Categories
اعلان

بلا سيوری (لنډه کیسه) ليکواله: نسيمه باري

د شپې تر تور پلو لاندي هيڅ نه ښکارېدله، څو ميله ليري  لويه لاره تېره سوې وه،  کله کله به د موټر رڼا تر سترګو سوه، په دې رڼا کي به د خښتو د بټۍ لوړ لوړ  دودښکتونه لکه توري بلاوي غوندي ښکاره سوې چي توري خولې به يې اسمان ته نيولي وې.

توره کي سر له بالښت څخه راپورته کړ، په وارخطايي يې شاوخوا وکتله، سترګي يې سره ومښلې، سوړ اسوېلی يې واکيښ او بير ته پر ځای اوږد وغځېد. يوه شيبه وروسته بيرته راپورته سو، پر ځای کښېناست، لکه يو شي ته چي په ځير سره ګوري، ليري يې په يوه شي کي سترګي وګنډلې، خو ناببره له ځايه ولاړ سو او څنګ ته نژدې بکس يې خلاص کړ،  ژر  ژر يې خپل څو جوړې کالي يوې کڅوړي ته واچوله. د بکس په کړپ  د هغه یو ملګری راويښ سو، ويل توره کيه څه خبره ده؟

–  بس هسي دا خپله غوټه ټولوم

–  نو په دا توره شپه؟

–  هو په همدا توره شپه مي په کار سوه

–  څنګه دي په کار سوه؟ خيريت خو به وي؟

–  هو خيريت دی، کور ته ځم   

توره کي له دې خبري سره سم بستره په شا کړه، پلاستيکي کڅوړه يې په لاس کي ورسره واخيسته او په چټکو ګامونو د سړک خوا ته روان سو. کله چي به  د کوم موټر رڼا ورباندي برابره سوه، نو سيوری به يې د توري بلا غوندي ښکاره سو او  د مزردورانو تر  ډګر پوري به راورسېد.  د توره کي نور ملګري هم له خوبه راويښ سول، يو له بل څخه يې پوښتني وکړې چي څه پېښه ده؟ توره کی ولي داسي ناڅاپه کور ته ولاړ؟ دی خو درې ورځي مخکي له کور څخه راغی، ويل دا وار درې میاشتي تېروم.

توره کی تر دوو شپو مزل وروسته د شپې دوولس بجې خپل کلي ته ورسېد، غوټه يې په مسجد کي پرېښووله او لکه  غل د شپې په تياره کي خپل کور ته ورواوښت، لومړی د اور خوني ته ولاړ، تېشه يې راواخيسته او بيا سوکه د خپلي مېرمني جميلې خوني ته ورننوت. جميلې د تيلي څراغ پليته کښته کړې او خپل زوی ( زړګی) يې څنګ ته پروت و. شپږ کلن زړګی  د مور پر  تي ويده سوی او کوچنی لاس يې د مور پر سينه ايښی و. توره کي يو وار د زړګي  او بيا د جميلي مخ ته په ځیر سره وکتل، دواړه په درانه خوب ويده ول. سوکه يې زړګی  له مور څخه ليري کړ او تېشه يې تر سر واړوله، له دې سره سم یو لوی  آخ وخوت او  د جميلې له تندي څخه وينو داره وکړه.

دسهار لمر د خړ  غره په لمنه کي د خلکو یوه ډله خلک  ځلوله. څوک ځوانان، څوک سپين ږيري او څوک بيا په عمر پاخه خلک ول، خو په دوی کي د ځوانانو زريني خولۍ او لونګۍ  له ليري څخه لمر ته ځلېدلې.  څو ګامه ليري څو ماشومان ناست وه او کله کله به يې تر خپل منځ سره  وخندل. يو ځوان  د قبر په کيندلو لګياو، کله چي به  کولنګ پر ډبره برابرسو، نو کړپ به يې د غره په لمنه  کي ازانګه وکړه.

د قبر څو ګامه ها خوا د جميلې جنازه پرته وه او زرغونه  بنارسۍ  ورباندي اواره وه چي کله کله به باد ورپوله.  څنګ ته يې ملاصاحب له څو سپين ږيرو سره ناست و، ملا صاحب به يو وار د قبر خوا ته غوږونه  څک کړل  او بيا به يې څنګ ته ناست سپين ږيري مخاطب کړل: دا بدمرغه توره کی د شپې ناوخته زما کور  ته راغی.  ويل خوب مي ليده چي زما په باغ کي يو غټ  تور خر  ګرځي، زړه مي راته وايي چي زما ښځه  له بل چا سره جوړه ده. ما ورته وويل چي د خوب مانا ايستل د هر چا کار نه دی، پر يوې مسلماني ښځي تور لګول په خپله یوه لويه ګناه ده، ته څه ثبوت لرې چي دا به له بل چا سره جوړه وي ها؟ هسي يو شيطاني خوب دي ليدلی دی، پر داسي خوبونو باور مه کوه. توره کي څه و نه ويله او پټه خوله د کور خوا ته روان سو، ما فکر وکړ چي زما خبره يې ومنله، خو بس شيطان يې لار ووهله او خپله مېرمن  يې په شهادت ورسوله.

د سپين  اکا ببري وروځي پورته سوې او د ملا صاحب په خبرو کي ورولوېد: ياره د شيطان دي کور وران سي، په خلکو يې څه نخرې وکړې.  داسي بي بي ښځه يې شهيده کړه چي ټول کلي يې صفت کاوه. بس د صبر  او پاک لمنۍ يوه نمونه وه،  ټول کور يې په همدې ښځي کور  و.  توره کی به په مياشتو مياشتو له کوره  ورک و، خو دې به د ستني کار کاوه او په هغه پيسو به يې د کور ګوزاره کوله، خو توره کی بدمرغه يې په قدر پوه نه سو او تور يې په پوري کړ.  کړپ  سو د قبر څنګ ته کولنګ  پر خاورو ولوېد، په لوړ اواز  يو چا ږغ کړه ويل ملاصاحب  راځئ  قبر تيار سو. له دې سره سم خلک پر قبر ورغونډ سول، په يوه ګړي کي د زرغونې بنارسۍ  مېرمن تر یو خروار خاورو لاندي سوه.

څو شېبې وروسته هديره له خلکو خالي سوه، یوازي د جميلې مور د قبر سر ته ناسته وه  او اسمان ته يې رډ رډ کتل. يو ساعت وروسته وريځ راغله، باد او دوړي  سوې، نری نری باران هم شروع سو، د جميلې مور د خپل تور پوړني په پېڅکه پر خپل باړخو رڼه اوښکه پاکه کړه او له ځان سره يې دا متل ووايه: (( چي مړه سي مومنان، يا باد وي يا باران)). له دې سره سم له قبر څخه ولاړه سوه، سوکه يې د قبر پر خښته لاس تکيه کړ،  ويل زما لورکۍ  پر خدای مي سپارلې يې، زما خو څه په وسه نه ده پوره، خدای دي  د ظالمانو مخ  تور  کړي.

د غره په لمنه  کي د باد اواز شپېلکی کاوه، کله کله به يې له لېوه انګولل. په هديره کي يوه تشه پلاستيکي کڅوړه باد يوې او بلي خوا ته ځغلوله، کله به يې له يوې او کله به يې له بلي ډبري سره وجنګوله.  له هديرې څخه څو ګامه ليري يوه بوډۍ په نيولو ګامونو د کلي خوا ته  لکه سيوری غوندي  روانه وه او سوکه سوکه ليري کېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *