Categories

اعلان

Loading…

بوډا او جنګ/ اکبر راحل

د جومات دروازه باد ښوروله، ماښام نا وخته و او له لري د لیوانو ډارونکې انګولا له سړي زړه ایست.

له پرون راهیسي واوره شروع شوې وه خو ایله نن شپې تیزې هوا له ځانه سره یوړه .

د جومات نیم چت پرېوتی و او سوري سوري دیوالونو یې بدرنګې چیغې وهلې، لږ اخوا ته په دېوال شېندل شوې وینې د توري په څېر عکس رسم کړی و.

ډېر تګ او ساړه لاروي ستړی کړی و، پوزه او لاسونه کنګل شوي و. جومات د شپې تیرولو نه وو.

د کلي کوڅې له بدرنګیو ډکې وې، لکه وېروونکې شیشکې داسې ښکارېدې.

لاروی وړاندې لاړ د یوه ښوونځي دروازې ته ودرېد.

له ټک ټک سره دروازه پخپله خلاصه شوه، لاروی مخکې شو د ملازم غږ یې وکړ خو چا ځواب ور نه کړ.

څو قدمه یې واخېست، په یو هوار میدان کې ولاړ و، د ړنګو دیوالونو خاورې وړې وړې غونډۍ جوړې کړې وې.

د ښوونځي دېوالونه ړنګ بنګ ول، نه صنف وو، نه اطاق او نه د شپې تېرولو لپاره بل څه.

لاروي فکر واخېست، ده له کیلومټرونو مزل وروسته انسان نه و لیدلی، ځای ځای په ړنګو کلو تر دې ځایه رارسیدلی و.

دی پوه شو چې یوه داسې کلي ته راغلی چې کلونه وړاندې ترې خلک کډه شوي دي.

وېرې واخیست ده خپل مرګ لېد خو څه یې نه شوای کولای.

خو چې لږ وړاندې لاړ، مسک شو، سترګې یې وغړېدې پوه شو چې غلط دی سترګې یې د ونې تنې ته په یوه توره تخته ولګېدې  ور نږدې شو تازه پکې لیکل شوي و (ټ، ټوپک زما ماما ټوپک لري، په ټوپک جهاد کوي).

هوا لا هم تیزه وه، په واوره کې تګ ستونزمن و، له لري به د سپو غپا واوریدل شوه، ورسره به شغال کوکه کړه.

لاروي کلي ته مخه کړه، د کلي بر سر کې څو ړنګ کورونه او د سیمنټو دېوالونه ښکاريدل، لاروي خوښ شو د سمنټو دېوالونه بي څه نه ول، منډې یې کړې، پښه یې ونښته ولوېد، راپورته شو واورې یې له ځانه وڅنډلې.

زبون وهل شوی و، ساه یې بنده بنده کېده، نیم وجود یې فلج و.

سمنټي دیوالونو ته نږدې شو، یو ځای تور لوګي د جملې نور لیکل پټ کړي و یوازې (روغتون) پکې ښکارېده.

سړي وړاندې زړه ښه نه کړ دی  ډاډه و چې د شپې تیرولو لپاره پکې ځای نشته، هملته کیناست سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.

له جېبه یې عکس را واخېست د یوه دېرش کلن ځوان او یوې ښکلې ښځې سره دوه د اتو او لسو کلونو نجونې خندېدلې.

له نږدې کوره د ماشوم د ژړا تت غږ واوریدل شو، لاروی خوښ شو، غږ پسې څرک شو.

تر څو کورونو اخوا یوې وړې دروازې ته ودرېد دروازه یې وټکوله د ماشوم غږ غلی شو، داسې لکه چې په خوله یې چا لاس ایښی وي.

شیبه وروسته یې یو ښځینه غږ واورید ((خدای ته ګوره مه وځه، پریږده چې هر څوک وي، مونږ چاته پریږدې، د ګل اغا مرګ دې هیر شو چې څنګه یې په توره شپه کې له کوره وباسه او ویې ویشت)).

لاروي ټولې خبرې واورېدې، دی پوه شوی و چې دلته باید ومري.

پدې سیمه د جنګ تود موسم و، هیڅوک پکې ژوندي نه و پاتي شوي، یوازې ارواوې وې، یوازې ګرځیدونکي جسدونه، یوازې ډار، وېره، مات باورونه او یوازې مرګ.

لاروي عکس جېب ته کړ، د لیوانو وېره یې هېره کړې وه او وړاندې روان و.

دی پوه شوی و چې تر بلاوو انسانان ډېر بي رحمه دي.

17 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *