Categories

هغه شپه (لنډه کیسه) لیکوال: زلمی حلیمي

پلار ته مي دي خدای اوږد عمر ورکړي په کوچنیوالي کي به یې دتو دې بخارۍ پر شا وخوا دکورنۍ ټول غړي راټول کړي ول دژمي په سړو ورځو کي به څوک دومره نر نه وو، چي دده له بېري دباندی وتلی وای

موږ به چي کله زړه تنګي سو نو دګرمي خوني تر کړکۍ به مو دسرای غولي ته کتل.

یو سهار دواوري سره باران ګډ سو شېبه وروسته دباران څاڅکي دومره غټ سول، چي دسرای غولی یې له ابو ډک کړ دکلي په پای کي دتیر سوي مانده څخه د اوبو قهریدلی اواز اوریده کیدی موږ په کلکین کي له ډاره پټي خولې نیولې وې. باران نور هم تیز سو دسرای په منځ کي په ولاړو اوبو کي یې کوبۍ جوړولې. پلار مي هغه ورځ دلرګي اوږدې تسبې ژر ژر اړولې په لوړ ږغ یې له خدایه خیر غوښت مور مي وار خطا ور ولاړه سوه دخوني ددروازې له سره یې په یوه سپین او دوو سرو دسملونو کي پیچلي قران شریف راواخیست د برنډې په منځ کي سرتور سره و دریده له خدایه دغوړولي قرانکریم په روی فضل غوښت.

***

دشنه چراغ ژړه رڼا په خونه کي بېرونکې وه پر بام دباران درالویدو ټکا دماشومانو کوچنۍ زنې رېږدولې پلار مي دپوچو او لرګیو ډکي بخارۍ ته ورټول ناست وو موږ له بېري غلی وو یو دم غړم سو شپږ کلن ورور مي چیغه کړه دمور غیږي ته ور ولوید له رڼا وروسته بیا قهریدلی اواز واوریدل سو تالندي او برېښنا په تورو وریڅو کي بېرونکي اوازونه کول دساعت دستنو ټکا دباران د اوبو په چړپي کی ورکه وه پلار می دورټولو پښو له منځه سر راجګ کړ دبخارۍ دنل شاته پر تور سپین مخي ساعت یې سترګي ولګیدې دساعت توري ستني دشپې پر اووه و پنڅه څلوېښت ولاړي وې بیرته یې سرتور سر دپښو په منځ کي تکیه کړ دچپه لاس ورغوی یې دراسته پښې پرکوڼۍ ایښی وو دراسته لاس په ګوتو کي یې داوږدو تسبو وټی ترځمکي رسیدی څو شېبې په خونه کی چوپه چوپتیا و یوازي دباندي دباران د اوبو چړپی او په تیاره اسمان کي دتالندي وهمکي اوازونه اوریده کدل ښه شېبه وروسته مي پلار خاموشي ماته کړه دڅنګنو له منځه یې سر راپورته کړ اوږد خړ پټو یې له اوږو راخلاص کړ دخوني پر غولي یې هوار کړ څو رکاته لمونځ یې وکړ بیایې په لپه لاسونوکي له خدایه پر بېوزلو رحم غوښت. له اوږده څنډ وروسته یې دساعت سپین مخ ته وکتل بجې پوره اته وې دبخارۍ له سره یې کړوپي ګرمي مسالې راډېو ته ورواچولې ویل څو مسافر اوبو وړي دي مور مي سړه سا واخیسته په ارمان یې وویل:

ـ اخ مندي به یې څه کوي؟

پلار مي دخوني په کونج کي دپرتې بخارۍ څنګ ته پر بخملي مالښت تکیه کړې وه د راډېو ستنه یې ورو ګرڅوله یو دم پورته وغورڅیدی څټ یې سوړ سو سترګي یې په تیرانو کي ښخي کړې دبخارۍ دنل له سوري اوبه راتلې ستن یې ودروله دزړې راډېو دسپیکر له ماتي جالۍ دبېوزلو ږغونه را وتل یوه دسرپنا ځای نه درلود، دبل کور اوبو وړی و، څو نور بیا په لاره کي له بندیدو شکایت کاوه. هغه شپه تر سهاره دبیري او دناوو له چړپي خوب نه راتلی سهار مو بیا دهغې زړې راډېو له لاری دبندو مسافرو دمرګ خبر دیخ له وجي واوریدی پلار مي پر سپېرو شونډو وچه ژبه تیره کړه په خپګان یې وویل :

ـ تیره اوونۍ په ښار او کلیو کي داستسقاء لمنځونه وسول ویل وچکالي نه شي.

مور مي دټیکري په پلو دبخارۍ پر سر دپرتې چایچوشي لاستی ونیوی ویل:

دغم وچکالي دي سي مسلمانان یې تبا کړل.

پلار می ورغبرګه کړه

ـ هو! په دې وطن کي هم له نیستیه خلک مري هم له هستیه

خدای ښه پوهېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *