Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې د عرب لیکوال دوکتور محمد عماره د کتاب مخکتنه وشوه

راپور: مطیع الله هوتک – 

د روان کال د دلو میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د «زموږ نړۍ، یو تمدن که څو تمدنه؟» کتاب نقد او مخکتنه وه چې ځوان فرهنګیانو او استادانو هر یوه، استاد محمد اشرف وحدت، استاد فهیم کریم، استاد محمد ضیا شمس، استاد شیراحمد سعیدي او استاد عبدالبشیر فکرت خپل خپل نظریات او انتقادات وړاندې کړل.

نوموړی کتاب د عرب لیکوال دوکتور محمد عماره اثر دی چې ځوان افغان ژباړن او د زرغون څېړنې او ژباړې مرکز فعال کادر ښاغلي احمدولید اباسین پښتو ملي ژبې ته ژباړلی او سعید خپرنځي چاپ کړی.

د کتاب ژباړن یادې غونډې ته کتاب دا شان معرفي کړ:

  «زموږ نړۍ، یو تمدن که څو تمدنه؟» متکاثف کتاب دی او لکه له نومه یې چې ښکاري، د تمدنونو د وحدت او کثرت پراخ بحث یې په لږ حجم کې را اخیستی، د کتاب لیکوال د تمدنونو په کثرت باورمند دی او په کتاب کې د تمدنونو کثرت ته قرآني او تاریخي نښې نښانې وړاندې کوي.

  تاریخ ثابته کړې چې، هغه سیاسي- علمي مفهوم په ټولنه او معینه جغرافیه کې د هضم وړ دی، چې مخکې له تطبیقه یې نیمګړتیاوې څرګندې او رفع شي. نن سبا په انساني علومو کې د نړیوال کېدو  مفهوم ډېر اورو چې د تمدنونو ډېروالی غندي او تمدني یووالی غواړي، دغه وړکوټی کتاب کې د نړیوال کېدو تیورۍ نیمګړتیاوې د کتاب د لیکوال له نظره بیان شوي او پنځوس افغانۍ بیه لري.

د یادونې ده چې دغه عرب لیکوال ته اونۍ مخکې جمهور رییس غني د سید جمالدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ، دوکتور عماره د اسلامي نړۍ په بیدارۍ کې د لیکلو له لارې اساسي نقش لوبوي.

481 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2