Categories

اعلان

Loading…

د فیض محمد هزاره سیمینار ته د ولسمشر وینا

ولسمشر محمد اشرف غني د نامتو مورخ فیض محمد کاتب هزاره د شپږ اتیایم تلین په مناسبت علمي سیمینار ته وویل چې د دغه مورخ مقبره به جوړه شي.

ده همداراز د کاتب هزاره په نوم د دولتي نښان د جوړېدو امر وکړ.

سمینیار ته د ولسمشر غني وینا:

ولسمشرغني: فیض محمد کاتب د افغانستان د خلکو ګډ درد ثبت او تدوین کړی دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د نومیالي مورخ علامه فیض محمد کاتب د شپږاتیایم تلین په مناسبت جوړ شوي علمي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په دې سیمینار کې چې په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوی وو، جمهور رئیس غني وویل، کله چې د فیض محمد کاتب شاهکار له هغو کسانو سره چې تر ده دمخه یا وروسته یې په دې کار لاس پورې کړی دی پرتله کړو او د هغه د کار برجسته ښېګڼو ته متوجه شو دې پایلې ته رسېږو چې هغه په حقه د افغانستان د معاصرې تاریخ لیکنې پلار دی او نسلونه به د هغه اثار مطالعه او استفاده ورڅخه وکړي.

جمهور رئیس زیاته کړه، فیض محمد کاتب په افغانستان کې د دولتدارۍ تاریخ لیکوال دی. د هغه د کار ارزښت هغه مهال ډېر درک کوو چې پوه شو هغه په خپلو تاریخي لیکنو کې د ابن خلدون تر اغېز لاندې وو.

جمهور رئیس غني وویل، د کاتب د کار ارزښت په دې کې دی چې که هغه د دربار مامور وو او په دولتي دستګاه کې یې کار کاوه، خو د پېښو په اړه د هغه تصویر یو طرفه نه دی چې یوازې د حاکمانو کارنامې یې ثبت کړې وي، بلکې همزمان یې د مطلقه قدرت په مقابل کې د خلکو د مقاومت تصویر هم اېستلی دی.

جمهور رئیس وویل، په دربار کې د علامه فیض محمد کاتب حضور د دې سبب شو چې دی لا زیاتو کتابونو ته لاسرسی ولري او خپل معلومات لا زیات کړي. ده چې د تحقیق او لټون روحیه لرله، په رواجي علومو یې قناعت ونکړ او د عمر تر پایه پورې یې له کتابونو او مطالعې سره خپله رابطه ټینګه وساتله. له علم سره شوق او تحقیقي ذوق یې د دې سبب شو چې علامه کاتب د تاریخ په لیکلو کې استثنایي بصیرت او خاص درک ولري.

جمهور رئیس غني وویل، کاتب په خپل تاریخ کې هم د هزاره و د مقاومت تصویر کاږي او هم د هېواد په ټولو نقطو کې د مطلقه قدرت په وړاندې د نورو قومونو د مقاومت. هغه په حقیقت کې د خلکو مشترک درد ثبت او تدوین کړی دی.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، موږ دېته اړتیا لرو چې خپله تاریخي ماضي زیاته او ښه درک کړو او دا تاریخي درک باید له موږ سره مرسته وکړي چې د تېر په اسارت کې پاتې نشو، بلکې د تاریخي تجربو په رڼا کې راتلونکي ته په نوي نظر وګورو.

هغه زیاته کړه، موږ په تاریخي پوهه دې پایلې ته رسېږو چې مطلقه قدرت چاره ساز نه دی او له ملت جوړولو پرته دولت جوړول بې ګټې دي.

محمد اشرف غني وویل، د ملت جوړولو د بستر په توګه د هېواد تاریخ او جغرافیې څخه زموږ درک ، موږ په دې باوري کوي چې د مشترکو دردونو، ارزوګانو او غوښتنو له درک او د ټولو له مشارکت مه واره له بحرانونو څخه بریالیتوب ته نشو رسېدلی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، یوازې په مشترکو دردونو او ویاړونو د پوهېدو له لارې کولای شو مشترک تاریخ او راتلونکی ولرو.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د روان جنګ یو عامل چې د بیارغاونې او انکشاف فرصتونه تهدیدوي، د تاریخي پوهې نشتوالی دی. چا چې د خپل تمدن رېښه هېره کړې او له هغې جلا شوی دی، نو تباهۍ او ورانکارۍ ته یې لاس اچولی دی او اوسنی افراطیت د دغه جهل او تاریخي ناپوهۍ له امله دی.

جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ د خپلو دغسې علمي شخصیتونو د آثارو د مطالعې له لارې خپل پرون پېژندلای او په خپله ماضي پوهېدلای شو. د دغسې لویو پوهانو آثار موږ ته دا راښیي چې زموږ ماضي یوازې د جګړې او مطلقه قدرت ماضي نه وه، بلکې د مبارزې، د مقاومت، د فرهنګ، د تفکر، د هنر او د لوی تمدن ماضي هم وه.

هغه زیاته کړه، که موږ خپل تاریخ په دقت وګورو نو پوهېږو چې د ګران هیواد هره سیمه او هره خوا، یو وخت د یو لوی تمدن زانګو وه او د لویو امپراطوریو مرکزونه پکې وو. د افغانستان د تاریخ ژوره مطالعه راښیي چې د ګران افغانستان د تاریخ او تمدن په جوړولو کې د دغه هیواد هر قام او هرې سیمې خپله برخه لرلې ده او د دې وطن بچیو ان تر هند او مرکزي اسیا او بغداده پورې په لویو تحولاتو کې نقش لرلی دی.

جمهور رئیس وویل، زه هیله من یم د فیض محمد کاتب په څېر تلپاتې او نومیالۍ څېرې به زموږ ځوانانو ته دا انګېزه ورکړي چې د خپل تاریخ مطالعې ته مخه کړي او د ټولنې په کچه دا پوهاوی پراخه کړي.

جمهور رئیس د علامه کاتب هزاره د ارزښتناکه خدماتو د زیاتې قدردانۍ په خاطر لارښوونه وکړه چې د علامه کاتب مزار دې جوړ شي او همدارنګه دې د عدلیې محترم وزارت د علامه فیض محمد کاتب هزاره په نوم د مډال جوړولو قانوني پړاونه بشپړ او د تصویب په موخه کابینې ته وړاندې کړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د کابل د وروستۍ امنیتي پېښې، د سره صلیب او وروستیو طبیعي پېښو د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

په دغه سیمینار کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش خبرې وکړې او د علامه فیض محمد کاتب د شخصیت په بېلابېلو اړخونو یې رڼا واچوله وې ویل: د هر هېواد تاریخ او فرهنګ د هغه هېواد د خلکو د ملي یووالي نښه ده او له دې امله علامه فیض محمد کاتب یو له هغوڅرګندو څېرو څخه دی چې زموږ د یووالي د دې نماد تدوین، ساتنه او احیا یانې د افغانستان تاریخ کې یې لومړۍ ونډه لرله.

هغه زیاته کړه، کاتب په وطن دوستۍ او خلکو ملت او هېواد ته وفادارۍ، د ملي روحیې او ملي یووالي په ساتنه کې د ټولو په نسبت مخکښ وو.

د جمهور رئیس دویم مرستیال وویل، علامه کاتب د افغانستان د معاصرې تاریخ لیکنې پلار دی او د معاصرې دورې ټول تاریخ لیکوال چې د افغانستان د تاریخ په باره کې یې لیکنې کړې دي، د کاتب منندوی دي او د هغه په برکتناک دسترخوان کېناستلي او له هغه څخه برخمن شوي دي.

محمدسرور دانش څرګنده کړه، که کاتب او د هغه د تاریخ لیکنې لوی کار نه وای موږ به د خپل معاصر فرهنګ او تاریخ د خزانې له یویې لوی برخې بې خبره وو.

په دې مراسمو کې محمدسرور مولایي، حبیب الله رفیع، ډاکټر محی الدین مهدي او ډاکټر محمد امین احمدي هم خبرې وکړې او د علامه فیض محمد کاتب د شخصیت د بېلابېلو برخو او د تاریخ لیکنې په برخه کې یې د هغه د ارزښتناکو خدماتو په اړه یادونه وکړه.

د مراسمو په پای کې د جمهور رئیس غني فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر امریکایي څېړونکي او ژباړونکي ډاکټر رابرت مک چیزني ته د علامه سیدجمال الدین افغان عالي دولتي نښان د ورکولو په اړه د جمهور رئیس فرمان چې د علامه فیض محمد کاتب په اړه یې څېړنه کړې او د هغه اثار یې انګلیسي ته ترجمه کړي او چاپ کړي دي او همدارنګه د هېواد ۱۲ تنو څېړنکو، مورخینو او لیکوالو ته چې د افغانستان د پېژندنې او تاریخ لیکنې په برخه کې یې له ځانه وړتیاوې ښودلي هغوی ته د افتخاري تقدیرنامو د ورکولو په اړه د جمهور رئیس حکم ولوست او وروسته جمهور رئیس هغوی ته یادې تقدیر نامې ورکړې.

په دې مراسمو کې د هېواد په جمهور رئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، لوی څارنوال، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون مشرې، یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا یو شمېر غړو، استادانو، څېړونکو، د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو او بهرنیو مېلمنو حضور درلود.

249 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2