Categories

اعلان

Loading…

قوماندانه توړۍ (لنډه کیسه) ليکواله: نسيمه باري

زه  د لسو کالو ومه  چي قوماندانه توړۍ به  مي  په کوڅه کي لیدله.  هغې به له کوره کثافات را ایستل او ليري په يوه ډګر  کي به  يې اچوله. هغه داسي  ډنګره وه چي د پښتۍ  هډوکي يې له ورايه  ښکارېدل. پخوا به  يې سر په  نکريزو سور کاوه، خو له يوه کال راهيسي يې نه و رنګ کړی، اوس يې سر نه  سپين  او نه سور  و، بلکي شين وزمه غوندي ښکارېده.  وېښتان  يې داسي څپوله او سره ګډوډ سوي ول  تا چي ويل په کال کي يې هم يو وار  نه پرېولي او نه  ږمنځ  کړي دي.   

قوماندانه توړۍ  مي د  ګاونډي کره څو واره ليدلې وه. هغه لېونۍ نه وه، ټول کارونه يې د پر سد او هوښياري  ښځي په ډول  وه، سهار تر ماښامه به د کور  په کارونو بوخته  وه  او د ضرورت  وړ خبري يې په ډېره مهربانه لهجه  کولې، خو که چا به  قوماندانه توړۍ ورته وويل، نو د دې اعصاب به ګډوډ سول او بدرد به يې شروع کړل. زما هغه مهال دې خبري ته پام سو چي کله به هغه  کوچنيانو په کوڅه کي وليده، نو پسي نارې به يې کړې، ويل هغه ده قوماندانه  توړۍ راغله، په دې وخت کي دې ته درد ورغی، په کوچنيانو پسي به يې منډه کړه او په کاڼو به يې ويشتل، ويل ستاسي پلار به قوماندان وي، ستاسي  مور به قوماندانه  وي، ستاسي خور به قوماندانه وي د  …  زامنو!  

زه به حيرانه سوم  چي خلک ولي دې ته قوماندانه توړۍ  وايي او دا ولي په دې نوم بد وړي؟ يوه ورځ مي په دې اړه له خپلي مور څخه پوښتنه وکړه، هغې  ويل  په دې خبرو  پسي مه ګرځه. خدای چا ته د خپل بد عمل سزا په  اخيرت او چا ته بيا په دې دنيا  کي ورکوي، دې ته هم له خپله لاسه ورپېښه ده، بيا به يې د توبې په ډول پر پزه او غوږو  ګوته تېره کړه، ويل خدای مو دي د دې له حاله وساتي.  

يوه ورځ  مي د مکتب کورنی کار کاوه. د خاله  لور مي له خپلو دوو کوچنيانو سره زموږ کره مېلمنه راغلې وه  او د څنګ په خونه کي يې زما له مور سره مجلس کاوه. په خبرو خبرو کي يې زما له مور څخه د قومانداني توړۍ پوښتنه وکړه، ويل کله چي زه ستاسي کره راتلم، نو دې په کوڅه کي په کوچنيانو پسي منډي وهلې او په کاڼو يې ويشتل، ډېر مي زړه پر وسوځېد.  مور  مي نه غوښتل د قومانداني توړۍ د ژوند کيسه ورته وکړي، خو هغه ورته ټينګه سوه، ويل خامخا به يې کیسه راته کوې. ما چي له پخوا څخه غوښتل د قومانداني توړۍ په  کيسه ځان خبر کړم،  نو د څنګ د کوټې کړکۍ ته نژدې سوم او غوږ  مي ورته ونيو.  

د قومانداني  توړۍ  اصلي  نوم روښانه ده.  دا په ځوانۍ کي دومره ښایسته وه چي د مرکو وار نه ورباندي کېده،  يوه مرکه به نه وه تللې چي  بله به بيا ورته  راغله. د نصيب خبري دي روښانه يې  د فريد په نوم  يوه هلک ته ورکړه او واده سوه.

فريد که څه هم غريب سړی و، خو دا ډېره پر ګرانه وه او ښه يې  نازوله، بس چي دې به  هر څه ويله فريد به  ( نه) نه ورته ويله. روښاني به کله ويل د مور کره په مېلمستيا ځم، کله به يې ويل د خاله  کره ځم، بس هره ورځ  به دا يو ځای روانه وه.  د کور  کارونو ته به يې ګوتي نه وروړلې، هر څه  يې  پر تياره غوښتل، خواښي بېچاره ګۍ به  يې په سپين سر د  کور ټول  کارونه کول، خو دې ته يې له وېرې  څه  نه سوای ويلای، که يې ورته ويلي وای، نو جنجال يې کاوه او  اسمان يې مځکي ته راکښته کاوه.

د کور کار ته خو يې خواښي اوږه ورکړې وه او دومره بدنامي  هم نه  بلل کېده، خو هره ورځ  له ضرورت پرته له  کوره وتلو يې د شاوخوا ګاونډيانو پام ځان ته راواړاوه  او  اخير خبره له ګنډلو ووته.

يوه ورځ  د روښاني لېورو فريد ته وويل چي لالا ورېنداره سمه نه معلومېږي، ته  ډېر باور ورباندي لرې، خو خلک ډول ډول خبري کوي.  څوک وايي له فلاني سره مو وليده، څوک وايي په فلاني ځای کي مو وليده. اوس قسم په خدای که  له شرمه پورته کتلای سو،  که  زموږ  منې  نو لږ  يې راوګرځوه.  فريد به ويل زه روښانه  پېژنم، هغه هيڅ کله داسي کار نه کوي چي موږ دي وشرموي، تاسي بې ځايه پر  هغې تورونه  لګوئ.

يوه ورځ  فريد کور ته راغی، ګوري چي  روښاني ځان يو غوړپ  ( سينګار )کړی دی. فريد ويل څه خبره ده؟ روښاني ويل د اکا د لور  دسمال مي دی، زه هم ورځم. فريد تندی تريو کړ، ويل سړی خو يوه اجازه اخلي، زه خبر نه يم او تا بيا خپل پر سر  غوټه تړلې او مېلمستيا ته روانه يې. روښاني سترګي پر راغټي کړې، ويل ستا په کور کي خو مي ولاکه په يوه جوړه نويو کالو ارمان ختلی وي، اوس مي د خپلوانو له کورونو  هم راګرځوې؟

روښانه په خپل ښایست ډېره مغروره وه او فريد ته به يې هره ورځ  د هغه د بېوزلۍ پېغورونه ورکول، اوس نو ټوله  کورنۍ  پوهېده چي روښانه خامخا د کور دباندي له يو چا سره اړيکی لري. فريد بېچاره چي تر دې مخکي به يې تل د روښاني ننګه کوله او د وروڼو خبري  به يې نه منلې  اوس ډېر  ځورېده، خو نه پوهېده چي څه وکړي.  له يوې خوا يې ښځه له کنټروله وتلې او له بلي خوا که يې هغې ته طلاق ورکولای، نو د بل واده وس يې نه درلود. په همدې کي څلور پنځه کاله تېره سوه او روښاني درې زامن هم پيدا کړل.

يوه ورځ فريد په بازار  کي له دوکان څخه سودا اخیسته چي د پوليسو يو موټر د دوکان مخ ته ودرېد، د پوليسو قوماندان  له موټر څخه راکښته سو او د سودا لپاره دوکان ته ودرېد.  فريد چي د پولیسو موټر ته وکتل، نو ګوري چي روښانه د مخ په سيټ کي ناسته  او ځان يې ښه خټه سينګار کړی دی.  د روښاني په ليدو سره د فريد پر سر لکه اور چي بل سي، په منډه يې د موټر دروازه خلاصه کړه، روښانه يې د سر تر وېښتانو ونيوله او پر سړک يې راچپه کړه. يو څو لغتي چي ووهله، نو ناببره يې د شا له خوا پر سر د توپک کونداغ ولګېد او بې سده پرېوت.  کله چي يې سترګي راروڼي کړې، نو څو دوکانداران  پر راټول ول  او په خوله کي يې خوږې اوبه ورتويولې.  فريد په کمزوري ځان کور ته ولاړ، له شرمه يې له مور  او وروڼو څخه دا کيسه پټه کړه.  

تر دې وروسته روښانه څو واره نور ه هم د پوليسو له قوماندان سره وليدل سوه، اخير به خلکو روښانه  قوماندانه بلله، اوس نو ټول خلک پوهېدل چي روښانه څه کوي  او څنګه ښځه ده.

يوه ورځ روښانه له کوره ووته او  تر يوې مياشتي پوري غيب  و غړوبه وه.  يوه ورځ يو چا د فريد دوی کور ته ليک راوړ چي داسي پکښي ليکلي وه:  فريده ستا سره  مي ډيري لوږي  او تندي وګاللې، نور  يې نه سم  زغملای، زړه دي صبر کړه، ما بل واده وکړ، ته پوه سه او اولادونه دي.

په دې وخت کي د فريد له پښو څخه  مځکه وتښتېده،  سر يې پر له وګرځېد، نه پوهېده چي څه وکړي.  له شرمه نه مځکه چاودله او نه دی په ننواته.  په سبا يې له وروڼو سره په مشوره پلارنی کور خرڅ کړ او يوه ليري ځای ته کډه سول.

روښاني داسي فکر کاوه چي د پولیسو قوماندان واده ورسره کوي، خو هغه يو څو ورځي د خپل ساتېري لپاره له ځانه سره وساتله او بیا يې پر خپل يوه انډيوال خرڅه کړه. روښانه په دې وخت کي د ځوانۍ او  مستۍ له خوبه راويښه سوه، ډېره پښېمانه وه، نه پوهېده چي څه وکړي او څنګه بيرته  د عزت  ژوند شروع کړي. اخير يې  فکر وکړ چي دا ښايسته ده  او پخوا  پر مېړه  ګرانه وه، که له دې کار څخه  توبه وکاږي او له خپل مېړه څخه بخښنه وغواړي ښايي هغه يې وبخښي.  کېدای سي له دې امله يې هم وبخښي چي  د  کوچنيو زامنو له لاسه به تنګ سوی وي او هغوی به مور ځني غواړي،  کېدای سي له دې امله  يې هم وبخښي بېوزله دی د بل واده وس نه لري.  هغه و چي د فريد د کور پته يې پيدا کړه او ورغله. په دې وخت کي فريد بل واده کړی و، مور او وروڼه يې يو نامعلومه ځای ته کډه سوي او د ده  کوچني زامن يې هم ورسره بېولي ول.  

د شپې لس بجې وې، د فريد دروازه وټکېده.  فريد چي دروازه خلاصه کړه، نو  ګوري چي  روښانه ده او په چيغو چيغو ژاړي.  

فريد روښانه  و نه بخښله، مړه يې هم نه کړه، شکنجه خو پرېږده چي ښکنځل يې هم نه ورته وکړل، څو شېبې يې په پټه خوله ورته کتل، سترګي يې له اوښکو ډکي سوې او  د کور دروازه يې بيرته وتړله. روښاني يو څو شيبې د تړلي دروازې تر شا وژړله، اخير  مجبوره سوه د پلار کره ولاړه، خو پلار يې هم له شرمه جرئت و نه کړ چي ځای ورکړي، تر هغه وروسته  د  اکا د لور کره ولاړه.  د اکا د لور خسرګنۍ هغې ته د اوسېدو ځای ورکړ، خو دا شرط يې ورباندي کښېښود چي چا ته به  د دوی د خپلوۍ نه وايي، يوازي به وايي چي خپلوان نه لري او د  دوی مزدوره ده.  بل دا  چي له کوره به هم نه وزي  او که  پخواني کارونه يې بيا تکرار کړل، نو په هغه ورځ  به له کوره شړل کېږي. روښاني هم دا شرطونه ومنله او څو کاله کېږي چي په دې کور  کي چوپړ  وهي.  

روښانه په ځوانۍ کي خلکو  قوماندانه بلله، خو اوس چي  زړه سوه، نو قوماندانه  توړۍ  يې بولي. دا  لکه څنګه چي له بڼې  زړه معلومېږي دومره  زړه هم نه ده، ايله د څلوېښتو کالو به وي، خو له رنګه  اويا  کلنه معلومېږي.

اوس چي کله څوک قوماندانه يا قوماندانه توړۍ ورته ووايي، نو دې ته تېر  ژوند ورياد سي.  که ماشوم  ورته وويل چي قومانداني توړۍ، نو دا يې په ډبرو ولي، خو که لوی په دې نوم وبلله، نو په پټه خوله يې زغمي، بس يوازي يې سترګي له  اوښکو ډکي سي.

روښانه چندان  له چا سره خبري نه کوي، د خپل تېر ژوند په اړه خو بيخي چا ته څه نه وايي، کله کله له ځان سره ووايي:  (( زه رشتيا هم چي بدلمنې يم، له خپل مېړه، اولادونو، کورنۍ او قوم سره مي خيانت وکړ، بايد دغسي راسره سوي وای، خو نه پوهېږم  هغه نارينه چي زه يې دې کارونو ته هڅولم او زما سره يې اړيکي درلودې هغوی په څه نوم  يادېږي؟  ايا له هغوی څخه هم خلک زما په شان  کرکه کوي؟ دوی ته خلک په کومه سترګه ګوري؟  دوی هم زما په شان په ټولنه کي د اوسېدو ځای نه لري؟ دوی هم دغسي ټيټي سترګي ژوند کوي؟  د پوليسو قوماندان،  وکيل صاحب، قاضي صاحب، وزير صاحب، فلانی، فلانی  …  که څه  هم  دوی اوس هم  هغه  پخواني  کارونه  په ښکاره  کوي، خو ما چي اورېدلي دوی  ټول  ارام  او د عزت  ژوند لري)).  

21 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *