Categories

مادوبالا/هیله غضنفر

د شپې له تورو سترګو ښه ډېره واوره ورېدلې وه، او لا ورېده۰ اووه شپېته کلن ماما همدا چې له خوبه راپاڅېد او سترګې یې د باندې ولګیدې،د شنو سترګو ځل یې مړاوی شو. ماما دوې جوړې جورابې سر په سر پښو کړې۰ د جمپر ځنځیر یې تر اخره کش کړ . پټو یې تر سر او ځان را تاو کړ. له کوره ووت۰غټه توره چترۍ یې وازه کړه۰

نرۍ، اوږده ،خامه پس کوچه واورې نوره هم تنګه ښکاروله، تګ یې پکې سخته کړی و۰

د جګ نري ماما د کور او دکان تر مینځ اووه کوڅې لاره وه.ماما د زړه په زور روان و۰دی چې ان له کوچینوالې له غلو سخت ډارېده ، دوکان ته به یې درې قفلونه وراچول.

د ماما دوکان په داسې یوه کوڅه کې و چې کورونه پکې ډېر ول خو شاوخوا کوم بل دکان نه و۰د کوڅې خلکو به ده ته ماماګک ویل۰

د ماماګک مشتریان تر ډېره ماشومان ول۰ده به د ماشومانو د خوښې ارزانه خوراکونه خرڅول. د پوډر او صابون په شمول د کورنیو د اړتیا یو نیم بل شی یې هم په دوکان کې پیدا کېده.دوکان د وسپنو کوچینی کانتینر و۰ دغه کانتینر یې کلونه پخوا په قرض اخیستی و۰

ماما د پاپړو کڅوړه راځوړنده کړه۰په څوکۍ کښېناست۰منقل یې روښانه کړ۰ کنځړ( بړستن) یې تر ځانه تاو کړ۰

د ماماګک د دوکان مخه پرانیستې وه، په ژمي به یې اوږده نرۍ پزه تکه سره وه۰ واوره لا ورېده۰ماماګک ورته بد بد کتل، ته وا له اسمانه نه بلکې د ده له زړه یو څه جلا کیږي او وریږي۰

رادیو یې روښانه وه۰د خبرونو چاینل یې ونیو.نطاق په وطن کې د برف کوچونو خبرې کولې۰د واورې د تخریب خبرې په ماما یو رقم ښې ولګیدې۰ته وا نطاق وایي: ماما ګله فکر دې بیخي سم دی، واوره ‌ډېره بده ده۰

د ماما په زړه کې دا خبره بیا بیا تېرېدله: د خدای رحمت هم چې غریبو ته ورسیږي په افت بدلیږي۰

واوره ورو ورو ودرېده.

ورېځې په تېښته شوې۰

 لمر خپله ضعیفه سترګه ښکاره کړه۰

همغومره چې د اسمان تندی ورینېده، د ماما تندی تریوېده۰

نیمه ورځ ختمه وه . دولس دقیقې باندې یوه بجه وه خو دوکان ته لا یو ماشوم هم نه و راغلی۰

ماما له انتظاره ستړی و، د زړه سېکه یې ختمه وه. ناقراره له دوکانه را ووت۰

 د جیګري دروازې د کور ماشومانو به هم چې هر ورځ دوکان ته حاضري ورکوله، نن یې درک نه وو۰

د ماما تک سپین مخ داسې ښکارېده لکه د حوت د میاشتې په شګوفې چې واوره شوې وي۰ یو ټکسي ودرېد۰

ښځې د شا سیټ ښیښه پرانیسته، ویې ویل:

– وبخښئ، د حاجي مراد جومات چېرې دی؟

ماما ځواب ورکړ : دا کوڅه چې ختمه شي چپ لاس ته تاو شئ.

ښځې مننه وکړه، ویې ویل:څلور قوتیه بسکیټ ،څلورپاکټه پاپړ،څلور دانې ککاو،څلور دانې ژاولې او یو پاو زڼې راکړه.

د ماما سترګو ځل وکړ۰د عقاب په سرعت یې ورته سودا را ټوله کړه۰په دوو پلا ستیکو کې یې واچوله، معلومه نه وه چې دا کار یې د ښځې د خوشحالولو لپاره وکړ یا د دې لپاره چې خپله خوشحالي بیان کړي۰

په ټکسي کې ناسته ښځه ډېره هم ښایسته نه وه خو ماما ته د مادوبالا غوندې ښکلې ښکاره شوه.

ښځې د سودا د قیمت پوښتنه وکړه۰

ماما وویل : درې سوه شپېته افغانۍ

  مادوبالا پیسې ورکړې روانه شوه.

د ماما زړه همغومره تازه شو څومره چې به د مادوبالا د نڅا په لیدو تازه کېده . ماماګک درې سوه پنځه شپېته روپۍ د دوکان په څلورو خوا وو وموښلې چې برکت وکړي۰بیا یې جمپر پرانیست، د واسکت له کوچیني جیبه یې دسمال را وویست پیسې یې پکې تاو کړې۰د راډیو چاینل یې بدل کړ۰سندرې یې ونیولې۰یو ساعت نور په دوکان کې پاتې شو خو اخر یې یقین شو چې ظالمې میندې ماشومان بهر ته نه پریږي.

پټو یې تر سر او ځان را تاوو کړ۰دکان ته یې درې قفلونه واچول ۰د کور په خوا روان شو ۰پوزه یې پټه نه کړه ، تازه هوا ورباندې ښه لګېده۰د لغړو څانګو په سر پرتې واورې خوند ورکاوه۰خټې هم بدې نه لګیدې.

ماماګک له سپینې واورې سره لکه زوم ورو ورو روان و۰ د ماشوم توب هغه سندرې ور په یادیدې چې کلیوالو واورې ته جوړې کړې وې۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *