Categories

د ننګرهار ننداره / نعمت الله صدیقي

د ننګرهار ننداره د پوهاند صدیق الله رښتین مرحوم هغه راپورتاژ دی، چې شاوخوا د اويا کالونو پخواني ننګرهار او کونړ ته مو بیایي او د خپل عالي قلم او دقیقې مشاهدې پر تصویري کولو مو د هغه وخت د خلکو او ولسونو د کلچر او د اجتماعي او فرهنګي وضعیت د خصوصیتونو په اړه د فکري او ټولنیزو رويو په ارتباط راته ډېرې داسې خبرې لري، چې هم د نن او پرون د پرمختګ او ورستوالي او هم د اجتماعي بې حسۍ شعور راته سکونډي او د تیرو وختونو د آرم او سوکاله ژوند، د خلکو پخوانی طبيعت، مینه، روابط، ناستې، ولاړې او د سفرونو په اړه یو خوږ د ناسټلجیا درد راکوي.
دا اثر چې وس ــ وس د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې له خوا په څوم ځل چاپ شوی، د راپورتاژ د نوعیت له مخې د ځینو مهمو ځانګړنو په لرلو سره ثابتوي، چې د شلمې صدۍ د سفرنامې او راپورتاژ د پیل د کالونو د مهمو راپورتاژونو څخه دی، که څه هم په ورستیو کې د کیفیت له پلوه د سفرنامې او راپورتاژ ژانر داسې ډېر ښه ماحول نه لري؛ مګر د شعوري کوښښونو په نتیجه کې يې ډېر ټف هم نه شو بللی.

د کتاب په سریزه کې پوهاند رښتین که څه هم دې راپورتاژ ته د سفرنامې په تناظر کې کتلي؛ خو موږ پوهېږو چې دا اثر د سفرنامې پر ځای د راپورتاژ پر لوازمو او تیوری ولاړ لیکل شوی دی، ځکه چې په دې ننداره کې خو نه لیکوال د هرې پيښې تل ته کوز ښکاري او نه هم د ډېرو حساسو مسایلو په رواړلو سره تشریحات ورکوي؛ بلکې د راپورتاژ د ډول سره سم د ډېرو قضاوتونو یا د اندورني احساساتو پر ځای یوازې ننداره راکوي، چې دا څه یې له سفرنامې سره د راپورتاژ په تفکیک کې څرګنده بېلګه ده.

د ننګرهار ننداره زموږ د نن د سفرنامو او راپورتاژونو په څیر له زه څخه نه پیل کېږي، چې پر زه دې پای ته هم رسېدلې وي؛ حتی ځینې ځایونو کې سړی ګمان کوي، چې د کوم بل راوي کیسه اوري، چې دا په سفرنامه او راپورتاژ کې ممکن هم نه دی؛ خو د دې نندارې د کیسیت د خوږو هنر دی چې نثر ته یې سلاست او غیررسمیت ورکړی، له کیسې سره د راپورتاژ یا سفرنامې د کرکټر توپیر همدا وي، چې د سفرنامې یا راپورتاژ کرکټر حقیقي وي؛ یعنې راوي یې خامخا همغه لیدونکی وي، چې د سفر له حال و احواله مو خبروي؛ مګر اوسنۍ مطالعې ته دا ډول ځکه ډېر جالب نه دی، چې د نرګسیت لپاره ترې استفاده اسانه کېدای شي، چې د سفرنامو او راپورتاژونو د بې خوندی سبب ګرځي.

د ننګرهار په ننداره کې د راپورتاژ یا په مجموع کې د سفرنامې دوه ــ درې ډېر مهم توکي، چې د نن د سفرنامو او راپورتاژونو لپاره لار ثابتېدای شي، ډېر مهم دي، لومړی د دې راپورتاژ تصویري اړخ دی، دلته له تصویر څخه مانا دا نه ده، چې هغه د هنري فنونو له مخې کارېږي او د ذهني تصویرونو لړۍ راکوي؛ بلکې دا د نثري کلام هغه تصویري اړخ ده، چې د راپورتاژ په ژبه کې یې د واقعیت په بنا عیني تصویرونه ترې رامنځتنه کېدای شي، عیني تصویرونه د راپورتاژ په نثر کې د لیکوال د نثري سبک یا د نثر د عمومي سټرکچر څخه رغېږي، چې اډانه یې د نحوي جوړښت ترڅنګ د کلماتو او د نثر عمومي بلاغت پورې اړه لري، چې د ننګرهار په ننداره کې د دا ډول تصویري نثر بېلګې خورا زښتې ډېرې وینو، په دې لاندې پراګراف کې د همدې اړخ کامیاب تمثیلونه ګورو:

« د تنګي په خوله کې راباندې د کونړ وږمه ولګېده، سترګې مو (کونډ) د غره په سپینه څوکه ونښتې چې د سپین غره سره یې په جګه غاړه سیالي کوله، په بایسکلونو سواره د (شګې) د شنو فصلونو په منځ کې حوشحاله روان یو، ملګرو وویل ( دا کښته عبدالخېل دي، دلته یو زراعتي فارم دی، لنګې غوا مېښې په کې ساتل کېږي او غوړي او کوچ یې کابل ته استول کېږي) څو قدمه وړاندې د یو پټي د ديوال د پاسه یو بې غمه ځلمی ناست و، یو بزګر کولبه کوله او ده ورته په مزه مزه (ستار) واهه، د شګې فصلونه ډېر تازه او ښېرازه و، هلکانو په شنو پولو مال څراوه او پیغلو د سبو په بهانه ګلان بویول زړه مو نه غوښتل چې له دې نندارې نه تېر شو؛ خو بایسکلونو ودرېدو ته نه پرېښودو؛ نو ځکه په منډه منډه له دغسې نندارو تېرېدو.»

د دې نندارې د تصویري اړخ ترڅنګ بل مهموالی د سفرنامې یا راپورتاژ د ژبې غیر رسمیت دی، چې په مجموع کې ترې د تقلید وړ ښکاري؛ خو که بیا هم غیر رسمي ژبه د کیسې ژبې ته ورته وي او کټ مټ یې سړی نه شي سره ګډولی؛ ولې بیا هم حکم نه شي کېدای چې د کیسې او سفرنامې غیر رسمي ژبه یا نثر یو دی، ځکه چې په کیسه کې د کرکټر د خصوصیات له مخې ژبه تغیر کوي؛ خو په سفرنامه یا راپورتاژ کې ژبه د هر ډول موضوع لپاره باید همغه وي یا په بله وینا لیکنۍ تسلسل یې  په کې مات نه وي، که خبره مې پیچلې نه وي؛ نو ویل دا غواړم، چې د ننګرهار د نندارې دا نثر د راپورتاژ یا په مجموع کې د سفرنامې بهترین نثر بللی او په نښه کولای شو، دا یې هم د ژبې د نثر ترڅنګ د سنجید پیغام بهترینه بېلګه !!

«د پښتو د ژبې د یو غم ځپلي لولپه شاعر د قبر خوا ته ورسېدو دې غم نتلي شاعر قبر د لویې لارې په غاړه د (ببوجانې) د کلي (میاګانو کلي) په څنګ کې پروت، د دربو په ځنګل کې د ده د قبر جګې جګې شناختې له ورایه ښکاري خوا ته یې د غزه یوه لویه ونه ولاړه ده، چې له پاڼو څخه یې د ده د مینې نری نری فریاد راخېژي، د قبر لمرخانه پلو ته یې د ژوندون د ترخو ورځو په یادګیرنه کې د ګنډيري یو بوټی لېدل کېږي په دې ځای کې د تورو خاورو لاندې د تشو پنجرو په منځ کې د عشق په کټارو ژوبل زړه پروت دی او یوازې په یوازې د (ببوجانې) مینه ورسره ملګرې ده او دا هغه پاکه خاوره ده چې په ژوندونې په کې د ببوجانې لېدن کړی و او بیا په خپل وصیت دلته ښخ شوی دی.

د دې شاعر قبر ته مو د زړه په اخلاص دعا وکړله او په افسوس افسوس مو د ده د قبر شناختو ته وکتل دا شاعر (سیدکمال) نومېده چې ټول عمر یې د (ببوجانې) په مینه کې د سوز نه ډکې سندرې ویلې دي او د ده سوځنده غزلونه ډېر ربابونه وچ کلک کړي او ډېرې سریندې په فریاد راوستي دي(سیدکمال) تقریباٌ اویا کاله پخوا دمینې ژوندون تېراوه او د (ببو) دغم سندرې یې ویلې، په دوهم جلد پښتانه شعرا کې یې ذکر راغلی دی، یو نوی غزل یې په دې سفر کې (پرهیز) ماته راکړ وايي چې دا غزل سیدکمال هغه وخت ویلي و چې د ببوجانې وربل د بې دردو په لاس تالا والا کېده او دا بل چاته په زور ودول کېده دا دی اوس پخپله د سیدکمال د زړه اواز واورئ:

سرود غږېږي په دې باغ کې د بلبلو
د محبوبا په وربل ونه ږدي د ګلو
سرود غږېږي په دې باغ کې عجبه شور دی
د محبوبا انګړ جوړ ښار د لاهور دی
مخ د لیلی لکه مشل بل په کې اور دی
زړه مې پتنګ په شانې پرمخې نسکور دی
دغه سور ګل دی که مې زړه وړي په منګلولو
د محبوبا په وربل ونه ږدي د ګلو
منګلې تل زه ګرځوم په وینو سرې ستا
خونړۍ نلري پروا څه په اسرې ستا
په غوږ واورمه د خوږ زړګي نارې ستا
که درښکاره کړم دواړه سترګې په وارې ستا
لاس به کړم پورې د عالم په قتلولو
د محبوبا په وربل ونه ږدي د ګلو
تر پای ………»

د استاد ښکلي خبره ده چې د یونلیکونو لپاره که سفرونه وشي دا په خپله هدف دی، موږ چې د بې خونده او بې پیغامه سفرنامو او راپورتاژونو ستړي یو، بهتره به وي که د پیغام له پلوه هم دا ننداره سړی وګوري.

پوهاند رښتین چې اویا کاله پخوا د نجم المدارس مدرسې ته تللی هلته یې د مدرسې د طالبانو د ترانې د اسمبلی ترڅنګ د طالبانو د ځانګړي یونیفارم (لباس) هم لېدلی چې سړی د مدرسو اوسني اوضعیت ته په کتو حېرانوي، د اوسني د بهسودو د پل پر ځای د سیند پورې غاړې ته په جاله کې اوښتل او هلته په کامه او یوشمیر نورو سیمو کې د شپې له مخې د هجرو د سندرو او بنډارونو مجلسونه يادول یې هغه څه دي، چې د دې راپورتاژ د خوند او رنګ په ښکلا او ځلونه کې يې نقش لرلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *