اعلان

Categories
اعلان

د داعش په حمله کې ۱۸ افغان سرتېري ووژل شول

تاند- د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو په حمله کې، پرون /پنجشنبه/ ناوخته د افغانستان ۱۸ امنیتي ځواکونه شهیدان شول.

د ننګرهار د ولایتي شورا ريیس احمد علي حضرت رویټرز خبري اژانس ته وویل چې اتلس سرتېري د هسکې مېنې پر یوې امنیتي پوستې د داعشیانو په برید کې شهیدان شوي دي.

رویټرز وايي، یوه امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پېښه تایید کړه.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، چې نړیوالو قواوو یې ملاتړ کاوه، د داعش ۲۵ غړي وژل شوي دي.

خوږیاڼي په عین حال کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر لالپورې ولسوالي د درنو وسلو د ګوزارونو په نتیجه کې د سلګونو کورنیو د بې ځایه کېدو خبره وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

اعلان