Categories

اعلان

Loading…

عبدالرؤف ابراهیمي د پزې له عملیات وروسته د ولسي جرګې په استازیتوب هندي ډاکټر ته ستاینلیک ورکړی دی

تاند – د افغانستان د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهيمي په هند کې د خپلې پزې له عملیات څخه وروسته خپل معالج ډاکتر ته د ولسي جرګې له خوا ستاینلیک ورکړی دی.

د ستاینلیک ګڼه ۱۴۸۳ ده او په ۶/۸/۱۳۹۴ نېټه صادر شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو افغان کارکوونکیو د ولسي جرګې د مشر له خوا دغه کار شرموونکی ګڼلی دی او غوښتنه یې کړې چې ملي ارزښتونه دې خوندي او له شخصي استفادې څخه وژغورل شي.

اباسین بریال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، « د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په هند کې د پزې عملیات کړی، بیا یې هندي ډاکتر ته تقدیرنامه ورکړې. ښایي ریس صیب د تقدیرنامو فارمټ ځان سره ګرځوي. کوم خاص معیار، موقعیت او پروسیجر نشته، بس هرځای مو چې وکیل دلاسا کړ تقدیرنامه ځنې اخستی شي. هندي ډاکتر دا تقدیرنامه له ځان سره معاینه خانه کې اېښې او هر افغان مریض ته وایي، ما دې لا هغه ریس درتداوي کړی او جوړ شوی.»

ښاغلي بریال خپله لیکنه په دې پای ته رسولې چې، «#وطن_وژغورئ. اول یې له بې عزتو، عزت وژغورئ.»

ښایسته خان ابراهیم خېل لیکلي، « تقدیر نامی یی دومره بی قدره کړی چی وکیل څنګ ته ګړه یوه مړی ډو ډی د ورګړه تقدیر نامه واخله.»

ویل کیږي چې عبدالرؤف ابراهیمي هم په وروستیو کالونو کې د نورو جنګسالارانو په څېر کافي اندازه شکونې کړي، او د پټو او ښکاره شتمنیو تر څنګ یې په ۲۰۱۴ کال کې (په دې هکله معلومات) د خپلې کورنۍ له ۱۲ غړو سره یوځای په یوه خارجي سفر کې د ملت له بودجې نه خواوشا څلوېښت زره ډالر لګولي وو چې په ولسي جرګه کې یې سخت بحث راوپاراوه.

490 total views, 2 views today

2 comments

  1. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Salamooona
    De lekwal na manana che Afghanistan mili gato ta zaman de aw de speen stargo benanga karoona efsha kawe bayad yaw zhoornalist khpalwak watan dost mili gato ta aw qanoon asasi ta zhman me dagha ibrahimi pa hes shai sarafa na kawe bas allah de dagha jang wahalai hewad da jasoosano na mofseedino na tash pa noom mujahidinoo na aw demokratano na beghama kri de lekwal de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  2. سلیم Reply

    وایی ابراهیمی کابل کی ډاکترانو ته ورغلی و خو هغوی بیا تری معذرت وغوښت او کوم وټرنر ته راجع کړ. پزه دی د هندی وترنر غوڅه شی چی دغه ځناور تقدیرنامه یی منله دوی نه دی خبر چی دلته ملی موسسات لکه پارلمان او نورو کی د ځناورو غوبل جوړ دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2