Categories

اعلان

Loading…

تر مازیګره وخت لرې/ فضل الرحیم خروټی

تیاره  وه  شا او خوا چبه چبتیا خوره وه، د ژمي سوړ باد د سړي ژامې کړپولې چې ور وټکېد ځوان راووت، سپين مخ لوړه پوزه غټې تورې سترګې یې شاو خوا ته تېرې کړې څوک یې تر سترګو نه شول څو ګامه وړاندې ولاړ، دلاسي څراغ رڼا ته یې یو کس تر  سترګو شو، ګډوډ ویښتان سپيره مخ غلی ناست و. ځوان یې څنګ ته ودرېد او وې ویل.

را ځه کور ته. ولې دلته ناست یې؟

  سړی پورته شو، ښۍ لاس یې د بیک په لوري  وغځاوه او دې مخامخ کور په لوري هلک سره روان شو، په کوټه کې کېناست ځوان اوبه راوړې سړي  مخ او لاسو نه پرې مین‎ځل ځان یې په پټو کې و پېچه او دېوال ته یې تکیه ولګوله څو شېپې وروسته ډک غورۍ کاږه واږه  مکرونې یې تر مخ کېښودل ځوان د کوټې دروازه بنده کړه پر توشکه کېناست او کمپله یې پر پښو را کش ګړه او وېویل،

غورځنګه وروره دوډۍ دې خوره.

غورځنګ پټو له ځانه لرې کړ، اوښکو یې پر مخ لارې جوړې کړې په ژړغوني غږ یې وویل، فرهاده!

زه تاته ډېر شرمند ه یم. دومره بدې خبرې، کنځلې چې ما تاته وکړې خو تا له دې بدو خبرو سره سره زه دې کور ته راوستم او ډوډۍ دې راکړه.

فرهاد یئ خبرې ور پرې کړې. ګوره غورځنګه دا خبرې پرېږده. دا خو د پښتون خاصیت دی. که چا لس کسه هم ور وژلي وي، خو چې کور ته یې ورشي، نو دې هغه نه د سر او مال په قیمت ساتنه کوي.

غورځنګ د یوه مجرم غوندې په نهيلي زړه او ماتې ژبې وویل، څلور میاشتې سرګردانه لالهانده، بې کوره ګرځم. پلار او ورونو… ژړا یې خبرې ور پرې کړې، شېبه غلی شو اوښکې  یې په مخ را روانې وې د پټو په څنډه یې اوښکې وچې کړې ستونی یې تازه کړه، وې ویل:

پلار نه دی پلندر دی وېوهلم. هېڅوک را سره کومک نه کوي، دوه نیم لکه افغانۍ  پلندر مې کله چې په ایران کې وم رانه و غوښتې چې یو څه زما په کار دي او نورو باندې به کور درته اباد کړم دوه کاله وروسته راغلم نه کوژده وه او نه پیسې.   څو ځله مې پیسې ترې وغوښتې. ویل یې ته په ما یوه روپۍ هم نه لرې او نور دې که له خولې د روپيو نوم راووت ښه به درته نه وي.

ژړا یې خبرې ور پرې کړې پټو یې په سترګو تېر کړ، ښه شیبه چپه چوپتیا خوره وه، فرهاد غاړه تازه کړه وې ویل، ښه خیر دا وایه زه اوس  څه وکړ؟

غورځنګ له ژړا ډکې سترګې د ګروپ په تېزه رڼا کې له کوټې تېرې کړې او وې ویل، پلار، حساب مې پرېږده، د مور په خاطر به څه نه ورته وایم.  په وخت سره به یې ترې واخلم. خو دا شریف، که ته کابل ته را سره ولاړ شې او له شزیف بې غیرته نه زما پیسې واخلې دا به دې غټه مرسته وي.

فرهاد دروازې ته وکتل دروازه له لاندې چولې سوړ باد په کوټه کې لګېدو تر څنګ ایښی جای نماز یې څو قاته کړو، د وره په لوري پورته شو وې ویل، څومره دي؟

څلور زره ډالر.

فرهاد شونډې سره وروستې سر یې وښوراوه، ګوره څو ځله مې درته وویل چې دا کس  دې انډيوالۍ نه دی خو تا زما ونه منله او د هغه په سر دې له ما سره جنګ وکړ. اخر یې څه درسره وکړل.

زه یې دوکه کړم فرهاده، راته ویل یې چې زما مور ناروغه ده هند ته یې بیایم خو پرون خبر شوم چې  مور یې ناروغه نه وه زما په پیسو یې کابل کې دوکان جوړ کړی نور نو ډېر وخت پرېووت زه هم نه کور لرم نه اور بس له خاورو سره خاورې یم هر روپۍ مې د زړه په وینو ګټلې.

فرهاد خبره کوله، چې دروازه وټکېده، پورته شو له مخې سره ایښی له اوبو ډک ګلاس وواښت، اوبو پر سرې غالۍ لڼده سپینه ليکه جوړه کړه او وویل، خیر، اوبه رڼایي ده او د وره په لوري ولاړه.

شيبه وروسته کړنګ شو په دروازه راننوت، تور چای په پیاله کې توی شو. فرهاد پیاله خولې ته پورته کړه یو غړپ یې تر ستوني تېر کړ وې ویل، ښه غورځنګه تا دې شریف دوکان ليدلی؟

غورځنګ پیالې ته وکتل، پیالې نه سپین تفت پورته کېده، شونډې وخوځېدې، هو لیدلی مې دی دوه درې ځلې ورغلی یم. په نن او سبا مې غولوي او بل پرون مې زنګ ورته ووهلی وه راته کاندي چې نور زنګ ونه وهې زه او ته له سره حساب نه لرو، لاس دې  خلاص که بیا دې زنګ او یا دوکان ته راغلې ښه به درته نه وي خبر دې اوسې.

 فرهاد له غوسې سور واوښت، پیاله یې په پتنوس کې به زوره ووهله، په شونډه یې غاښونو تېر کړل، دده دومره جرات هم له خلکو په فریب پیسې اخلي اوهم اوس پرې منکر کېږي ته بې بېغمه اوسه. چې زه یې سبا څنګه ترې اخلم.

 غورځنګ او فرهاد سهار نهو بجو شاو خوا کابل ته ورسېدل، د لمر وړانګو د کابل ښار ته زيړ رنګ ورکړی  وه  اسمان شین مخ نیولی وه، هوا سړه وه. خلکو د جامپرونو په جیبونه لاسونه منډلي روان وه ، ځای ځای د سرک غاړو ته کوټ کوټ اشغال هم پراته وه.

غورځنګ دوی د ښار په ګڼه ګونه کې سیده د شریف دوکان ته ورسېدل.

شریف د میز شاته پر  ایښې څوکۍ ناست وه کمپله یې په پښو کش کړې وه چې په فرهاد یې سترګې ولګېدې خوله یې جینګه کړه له څوکۍ پورته شو چې فرهاده په تنده لهجه ورته وویل.

ته اوس دومره زورور شوې هم د خلکو پیسې اخلې او هم خلکو ته اخطارونه ورکوې.

شریف ټنکنی شو، رنګ یې بدل شو، څه کوې ظالمه ودېوېرولم د څه شي پيسې او د څه شي اخطارونه؟

په دې کې غورځنګ خبره را غبرګه، خود به وېرېږې هم مې پیسې در کړي او هم اخطارونه راکوې اوس نر شه ووایه چې نه یې در کوم؟

ته لېونی شوی یې دې څه پيسې؟

فرهاد له ګرېوانه ونیو، اوس  لا منکر هم یې چې پیسې یې نه دي راکړي.شيبه کې د دوکان مخې ته د خلکو بيروبار جوړ شو او د دوی ننداره یې کوله. شریف چې په خلکو سترګې ولګېدې د فرهاد لاسونه یې له ګرېوانه خوشې کړ شاته شو وې ویل، نه په ما دې چا بیسې دي او نه یې ورکوم پو شوې؟

فرهاد کيڼ سوک یې په خولې ور پورې کړ، غورځنګ هم پرې ورباندې کړل په یو شیبه کې یې په سرو وینو ولاړه خلکو د دوی په لوري رامنډه کړ سره خلاص یې کړل.

فرهاد دوکان مخې خلکو ته وکتل وې ویل، شریفه په خلاصو غوږو یې واوره دا خلک دې شاهېدان وي تر مازیګره وخت لرې انتخاب ستا په لاس کې دی د زندان تورې تنبې دې خوښيږي او که پیسې یې ور کوې ګو ته یې ورته نیغه کړه هېره دې نشي تر مازیګره.

لس کلن  هلک غورځنګ ته موبایل ونیو کاکا دا ستا دی غورځنګ موبایل واخیست د هلک په سر یې لاس کش  کړ او له فرهاد سره د هوټل په لوري روان شول.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *