کښېنسله، کیڼ لاس يې د پلار ترغاړي تاو کړ، د پلار سترګو ته يې وکتل « ماته به ښایسته ناوکۍ راوړې، زما ناوکۍ ډېره خوښه ده. »

په دې وخت کي يې مېرمني پر پلار راټول سویو اولادونو ته وویل: « یو ګړی چوپ سئ ! هغه ډاکټر ته ځي اوتاسي فرمایشونه ورته شروع کړي دي. »

د مور له دې خبري سره راټول سوي اولادونه له پلاره وڅکېدل.

د ګل محمد مېرمني یو ګیلاس تودې چای خاوند ته ورکړې، کرار يې ورته وویل، «داسي خوندوري چای دي، لکه د زړه سر.»

«اورلګیت به نه لرې ځوانه ؟» د موټرپه چوکۍ کي دده څنګ ته د ناست ملګري دې پوښتني يې د فکرونو خوندوره لړۍ ور پرې کړه، سريې د چوکۍ څخه راپورته کړ، څنګ ته ناست ملګري يې سګرېټ په ګوتو کي نیولی دی.

ګل محمد د سرپه اشاره پوه کړ، چي اورلګیت نه لرم.

 ټول مسافر چوپ ناست دي اوپه مات زړه د زوروري واوري ننداره کوي، یوازي د پای په چوکیو کي یوه مور له خپل ماشوم سره  کرار کرار ږغیږي.

ګل محمد خپل پټو(څادر) پر ځان سم کړ، سړک ته ګوري، واوره نوره هم تیزه سوه ، پر سړک ولاړ موټرونه وار په وار په واره سپینیږي.

ده له جیبه ټلیفون راوکیښ غواړي کورته زنګ ووهي، خو د ټلیفون انتن کار نه کوي، د څنګ له ملګري يې پوښتنه وکړه « ستا ټلیفون کار کوي؟ »

د ملګري پرځای موټرچلوونکي ځواب ورکړ: « په دې سیمه کي ټلیفون سم کار نه کوي.» د شا له څوکۍ څخه یو بل په پټو کي پېچلي ځوان هم ږغ کړ، له هغه وخته، چي موټران درېدلي دي، په ټلیفون اخته یم، خو کا رنه کوي.

ګړی په ګړی واوره، یخ او لوږه زیاتیږي، مخ ته د ولاړو کوچنیو موټرونو ټیرونه ترنیمايي په واوره کي پټ دي.

اوس د مازدیګر څلورنیمي بجې دي،اسمان لا هغسي وریځو پوښلی او واوره په خرپ شروع ده .

د سهار له یوولسو بجو راهیسي د واوري او باران له امله دلته موټرونه  بند پاته دي، په هر غټ موټر کي تر پنځوس زیات کسان او په کوچنیو موټرونو کي  شپږ تنه د لاري د خلاصون په موخه لار څاري، خو تراوسه پوري يې چا پوښتنه لاهم نه ده کړې.

د واوري اوریدل نورهم تیز سول، ورځي خپل ځای شپې ته پرېښود، توره تیاره خپره سوه، په موټر کي د ناستو مسافرو خبري کرار، کرار چوپ سوې ،یوازي له لیری د وږو لیوانو نارې  اود موټر په شا چوکی کي دکوچنی ماشوم ژړا په موټرکي خپره چوپتیا ماتوي

ګل محمد په ډېر زحمت د ټلیفون ساعت ته وکتل د شپې دوولس بجې دي، پښې يې له ډېریخه کار نه کوي، لاسونه يې هم ریږدي، ژر، ژر يې سا واخیست، خو ګټه نه کوي.

یوځل بیا د اولادونو پرونۍ خبري ورپه یاد سوې، له سترګو راتوي سوي اوښکي يې پر باړخو یخی سوې، د زړه ضربان يې تراندازې زیات سو، د سترګو رپولو توان يې له لاسه ورکړ، په چوکۍ کي څنګ ته پرناست ملګري يې تکیه وکړه، هغه او دی دواړه ترچوکیو لاندي رالویدل.  

د موټرد شا په چوکیو کي د کوچني هلک ژړا اودمور خبري يې هم چوپ سوې، په ټوله موټرکي داسي چوپتیا خپره سوه، چي یوازي دموټر پر هندارو د تیزي واوري د څپرکو رالویدو ږغ احساسیږي.

طوفاني شپه تیره سوه، د ورځي په نیمايي کي رسنیو خبرخپور کړ« ولسمشر پر لويه لار د زیاتي واوري له امله د مړو سویو مسافرو له کورنیو سره خپله ژوره غمرازي شریکه کړه او مسؤلینو ته يې لارښوونه وکړه، چي په راتلونکي کي ددغسي خونړیوپيښو د مخنیوي لپاره لاس په کار سي !! . »

۲۰ – ۰۲ – ۲۰۱۷

کندهارښار، چوڼۍ

دغه کالم د سرخط ورځپاڼي په (۴۴۲) ګڼه کي هم خپورسوی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *