Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه/۳برخه/ سرلوڅ مرادزی

پښتو په یوه لیکبڼه

د پښتو ابېڅې په اړه اوږدمهاله وړاندیزونه :

د تېر په ادامه

دریمه برخه /دوهمه برخه/ لومړۍ برخه

دلته غواړم د تېر پشان د پښتو ژبې څو نورې مهمې ستونزې رایادې کړم چې هغه په عربي ابېڅې نه حل کېږي خو که موږ لاتین ابېڅې وکاروو دا ستونزې په اسانه حل کېدلای شي او په پایله کې د پښتو ژبې په غوړیدا تمامیږي .

۱ ــ د الېپ ( aa ) ستونزه :

الېپ لپاره په لاتین ابېڅې کې موږ ( aa ) کارولی شو . ځينې قاموسونو او یا نورو پښتو کتابونو کې په لاتین ابېڅې د الېپ د ښودلو لپاره ( ā ) کارول شوی ، خو ښه به دا وي چې ( aa ) ولیکو . ددې وړاندیز ښېګڼه دا ده چې ( aa ) د لاتین ابېڅې پر لیک دړه تیار موجود دی او د هغه د لیک په مهال ډېر لټون ته اړتیا نه پېښيږي .

موږ په پښتو ژبه کې الېپ ، چې د عربي ابېڅې په لیکبڼه یانې ( ا ) سره يي لیکو د ( ۷ ) بېلا بېلو تورو په ځای يي کاروو . په یوه بڼه د ( ا ) لپاره ( ۷ ) دندې ترسره کول ستونزمن دي او دا ستونزه پښتو ژبې د عربي ابېڅې په رااخیستنه پر ځان بار کړېده . یانې موږ د الېپ دا یوه بڼه ( ا ) هم د الېپ ، زور ، اوږدې ( یا ) ، لنډې ( یا ) لنډ واو ( و ) اوږد واو او زورکي لپاره یوشان لیکو خو که دا په لاتین ابېڅې ولیکو ، بیا موږ الېپ ته ( aa ) ، زور لپاره ( a ) ، اوږدې ( ې ) لپاره (e ) ، لنډې ( ي ) لپاره (i ) لنډ واو لپاره ( u ) ، اوږد واو لپاره ( o ) او زورکي لپاره (ə ) کارولی شو . اووه واړه بېلګې به لاندې راواخلو:

لومړۍ بېلګه : د ( a ) لپاره چې زور دی هم الېپ ( ا ) لیکو ، لکه لاندې :

ــ ای ( ay ) ، لکه ای هلکه !

ــ ادې ( ade )

ــ انګور ( angur ) او نور

دوهمه بېلګه : د ( aa ) لپاره چې الېپ دی هم الېپ ( ا ) لیکو ، لکه په لاندې بېلګو کې :

ــ تاند ( Taand )

ــ ډار ( ḍaar )

ــ کار ( kaar )

ــ وار ( waar )

دریمه بېلګه : د اوږدې ( ې ، e ) لپاره هم چې کله د وییونو په سر کې راځي الېپ لیکو ، لکه :

ــ اېلول ( əl elaw )

ــ اېښودل (əl eṣ̌od )

ــ اجړا( ṛa eg )

څلورمه بېلګه : د لنډې ( ي ، i ) لپاره هم چې کله د وییونو په سرکې راځي الېپ لیکو ، لکه :

ــ ایره ( ira )

ــ انځر (ər ǰ in )

پنځمه بېلګه : د اوږد واو ( o ) لپاره هم الېپ لیکو ، لکه :

ــ اوبلن ( oblan )

ــ اوښکه ( ṣ̌ka o )

ــ اوچولی ( očulay ) یا ټنډه

شپږمه بېلګه : د لنډ واو ( u ) لپاره هم الېپ لیکو ، لکه :

ــ اوم ( um ) یا خام

ــ اوږه ( uẓ̌a ) یا سیر

اوومه بېلګه : د زورکي (ə ) لپاره هم الېپ لیکو ، لکه :

ــ ابته (əbta ) هډر ، بې مانا ، عبث

ــ انکو (ənko ) نیا ، د مور مور

ــ اڼول ( əṇawəl ) ، ټولول لکه انځران یا باټينګر ( ۱ )

البته هیڅ ګرامرپوه یا لیکوال دا ستونزه په پورته څرنګوالي تر اوسه نه ده څېړلې او دا یوه غټه ستونزه ګڼلی شو چې له نورو زیاته يي د پښتو لیکبڼې څخه انجړه مشوړه جوړه کړېده .

۲ ــ د زور ( a) او زورکي (ə ) ستونزه :

عربې ابېڅې کې د زور لپاره توری نه لرو خو په لاتین کې دا توری شته چې هغه ( a ) دی . همدارنګه د زورکي لپاره هم توری نه لرو ، خو په لاتین ابېڅې کې دا توری (ə ) شتون لري .

اوس که موږ شل ( د فلج په مانا ) چې زور لري او شل ( ۲۰ ) چې شمېرنوم دی او زورکی لري په عربي ابېڅې لیکو ، لیکبڼه يي یوه راځي او لوستونکی نه پوهیږي چې په لیک کې يي څنګه توپیر وکړي . خو که همدا په لاتین ابېڅې ولیکو ، لکه ( šal ) شل د فلج په مانا او (š əl ) شل د ( ۲۰ ) په مانا ، لوستونکی پوهیږي چې څه لولي .

همدارنګه د زړه ( پخوانۍ ، پير ) او زړه ( قلب ) یا د منګل ( د پښتنو د یوه ټبر نوم دی ) او منګل ( د لاس موټی ، خپړه ) په لیکلو کې ستونزه په لاتین ابېڅې سره په اسانه لری کېدای شي او داسې تر اخره .

۳ ــ د لنډ واو ( u)،اوږد واو ( o ) او ( w ) ستونزه :

موږ د لنډ واو ( u ) ، اوږد واو ( o ) او په هغو وییونو کې چې که په لاتین ابېڅې يي ولیکو ( w ) وکاروو په عربې ابېڅې کې یوازې یوه بڼه لرو او هغه ( و ) دی . د ( و ) په دې یوه بڼه د پښتو ژبې ستونزه نه حل کیږي ، لاندې به څو بېلګې راواخلو :

ــ لور ( Lur ) د دختر په مانا

ــ لور ( Lor ) هغه اله چې وګړي پرې واښه او نور شیان ریبی یا داس

ــ وردګ (wardag ) د افغانستان د یوه ولایت نوم دی .

په پورته دریواړه بېلا بېلو وییونو کې په عربي ابېڅې یوازې یو توری ( و ) لرو چې په لیکنه کې ستونزه رامنځته کوي ، په داسې حال کې چې په لاتین ابېڅې کې درې تورې لرو او نوموړې ستونزه حل کیږي .

۴ ــ د یا ګانو ( y ,e , i) ستونزه :

د ( یا ) ګانو په اړه هم چې مخکې پرې په لنډ مهاله وړاندیزونو کې په تفصیل خبرې شوې ، عربي ابېڅې د پښتو ستونزه نه شي حل کولای . په لاتین ابېڅې کې د ( یا ) ګانو په تړاو موږ درې توري کاروو او ددې تورو په کارونه د ( یاګانو ) ستونزه ډېره په اسانه حل کېدای شي .

ــ ( i ) د لنډې یا ( ي ) لپاره کارولای شو لکه په موچي ، دوبي ، سړي ، کالي ، خوري ، څښي ، ځي او نورو کې

ــ ( e ) د اوږدې یا ( ې ) لپاره لکه په ادې ، مستې ، شېدې ، خورې ، ځې ، کوې او نورو کې

ــ ( y ) په نورو ټولو حالاتو کې چې هلته ( یا ) ته اړتیا وي کاریدای شي لکه :

الېپ ــ منګی ، سړی ، کالی ، لوی ، خوی ، بوی ، چای ، ځای او نور

ب ــ ډوډۍ ، کړکۍ ، المارۍ ، خورۍ ، کوۍ ، ځۍ او نور

ج ــ یرغل ، یون ، یو او نور

د ــ نړیوال ، سیال ، خویونه او نور

د پوهنیزو څانګو پراختیاوو او د اوسني تخنیک بېسارو پرمختیاوو ، ټولنې او ولسونه د هراړخیز اوښتون او بدلون سره مخ کړي دي . په نویو حالاتو کې هغه ولسونه پاتېدلای او وړ ژوند کولای شي چې ځان له نویو حالاتو سره همغاړې کړي . همدارنګه هغه ژبې چې د وخت غوښتنې ، خپلو لمنو کې ځایولای شي او د خپلو ویونګړو پراخېدونکي اړتیاوې پوره کولای شي د وخت له بهیر سره همغږې پاتېږي او ژر نه مري .

پښتو ژبې چې خپله غیږه کې يي د پوهنې او تخنیک د زاړه پير پانګه هم نه ده راټوله کړې او ډېرې پاتېګړې او نیمګړې لري ، نن مهال د پوهنې او تخنیک د اوسني پير د چټک بهیر له غوښتنو سره هم مخ ده .

بل پلو له لویديځ لوري فارسي او له ختیځ اړخه اردو ژبې له سترو ننګونو سره مخ کړېده . همدارنګه د عربې ژبې اوږد زیانمن اغیزهم باید له پامه ونه غورځول شي . پر سیمه او نړۍ د انګریزي ژبې جا لګه هم که یوخوا سیمه یزو او محلي ژبو ته د ودې پوهنیزه تومنه برابروي ، خو بلخوا که د سیمې دا ژبې ځان کې د بدلون وړتوب ونه ښۍ ، له دې پوهنیزې تومنې ګټه پورته نکړي او د خپلو ویونکو د ټولنیزو او پوهنیزو غوښتنو د ځواب جوګه نشي ، انګریزي ژبه د دوی د پراختیا او ودې کړۍ هم راتنګولای شي .

تر هر چا مخکې د روڼ اندو او پوهانو دنده ده چې خپل ولس په پوهې او تخنیک کې له نورو په تېره بیا ګاونډیو ولسونو سره په ګټوره سیالۍ کې په یوه لیکه ودروي . په پوهې او تخنیک کې داسې سیالي د افغان ولس د خپلې ملي ژبې پرته شونې نه ده . ولس باید له نویو حالاتو څخه پخپله ژبه خبر او حالات ورته پخپله ژبه وژباړل شي .

نن سبا اړ یوو چې خپله ملي ژبه پښتو کې په سل ګونو زره نوي وییونه ( لغتونه ) پیداکړو چې په ساینس ، تخنیک ، فرهنګ ، فلسفه ، مذهب ، طب ، ټولنیزو چارو او نورو برخو کې رامنځته شوې پرمختیاوې پرې په پښتو ونوموو او پښتانه پرې پخپله مورنۍ ژبه خبر کړو.

د پښتو په موجوده ابېڅې کې چې له عربې ژبې راپورشوې ، پښتو ژبه نه ځایېږي او یادې شوې اړتیاوې نه شي پوره کېدای . دا ابېڅې لکه زولنې له پښتو څخه راچاپېراو د هغې د پراختیا او غوړېدا مخه يي ډب کړېده . له هغه ځایه چې پښتو د هندو اروپايي ژبو په کورنۍ پورې تړلې او غږیز جوړښت يي له سامي ژبو څخه بېل او جلا دی چې په یاد شویو جدولونو کې ورته اشاره شوې ، پښتانه دې ته رابولي چې د خپلې ژبې د پرمختګ او غوړیدا له مخې دغه ستر خنډ چې هغه ناوړه او نامناسبه ابېڅې ده ، ایسته کړي .

د خپل غږیز جوړښت پر بنست داسې ستونزې د سیمې نورې هندو اروپايي ژبې هم لري ، خو پښتو چې نن سبا د ۶۰ میلیونو وګړو ژبه ده د خپل چټک پرمختګ او په ستونزو د برې لپاره د نورو لارو په څنګ کې لاتیني یا فونیمیک ابېڅې ته سخته اړتیا لري . که پښتو سیمه کې له نورو سیالو ژبو مخکې په دې ګاڼه سمباله شي دا به سیمه کې د علامه اقبال په وینا چې افغانان د اسیا د لويي وچې تپنده زړه جوړوي د افغانانو ژبه به هم په نوې ابېڅې سره د سیمې د نورو ژبو د ویښتون او ریسانس لپاره د جټکې او محرکې قوې پتوګه تمامه شي . د ژبو رسانس او نویتوب به د ولسونو د لاپوهاوی ، نږدې اړیکو او ویښتوب پیلامه شي .

البته ، دلته زما موخه دا نه ده چې داسې کار دې همدا نن پيل شي ځکه د پيل لپاره يي ښایي خواخوږی پښتانه وروڼه ډېرې ستونزې مخې ته کیږدې خو په اوږدمهال کې پکار ده چې موږ په همدغه لار ولاړ شو .

هغه هیوادونو لکه ترکيه چې د خپل فقید مشر مصطفی کمال ( اتاتورک ) په لارښوونه يي د خپلې ژبې ابېڅې له عربې په لاتین واړوله ، ترکيي ژبه يي د وخت غوښتنو لپاره چمتو کړه . د نوې ترکيی په رامنځته کېدو کې د ابېڅې په بدلون سره د ترکيي ژبې بیا رغون له پامه نه شي غورځېدای .

البته دلته نه غواړم چې د ترکیي د فقید مشر لار، په پټو سترګو د افغاني ژبې پښتو لپاره رانقل شي بلکې د خپلو دلایلو او اړتیاوو پر بنسټ چې پورته ورته اشاره وشوه ، غواړم داسې وړاندیز ولرم.

ځیني کسان ښايي په ټوله کې ، ژبه او په ځانګړې توګه د ژبې ابېڅې له دین او یا مذهب سره وتړي او یا سیاسي رنګ ورکړي . خو ژبه له ځانګړي دین او یا مذهب څخه مخکې شتون لري او مذهبونه وګړو ته د دوی په ژبو او یا ژباړې سره راغلي دي .عیسوي دین اروپایانو پخپلو ملي ژبو ژباړلی ، هره ژبه هلته د خپلې ژبې د غږیز جوړښت سره سم ابېڅې لري . پښتنو هم د اسلام د سپيڅلي دین کتابونه په پښتو ژباړلی او دا لړۍ به ادامه ولري .

که د پښتو ژبې ابېڅې عربي او یا لاتین وي دا د پښتنو په دیني کمزورۍ دلالت نه کوي ، بلکې دا د ژبې د پرمختګ او غوړیدا لپاره کیږي . که ژبه پخپل غږیز بنسټ په سمو تورو ولیکل شي ، په ژبه کې فصاحت رامنځته کیږي او په داسې څرګنده او روښانه ژبه زموږ ټولنه کې دیني او سیانسي پوهنې ښه وده کولای شي او بلخوا په ژباړه کې مرسته کوي . خو که ژبه د سیاسي او یا نورو ملحوظاتو پر بنسټ له خپل چورلیز څخه وښویږي ، ژبه ګډه وډه او انجړیږي او ګډه وډه ژبه د یوې ټولنې د وګړو تر منځ د ورانپوهاوي او تاوتریخوالي لامل ګرځیدلای شي .

په پای کې ویلای شو د ابېڅې بدلون د څو ژبپوهانو او یا لیکوالو د تفنن ، سلیقې او ځان ښودلو خبره نه ده ، بلکې د یاد شویو لاسوندونو پر بنسټ د پښتو ژبې د وضاحت ، پرمختګ او غوړېدا په موخه د یوه عیني اړتیا پتوګه لیدل کیږي .

پای

اخځونه :

( ۱ ) پښتو قاموس ، د افغانستان علومو اکاډمي ــ لومړی ټوک ( ۶۵ ) مخ

یوه یادونه :

له ټولو دوستانو او خواخوږو څخه چې په تېرو لیکنو او یا په دې لیکنه غواړي بحث وکړي د زړه له کومې مننه کوم .

څوک چې په دې بحثونو کې زما له نظر سره موافق او یا بل ډول نظر لری ، دواړو ډلو ته کور ودانی وایم .

د لیکنې دریواړه برخې څنګه چې پيل کې ورته اشاره شوې ، د پښتو د نړیوال کنفرانس لپاره د وړاندیز په موخه او د شخصي نظر په توګه لیکل شوي . البته دلته مې غوښتي چې خپل نظرونه او وړاندیزونه لومړی له دوستانو سره شریک کړم او بیا يي روسته د کنفرانس په پته ولیږم .

د ګرامرپوه ادعا نه لرم . یو عاجز ، غریب او کډوال سړی یم خو سوسیال خور نه یم ( لکه چې یو دوست د پیغور په بڼه ماته لیکلي ) ۶۰ فیصده کار کوم او همدومره فیصده معاش راکوي ، ګوزاره مې کیږي .

پورته نظرونه او وړاندیزونه ( پریکړې نه دي ، د هیڅ پریکړې صلاحیت نلرم ) ما د پښتوژبې د یوه ویونکي او خواخوږي پتوګه لیکلي دي .

که د پښتو ژبې د سمون او پرمختیا لپاره ، ته ، زه او موږ نظر ورنکړو ، ژبه نه سمیږي او نه پیاوړې کیږي . که ټوله ژبه درې ــ څلور ژبپوهانو ته پریږدو ، هغوی په یوازې ځان د ۶۰ میلیونو وګړو د ژبې بار او په پښتو د نني پوهنیزو څانګو او تخنیک د ژباړې دروند پېټی نه شي اوچتولای . پښتانه په سلګونو زرو متخصیصانو ته اړتیا لري چې دې ډله کې د ژبې هغه هم باید له لس ګنو زرو څخه ډېر وي . د بېلګې په ډول که د طب ډاکټر پښتو ژبه په علمي توګه زده نه کړي ، له نورو ژبو څخه په پښتو ژبه روغه ژباړه نه شي کولای . که هیواد کې پوهنغونډ ( Encyclopaedia ) لیکل کیږي ، طبي برخه يي باید د طب داسې ډاکټر ولیکي چې په ژبه او د هغې په ګرامر واک ولري . په کرهڼه ، تخنیک او نورو برخو کې يي هم داسې درواخله .

نوپښتو ژبې ته به ټول په ګډه سره کار کوو . په دې کار کې به سنتي ، مذهبي او سیاسي تعصبونه یوې خوا ته پریږدو .

هیله ده چې څوک نه وي ځورېدلای !

د ۲۰۱۲ کال د جنوري ۲۶ مه

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *