Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو د حملو ادعا

تاند- پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د دغه هیواد پوځیانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان په خاوره کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر کمپونو یرغل کړی دی.

جیو تلویزیون نن /شنبه/ د پوځ د سرچینو په قول وویل، پاکستاني ځواکونو تېره شپه ناوخته په افغانستان کې دننه د جماعت الاحرار پر څو کمپونو برید پیل کړ.

تراوسه پوري د پاکستان یا افغانستان رسمي سرچینو د داسي کومې حملې په اړه څه نه دي ویلي. خو که تایید شي دا به په رښتیا هم د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان په خاوره کې لومړنۍ حمله وي.

جیو تلویزیون وايي، پاکستاني پوځیانو خیبر او مومند ایجنسیو ته نژدې د افغانستان په خاوره کې د جماعت الاحرار پر ۴ کمپونو یرغل کړی دی.

تلویزیون زیاتوي، ځیني راپورونه وايي چې په دې بریدونو کې د جماعت الاحرار د مرستیال قوماندان عادل باچا په شمول څو تنه وژل شوي دي.

له دې جلا د پاکستان پوځ نن ادعا وکړه چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو مخالفانو پر ضد په عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات مخالفان وژلي دي.

پرون د افغانستان د کونړ او ننګرهار چارواکو او اوسېدونکو تایید کړه چې پاکستاني پوځیانو پر سرحدي ولسوالیو د عامو خلکو پر کورونو د درنو وسلو ړانده ګوزارونه کړي چې له کبله یې دوه افغانان شهیدان شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

312 total views, 2 views today

3 comments

  1. Alakozay Reply

    خلص دا چی الله پاک دی دا زموږ طالبان چی د پنجابیانو غلامان دی وشرموی ګنی پاکستان چیری په موږ یرغل کړای سوی دا په نامه مجاهدین ټول پیسه خواره او غله شوی دا اوسنی طالبان

  2. سلیمان Reply

    زه فکر نه کوم که پنجابیان دومره جرأت ولري، که دا کار یې کړی وي نو منزوي کیدل یې ۱۰۰٪ شونې شول. مونږ د امریکا او ناټو سره د مځکنۍ بشپړتیا تړونونه لرو او امریکاخو هسې هم ورته بهانه لټوي.
    دا ټولې چاودنې ای اس ای پخپله کړي نو بیا یو او بل ته ګوته نیول یې ددې لپاره کول چې د امریکا نوې ادارې ته ځان نږدې کړي، که دا اشتباه یې کړې وي نو دا خو زمونږ په ګټه ده، وایي میږي ته چې خدای په قهر شي نو وزرې ورکړي.
    بل پاکستان چې په خپله خاوره کې دننه د کومو عملیاتو ادعا کوي هغه هم دروغ دي، مونږ د وزیرستان د عملیاتو شاهدان یو چې ترهګرو ته یې د عملیاتو نه یوه میاشت مخکې وویل چې خیبر او نورو ایجنسیو ته لاړ شي او بیا دوی د عامو خلکو کورونه اومارکیټونه ونړول او ویې ویل چې د طالبانو مرکزونه یې وران کړل. ددوی نه اوس لار ورکه ده او د یوې غلطۍ د پټولو دپاره بار بار غلطي کوي. انشاالله چې ډير زر به نابود شي.

  3. پښتون Reply

    داسې فکر وکړى چې دا حملې يې تر سره کړې وي نو افغان حکومت څه کوليى سي؟ داح مالومه خبره ده چې خپله حکومت کې داسې کړئ شتون لري چې پاکىستنان ته يې تل سجده کړې اود افغان پوج ټول تجهيزات يې په همدې هېواد وپلورل او اوس هم ځآن ته دمجاهد لقب ورکوى.هن

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2