Categories

څلور شپېته کلنې ښځې غبرګولي وزېږول

تاند-  د هسپانیا په بورګس شمالي ښار کې یوې ۶۴ کلنې ښځې غبرګولی وزېږول.

 د دې ښځې د ماشوم زېږولو ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

ویدیو د بورګس ښار (رکولیتاس) روغتون خپره کړې ده.

د هسپانیا رسنیو نن /پنجشنبه/ بې له دې چې د ښځې نوم واخلي وویل، چې هغې ماشومان د سزاریان یا جراحي عملیاتو له لارې دنیا ته راوړل.

ویل شوي چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ م کال د دې ښځې یوه لور پیدا شوې وه.

هسپانیايي ورځپاڼې الپایس لیکلي، د دې ښځې غبرګولي یو ماشوم او بله نجلۍ ده.

د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې یوې هندۍ ښځې په ۷۰ کلنۍ کې ماشوم وزېږاوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *