Categories

درې / اجمل پسرلی

د سرو واینو دریمه پياله چې ګارسونې ورته ډکه کړه، دی د میز پر سر شمې ته ځیر شو. سترګې یې نه رپولې خو شمې سترګک واهه او وروستۍ سلګۍ یې وې.

 میز ته په اړخ شو، د سړک خوا ته یې مخ واړاوه. د پلې لار باران وهلې ډبرې د څراغ رڼا ته بریښیدې.

سړي د سرو شرابو له دنګ ګیلاسه غټ غوړپ وکړ، سر یې ټیټ کړ، سترګې یې پورته، لکه څوک چې د عینکو له سره لار څاري.

یوه نجلۍ له بهره اورسۍ ته رانږدې شوه، ده لاس  ورته وخوځاوه، نجلۍ په خندا تیره شوه. سړی  وزنګیده، ځان یې تکیه کړ او ټیله ټمبه ګامونه یې د دروازې خواته واخیستل. د رستورانت څښتن ورته وویل:

-ستاسو پیسې پاتې دي

د کراون زرګون یې په موټ کې تاو راتاو کړ، د دخل خواته یې ګذار کړ او ووت. وړاندې په درې لارې کې ودرید:

« دې خوا تللې که ها خوا»

کیڼ لاس کوڅې ته تاو شو. کوڅه ورو ورو تیاره کیده. ودرید، راوګرځید، رستورانت ته ورغی. د دخل پر سر ناست سړي ته یې وویل:

-ما مخکې تاسو ته زرګون درکړ پیسې مې پاتې دي

– کله

-ولې لږ مخکې

– څوک چې له رستورانته ووځي بیا حساب کتاب ورسره نه کوو

ده میز په سوک وواهه. د رستورانت کارکوونکي پسې راغلل، له مټه یې ونیو او کوڅې ته یې وایست. دی د تیارې کوڅې لور ته روان شو، سر یې وزنګاوه:

« همدې خواته تللې، هم .. دې خوا»

پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *