Categories

اعلان

Loading…

پر پښتو ادبیاتو د فیسبوک اغېزې/ محمد قسيم ځير

د اوسني پير (نړیوالتوب عصر) یوه بنسټیزه او عمومي ځانګړنه رسنۍ دي چې ځيني څېړونکي یې د ‌‌‌ولسواکو نظامونو څلورمه قوه هم  بولي. ټولنیزې رسنۍ د ټولو مطبوعاتو په منځ کې ډیرې ولسي او ازادې دي ولې چې هر وګړی ورته لاسرسی لري. که څه هم چې فیسبوک نسبتآ ځوان نوم دی مګر اغېز یې له ډیرو زړو رسنیو په ځلونو زیات دی چې لاملونه یې هم سراسریتوب، اساني او ارزانوالی کیدای شي.

د فیسبوک د تاثیر ښه بېلګه عربي پسرلی دی چې په مصر، لیبیا، تونس او سوریې کې د ډیرو ځواکمنو ريژیمونو تخته په بله واړوله.

له  ارګه تر جومات، ښوونځي، ریاست او هرې بلې ټولنیزې مؤسسې او عام وګړي پورې فیسبوک وغزېد. ادبیات چې د بشپړ ژوند انعکاس دی د اجتماعي رسنیو او په تېره بیا له فیسبوکه بې اغېزې پاتې نه شو. فیسبوک هم لکه نوره نړۍ د ښتوب او بدوالي له فلسفې بهر نه دی. ګټې هم لري او تاوانونه یې هم شته اما مثبتوالی یې له منفي اغېزه ډیر دی.

د ارواپوهنې او انسان پېژندنې له مخې د بشر پر روحیې(احساساتو او فکرونو) باندې هره کلیمه ځانګړی تاثیر لري  او بیل  ارزښت یې شته. د کارنېل او کلیفورنیا پوهنتونونو څېړونکو درې میلیونه پوسټونه کې یو سلو او دوه ویشت میلیونو الفاظو منفي او مثبت اغېز پر لیکونکي او لوستونکي څېړلی دی چې ډيرې حیرانوونکې پایلې یې لرلې. کله چې انټرنیټ رامنځ ته شو اکثرو پوهانو دا ګومان وکړ چې دا به له انسانه د خلاقیت ځواک واخلي خو داسې و نه شو، د فیسبوک او نورو رسنیو پر مټ مونږ له یوبل سره خپل افکار شریک کړل چې د لویو فکرونو د زېږدو لومړنۍ پوړۍ ده. علامه قیام الدین خادم لیکي چې ستر حقیقتونه هغه وخت تظاهر کوي کله چې فکرونه سره ټکر وکړي.ادبیات چې مطلقه فکري مشغولتیا ده په دې اړه له فیسبوکه ډیر اغېزمن شوي دي.

مشهوره اصطلاح ده چې کتابونه هغه وخت ګټور دي کله چې له الماریو ‌ذهنونو ته ولاړ شي.تر ټوله ستره ګټه چې فیسبوک زمونږ ادبیاتو ته ورسوله د ادبیاتو عامونه وه. د نړۍ له هر نقطې زمونږ لیکوال لیکنې خپروي چې د افغانستان په هر ګوټ او بل هر هیواد کې یې هر افغان په خپله ژبه خپل مسایل لوستلای شي. ددې رسونې ډیر په زړه پورې ټکی دا دی چې دا هر چا ته په مخه ورځي که څه هم چې ادبپال یا  ادیب وي او که نه.

د نړۍ  او هیواد د سترو لیکوالو کره کتنې بل خاص اغېز دی چې زمونو پر ځوانو لیکوالو کې ډير لیدل کیږي. د نامتو لیکوالو لیکنې له یوه اړخه د کلتور په مختګ کې غټ ګامونه دي له بلې خوا د نورو لیکوونکو د هڅونو یوه ښه لاره هم ده. الهام یا په ساده اصطلاح د حواسو حساسیت هلته منځ ته راځي کله چې له بهره د یوې ښې یا بدې پدیدې څخه متاثر شو . د یو عادي لیکوال لپاره د یو ایډیال مولف له لوستو پرته شاید چې بله غټه هڅونه نه وي.

غبرګون په ټولو عرصو کې ډیر مهم دی خو په پیغام رسونه(کمیونیکشن) کې ډیره اساسي دنده پر مخ وړي. ادبیات چې د پیغام لېږدونې ټوله ساحه په بر کې نیسي د عکس العملونو خوندور جریانونه هم دي. په فیسبوک کې د نورو پر لیکنو لنډه تبصره د معاصرې کره کتنې تر ګردو اغېزمنه لاره ده. په ډير لږ وخت کې په اسانه ډول لنډه کره کتنه لیکلای شئ چې لیکوال(اینکوډر) هم په ورته ډول کولای شي خپله دفاعیه یا غبرګون پرېږدي.

تجربه که د جلیه علمونو ملا وي نو د ادبیاتو جوهر ده. د لیکوالۍ له څلوروسرچینو هم یوه تجربه حسابېږي. په اروپا کې ډیری سترو لیکوالو د خپلې لیکوالۍ تجربو ته کتابي بڼه ورکړې ده. د نوموتې سویډنۍ لیکوالې بودیل مالمستین د لیکلو تجربې چې زه داسې کووم تر نامه لاندې خپرې شوي ددې ځېلې(ژانر) ښایسته بېلګه ګڼل کیدای شي. پښتو چې له داسې څه نه بې برخې ده په فیسبوک کې د مشرانو لیکوالو تجربو لیکولو دا تشه یو څه ډکه کړې ده او دا دود په فیسبوک کې هم ډیر نوی دی چې د وخت په تېرېدو به لا پسې وغزېږي.

په اتلسمه پېړۍ کې ادبي کافیو او چای خونو د اروپا ادبیاتو ته نوی رنګ ورکړ ددې اساسي اغېز دا و چې فیلسفوفان، څېړونکي او لیکوال سره نژدې شول زما د لیدنو له مخې دا دود په سويډن او ډنمارک کې تر اوس هم د کتاب کفي او فلسفې کفي په نامه پالل کېږي. د فیسبوک له برکته اوس ټول هیوادوال له فرهنګي و ادبي غونډو او ناستو څخه په څو دقیقو کې خبرېږي چې ورسره ادبي بهیرونو او فرهنګي موسسو له کمي او کیفي اړخه ډیر مثبت بدلون کړی دی.

واحد لیکدود د زیاتو ژبو په څیر د پښتو ستونځه(ستونزه) هم ده سره د دې چې په دې اړه څو پریکړې شوي مګر بیا هم یوه غټه علمي ربړه بلل کیږي. د فیسبوک له امله دا مسله تر ډیره د حل خوا ته نژدې شوې ده. د کوزې پښتونخوا او افغانستان په طرزتحریر کې پخوا توپیر شتون درلود مګر اوس مونږ ګورو چې د چمن، مردان او وردګو لیکوال تقریبأ یو ډول لیکدود لري.

د رسانس او په تیره بیا په شپاړسمه پېړۍ کې د عیسویت د نوې بڼې پروتستانیزم یو تاثیر په اروپا او له کاتولیکي کلیسا پرته سیمو کې د ژبې ساده کیدل و. رسمي او پېچلې رومي ژبه چې د عامو او کم لوستو د پوهېدو وړ نه وه د ولسي ژبې سره معاوضه شوه. زمونږ په مذهبي کړیو کې هم د مغلقه ژبه یا ملايي لهجه د بحث وړ موضوع ده. د فیسبوک په کارېدو سره تشریفاتي او درباري ګړنې بیخي حذف او هضم شوې. وجه یې دا وه چې دا د عامو وګړو لخوا لیکل کیدې او ښکاره ده چې د ولس ژبه ساده وي په همدې ترتیب دا اسانه ژبه د سرکاري مامورانو (مامورینو) تر پوسټونو هم ورسېده. فیسبوک عربي ژبه هم سلیسه کړه سره ددې چې د عربي لهجو ظهور د مرکزي عربۍ (اللغه العربیه الفصحی) بدنې ته زیان هم واړاوه.

که شعر د چاپيریال او حالاتو بیان وي نو په ډاډ سره ویلی شو چې پښتو شعر یاد پېژند ته ژمن شعر دی. پښتو شعر د د دوه زره او اتم و نهم راهیسې یو ځانګړی روح اخیستی دی چې په غالب ګومان د فیسبوک او ټولنیزو رسنیو اغېز کیدای شي. د شعر او فیسبوک په اړه بل د پام وړ خبره دا ده چې شعر تر ډیره د یو مخصوص قشر په حصار کې و. څوک به چې په فرهنګي کړیو او لړیو کې شامل ول دوئ شعر هم لیکلی شو او ښه شعر به هم ددوئ و مګر فیسبوک دا ستر مات کړ. له کلي د یو هټیوال غزل د پوهنتون د استاد له شعره ښه ځلېدلای شي. که لڼډ یې ووایو نو فیسبوک د ادبیاتو هغه معیار او تله چې د ولس تر منځ محبوبیت او عام پسندي ده په لومړي ځل پښتو ادبیاتو ته را داخل کړ.

نومیالي کینیایي لیکوال نګوګي وا تیونګو ویل چې ژباړه دفرهنګونو تر منځ د مساوي (نااستعماري) راکړې ورکړې یواځينۍ لاره ده. فیسبوک د ژباړې په برخه کې ډيره اساني را وړله. لنډې ادبي ټوټې، د مشهورو لیکوال ویناوې او ځينې فلسفي جملې یې چې زمونږ په نورو ژبو پوهېدونکو لیکوالو لیدلي له واره یې را ژباړلي دي. دا ژباړې چې ډیر متلونه او ګړنې هم په کې شته له هغو ژبو وشوې چې پښتو ور څخه مخکې دومره څه نه و پور کړي. د مثال لپار وړې اروپایي ژبې یادولای شو.

فیسبوک ځوانانو ته د ملي فرهنګ او افغاني هویت یو مناسب تصویر هم ورکړ. نن ډیری هغه افغانان چې د ټولنیزو علومو سره سروکار نه لري هم د افغاني تاریخ، ملي ژبې او هیوادني فرهنګ په اړه بحثونه کوي او ورته مهم دي. دا موضوعګانې تقریبآ یو مود ګرځېدلی دی مګر دا ډير ښه او د خیر فیشن دی ولې چې په دې سره ملي ایمان زمونږ زړونو ته لار پیدا کوي.

یادونه: په دې لیکنه کې یواځې د فیسبوک مثبتو اغېزو باندې تمرګزشوی.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    ماشاالله ، ډېره په زړه پورې لیکنه . هیله ده داسې خوږې ، په زړه پورې ، مالوماتي لیکنې نورې هم خپلو لوستونکو ته وړاندې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *