Categories

اعلان

Loading…

په څېړنه کې د منابعو د ښودنې لارې چارې/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

د څېړونکي او څېړنې لپاره مواد او منابع ضروري دي او د يوې ښې څېړنې لپاره د زياتو ماخذونو مطالعه مهمه ده.

ماخذ په عربي کې د اخيستنې ځاى ته وايي، چې يو شمېر پښتو ليکوالو همدغه د اخيستنې ځاى يا اخيستنځى لنډکړ او(اخځ)يې ترې جوړکړى دى، نو ماخذونه، لکه: کتابونه، تحليلي او څېړنېزې مقالې، رسالې، تېزسسونه، ډيزرټيشنونه، مونوګرافونه، ژورنالونه، کانفرانسونه، انټرنيټ، دايرة المعارفونه، قاموسونه، ژوندليکونه، بېلابېلې ورځپاڼې، چارتونه، د بېلا بېلوکلونو درسي کتابونه او بېلابېلې خپرونې ماخذونه او منابع دي. (۱۱: ۴۰مخ)

د پورتنيو ټولوځايونو نه څېړونکی د ماخذ په ډول استفاده کولى شي، خو څېړونکى بايد په ماخذونوکې اصلي او فرعي منابع تشخيص کړي. اول لاس او دويم لاس مواد معلوم کړي او د داسې موادو او منابعو نه استفاده وکړي چې  د څېړونکي د څېړنې ارزښت لوړ کړي.

د کره  ماخذونونه  ګټه اخيستنه، د څېړنې اهميت او ارزښت لوړوي، د ماخذ ليکنې اهميت په دې کې دى، چې (ماخذ څېړنېز کار کره کوي) او ښيي چې څېړونکى په دې ليکنه ژور فکر او ډېره مطالعه کړې او بيا يوې نتيجې ته رسېدلی، چې دا کار د څېړنې په کره توب دلالت کوي.

ماخذ ليکل د هغه څېړونکي او ليکوال نظرونه او دلايل پياوړي کوي چې خپلې ليکنې ته ماخذ ورکوي، په ماخذ ليکنې سره د عالي اکاډميک فرهنګ پياوړى کېږي، چې نسبت يې په ريښتينولۍ ولاړ وي.

ماخذد څېړنېز کار ارزښت لوړوي او دا په ډاګه کوي، هغه څه چې په څېړنېزې ليکنې کې راغلي دي،بې بنسټه نه دي، همدا راز د يوې تحقیقې موضوع اړوند دا په ډاګه کوي چې څېړونکى په خپلې څېړنې مسلط و، د نورو د کارونو له نتيجو بشپړ خبر و، په همدې ترتيب ماخذ ښودنه د نورو د حقونودرناوى دى او ماخذ ليکنه له نورو څخه د معلوماتو  په پوره کولو سره خپلې ليکنې ته اعتبار ورکول دي. (۱۱: ۱۴۱ـ ۱۴۲مخونه)

اصول تحقیق کې ډاکټر عبدالحمید عباسی د ډاکټر سلطانه بخش په حوال د ماخذ په هکله هر اړخیزې خبرې کړي دي چې د موضوع د شرایطو سره سم د کار خبرې دلته راوړم: ژباړه:

(ماخذ هغه اثارو ته ویل کېږي چې د تحقیق په جریان کې لیکوال ترې استفاده کړي وي او خپل کار یې د همدغو اثارو پواسطه تکمیل کړی وي.

ماخذونو ته منابع او مراجع هم ویل کېږي.) اصول تحقیق، ۱۷۵ مخ)

د ماخذونو اهميت او ارزښت نه هېڅ محقق سترګې نه شي پټولى، يوه څېړنېزه ليکنه د هغې ليکنې سره چې څېړنه نه وي، د ماخذونو په راوړلو بېلولى شو، محقق بايد په خپلې ليکلې موضوع کې ماخذونه په خپل ځاى استعمال کړي ، د ماخذونو او منابعو د اهميت په باب داسې راځي:

۱.  پرته له ماخذونو نوي حقايق رامنځته کېداى.

۲. له ماخذونو پرته کره او سمه څېړنه نه شي تر سره کېداى.

۳. له ماخذونو پرته د کتابونو د فهرستونو، د متونو د تصحيح، تدوين، تعليقات، د اقتباسونو او د احوالو ليکلوغوندې څېړنېز ګامونه اوچتول شونې نه ده.

۴. له ماخذونو پرته په څېړنې کې جعل کاري يا ادبي غلا نه شي معلومېداى.

۵. له ماخذونو پرته د پخوانيو معلوماتو او رواياتو ترلاسه کول ممکن  نه دي.

۶. د ماخذونو او منابعو پرته د دوو څېړونکو او پوهانو نظريواو افکارو ترمنځ تقابلې جاج اخيستلو کار اسان نه دى.

۷.  ماخذونه د څېړنې لپاره حتمي دي او بې ماخذه ليکنې ته هېڅکله څېړنه نه شو ويلى.

۸. ماخذونه څېړنې ته ارزښت ورکوي او کره والى يې ثابت کېداى شي.

له ماخذونواو منابعونه استفاده د یوې څېړنېزې موضوع د پلټنو لپاره يو اساسي اصل دى. (۲۶: ۷۳مخ)

ماخذونه او منابع باید پورته ځانګړنې ولري، کله کله په ځينو اثارو له داسې منابعو استفاده شوې وي، چې په منابعوکې یې حسابولای نه شو، چې په لاندې ډول د یو څو نمونو یاونه کوو:

۱. مرجع او ماخذ که هر څومره معتبر وي، د خطا او ستونزو نه خالي نه اوسي نو له همدې امله له ماخذه په استفاده باید له احتیاطه کار واخلو.

۲.اکثره ماخذونه په نظریاتو او نورو ماخذونو نه ترې استفاده شوې وي نو روایات هم غلط راتلای شي.

۳.غیر عقلي خبره د ماخذ په ډول د کارونو ضرورت نه لري.

۴.خپل خیال او وجدان په ماخذ کې راتلای نه شي.

په ځينو نورو ځايونو کې د ماخذونو د ډولونو په باب راغلي دي: (ماخذونه په دوه ډوله دي، لومړني (بنسټيز) او ثانوي منابع او ماخذونه.)په عمومي ډول د ماخذونو نه د استفادې ځايونه (کتاب) رساله، علمي مقالې، تيزس، کنفرانسونه، دايرة المعارفونه او داسې نور…) په لسګونوځايونه دي، خوڅېړونکى بايد په څېړنې کې د حقايقو د ترلاسه کولو لپاره د بنسټيزو(لومړنيو) ماخذونه نه ګټه واخلي اود تحقيق لپاره يې غوره کړي، بنسټيزو، اصلي او اساسي ماخذونو څخه مطلب هغه اسناد دي، چې د څېړنې اړوندو پېښو داسې معلومات په کې وي، چې محقق په خپله ليدلي اوپه خپلو غوږونو اورېدلي وي، په بنسټيزو منابعو کې سترګو ليدلى حال هم کله کله موجود وي.

دويم ډول ثانوي ماخذونه دي، ثانوي منابع هغه دي، چې د اصلي ماخذونو نه په استفادې لاس ته راغلي وي، نو ځکه ورته دويم لاس او کله کله درېيم لاس ماخذونه وايي. په دې ډول ماخذونو کې څېړونکى بايد له احتياطه کار واخلي او کوښښ وکړي چې اول لاس ماخذونو ته برتري ورکړي.

ثانوي ماخذونه چې د چا له خوا ترتیبېږي، هغه په پېښه کې ګډون نه لري يا يې په خپله پيښه نه وي ليدلي، دا د هغه افرادو شهادت وي، چې په واقيعت کې د خپلو سترګو ليدلى شاهد نه وي، که کوم ليکوال او څېړونکى د بل ليکوال اقتباس وړاندې کوي، دا په ثانوي مصادرو کې شمېرل کېږي.

په څېړنه کې بايد څېړونکى کوښښ وکړي، چې له بنسټيزو مصادرو څخه استفاده وکړي. (۲۶: ۷۴ـ ۷۵مخونه)

یو عالم وایي: ماخذونه دوه ډوله دي، چې د اول لاس او دويم لاس په نوم يادېږي.

اول لاس ماخذونه د دويم لاس ماخذونو نه بهتره دي، ځکه چې دويم لاس او درېيم لاس ماخذونه کې د اول  لاس نه ګټه اخيستل شوې وي، ډېر امکان لري چې دويم او درېيم لاس ماخذونو کې د عباراتو او جملو ناسم راوړل، ناسمې سنې او تاريخي واقعيات غلط راوړل شوي وي، نوله همدې امله اول لاس موادواو منابعونه استفاده د څېړونکي لپاره مهمه ده.

په ټولو تحقیقاتي کارونو کې هغه اثار مهم دي چې د لیکوال ژوند ته نزدې وخت کې لیکل شوی وي او یا تحقیق وخت ته نږدې وخت کې لیکل شوې وي. په همدې لحاظ دې د هغوی فهرست ترتیب شي چې تر ټولو مهم کار دی، اول دې هغه کتابونه ولوستل شي چې مهم وي او ورپسې دویم مهم کتابونه او بیا درېیم مهم کتابونه مطالعه شي.

د متن څېړنې په تدوين کې هم د اول لاس يا د هغې نسخې  څخه استفاده کېږي، چې په تاريخي لحاظ له نورو قلمي نسخو مخکې ليکل شوې وي.

د خوشحال خان خټک د ديوان په قلمي نسخوکې بهترين ديوان د متن څېړنې د تدوين د انتخاب په وخت کې هغه دى، چې د خوشحال خان په لاس ليکل شوی وي، دې ته اول لاس خطي نسخه وايو، په دې نسخې کې غلطي کمه وي.

د متن څېړنې او علمي نورو څېړنو لپاره اول لاس ماخذونه ډېر غوره دي. د بنسټيزو، اصلي، اساسي او اول لاس ماخذونو او ثانوي، دويم لاس ماخذونو په هکله يو عالم داسې وايي:

۱.  څېړونکى بايد د ثانوي (دويم لاس) ماخذونو پرځاى اصلي (اول لاس) منابعو او ماخذونو ته بهتري ورکړي، که کوم ليکوال څېړنه کوي کوښښ دې وکړي چې اول لاس موادو نه استفاده وکړي، ځينې وخت ثانوي ماخذونه کې د اصل په نسبت کمي موجود وي،  نو اصل ماخذ د ثانوي څخه بهتره دى.

۲. که په ثانوي کتاب  يا مضمون کې له کوم بل کتاب څخه اقتباس شوى وي او څېړونکى دغه اقتباس له ثانوي کتاب څخه اخيستى وي، نو تاسې داسې مه څرګندوئ، چې اقتباس مو له  اصل څخه اخيستى دی، بلکې د ثانوي ماخذپه حواله يې وليکئ، که داسې ونه کړئ او کوم وخت د څېړونکي دغه کار ثابت شي، دشرمنده ګۍ  لامل يې ګرځي، دا د څېړنې د اخلاقو ضدکاردى، چې ماخذيو شى وي او څېړونکي د بل اثرحواله ورکړې وي.

۳. که اقتباس د کوم اثر د ژباړې څخه وي، څېړونکى بايد اصل کتاب وګوري ځکه چې ژباړه ثانوي ماخذ بلل کېږي او امکان د غلطي پکې وي.

۴.په کوم ماخذ کې چې زیات معلومات وي نسبتا هغه کتاب ته چې کم معلومات وي بهتره دی.

څېړونکي لپاره اول لاس ماخذونه او منابع مهمې دي، که چېرې اول لاس ماخذونه کم يا نه وي، نو بيا مجبوره دى، چې دويم لاس  ماخذونو نه استفاده وکړي.

د ماخذونود ډولونو په هکله د پوهانو او څېړنپوهانو د نظرياتو په لړۍ کې(شلبي) داسې وايي: پوهانود مصدراو مرجع ترمنځ توپېرکړى دى، په دې معنا چې هر مصدر مرجع ګڼل کېږي، خو هرې مرجع ته مصدرنه شو ويلى، په ماخذونوکې اصلي او اول لاس ماخذونه اوله درجه څېړنېز مواد لري او مرجع دويمه درجه علمي مواد لري، نو مصدرته بايدپه مرجع فوقیت او برتري ورکړل شي. (۲۶: ۷۱مخ)

خلیل باور په څېړنې لارښود اثر کې وايي:

منابع په دوه ډوله دي:

بنیادي ماخذونه:

دې ته اول لاس منابع ویلای شو، دا هغه ماخذونه دي چې لیکوال په خپل لاس لیکلي وي او یا د خپلو لیدلو سترګو حال او احوال او یا په غوږو اوریدل شوي موضوعات پکې راتلای شي.

اصول تحقیق کې د بنیادي ماخذونو په هکله داسې ویل شوي دي:

ـ  د استفادې په وخت کې اول لاس یا بنیادي ماخذونو نه دویم لاس یا ثانوي ماخذونه بهتره دي.

ـ که چېرې په یوه ماخذ کې د محقق لپاره د استفادې او یا د کار مواد زیات وي نو داسې اثر د لیکوال لپاره د ډېر اهمیت وړ دي.

ـ د محقق لپاره هغه اثار چې د څېړنې په هکله پکې زیات معلومات وي نو بهتره دی.

ـ په څېړنه کې د هغو لیکوالو او څېړنپوهانو له اثارو کار اخیستنه چې کارونه یې دقیق، کره او پر دلایلو برابر وي سم کار دی. یعنې علمي کار په جریان کې د د اثارو د لیکوالو په هکله دقیق معلومات او همدارنګه د هغوی د کارونو په باب باید معلومات ولرو او بیا یې له اثارو کار واخلو.

ـ له کوم اثره چې استفاده کېږي باید د هغه علمي اعتبار ښکاره وي.

په بنیادي ماخذونو کې کتابونه، مسودې، خطي نسخې، مقالې، قاموسونه، عکسونه او داسې نور مسایل راتلای شي. بنیادي. بنیادي موادو کې هغه مواد راځي چې د مخ د باوري کېدو لپاره ډېر اهمیت لري، ځکه د هغه ټاکنه او پلټنه سخت کار دی.

ثانوي ماخذونه:

دې ته دویم لاس ماخذونه ویلای شو. د محقق لپاره د ثانوي منابعو نه بنیادي منابع مهم دي. په ثانوي ماخذونو کې هم کتابونه، مجلې، مسودې، خطي نسخې او داسې نور مواد راتلای شي.

د حمزه شینواري په خپل لیکونه، د هغو جوابونه او د لومړي ځل په کوم کتاب او مجله کې چې یې یادونه شوې وي، د بنیادي ماخذونو په نوم یادیږي.

که چېرې په همدغه اثارو باندې تحقیق وشي نو دغه تحقیقاتي کارونو ته ثانوي لیکنې ویلای شو، که چېرې د دغو لیکونو متن څوک ترتیب کړي نو دغه بیا د ثانوي ماخذ په نوم یادیږي او اصلي لیکونه د بنیادي ماخذ په نوم یادیږي.(خلیل باور، ۲۷۶)

(دکتور قانت) د (شلبي) د خبرې په تائيد داسې وايي: (مصادر او مراجع دوه اصطلاحات دي او په هغوکتابونو باندې دلالت کوي، چې څېړونکى ورنه د څېړنې په وخت کې ګټه واخلي.

د ثانوي ماخذونو په هکله اصول تحقیق کې داسې راغلي دي:

ـ اساسي او یا بنیادي ماخذونو ته د ثانوي ماخذونو پر ځای د کارونې لومړیتوب ورکړئ. که چېرې یو لیکوال د ثانوي ماخذ نه استفاده کوی نو باید بنیادي ماخذ سره یې پرتله کړي، ځکه چې کله کله ثانوي ماخذونو کې ستونزې وي.

ـ که چېرې د ثانوي ماخذ نه استفاده کېږي او دې اثرکې له اول لاس ماخذونو نه استفاده شوې وي او محقق د ثانوي ماخذ د هغې برخې استفاده وکړي چې اول لاس منابع وي نو باید ثانوي ماخذ د منبع په ډول وښايي.

ـ که چېرې محقق په پښتو ژبه څېړنې ته تصمیم ولري او د مختلفو ژبو ژباړو نه استفاده کېږي نو محقق باید ترجمې له اصل سره پرتله کړي، تر څو چې ثانوي ماخذ کې د ترجمې په وخت کې کومه نیمګړتیا واقع شوې نه وي.

مصدر:

هغه کتاب ته ويل کېږي، چې د علمونو او فنونو څخه د يو علم اوفن داسې پلټنه او څېړنه کوي، چې عامه، شامله او عميقه وي، يامصدر هغه آثارو ته ويلکېږي، چې اول لاس ماخذونه وي او اعتبار يې د ثقه توب او اصليت له مخې په اثارو کې  زيات وي، لکه: تفسير طبري، د تفسير په کتابوو کې مصدر دى، صحيح البخاري او صحيح المسلم د احاديثو په علم کې مصادر دي، د عربي نړۍ پیاوړی شاعر او لیکوال (جاحظ) کتاب (البيان والتبين) او د ابن القتيبه کتاب (الشعر والشعرا) د ادب  په علم کې د مصادرو کتابونه دي.

مرجع:

هغه اثار دي، چې علمي تکيه يې په اصلي مصادرو باندې وي. يا هر هغه کتاب چې د بل نه يې معلومات راټول کړي وي، لکه: ثانوي يا دويم لاس مواد او منابع.(۱۲: ۴۲ـ ۴۳مخونه)

له ماخذونو د استفادې لارې چارې:

د ماخذونو ښودل په هکله اکثره عالمان، پوهان او محقیقن په يو نظر او فکر نه دي، هر يو د خپل فکر او نظر اړوند په ليکنوکې ماخذونه تطبيقوي.

ماخذ ليکنه د ليکلو ډېر ډولونه لري، چې یو ډول ته سم او بل ډول ښودلو ته  ناسم  به سم کار نه وي، بلکې هر يو چې په څرګنده او واضحه ډول وليکل شي سم دى، دا د ليکوال د ذوق، مسلک او د اړوندې علمي ادارې سره تړاو لري، چې کوم سبک غوره کوي، خو مهمه داده چې يوه مقاله، کتاب او ليکنه کې بايد ليکونکى يوازې يوسبک وکاروي نه ګڼ سبکونه. (۱۱: ۱۴۷مخ)

څېړونکى په مقاله، رساله، کتاب، تېزس، ډيزرټيشن او داسې نورو تحقيقي خاصو او عامو کالبونو، ځای ځای یادونه کوي او په پای کې یې داسې ښايي. لکه:

۱.  هاشمي، سیداصغر(۱۳۹۳ ل)، د پښتو نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد.

۲.  انځور، زرین(۱۳۶۶ ل) د حميد داستاني اثارو ته يوه کتنه، د عبدالحمید مومند یاد، کابل، علومو اکاډمۍ.

۳: هاشمي، سیداصغر (۱۳۹۳ ل) شعر پوهنه، جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه.

۴. خدمتګار، بختانی، عبدالله(۱۳۸۶ ل) د هیلې د هیلئ سپین وزر، پېښور، دانش خپرندویه ټولنه.

۵. میا حکت شاه کاکاخیل: سبع معلقات،رشیدیه خپرندویه ټولنه، پيښور.

که چېرې د څېړنېزې موضوع په هرې جولۍ کې تر پايه په هرځاى کې له پورته اثارو استفاده کېږي، نو ماخذ بشپړ نه معرفي کېږي، بلکې په دې ډول ښودل کېږي. لکه:

۴.  سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر.

۴.  سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار: د هیلې د هیلئ سپین وزر.

د پورته ماخذ ښودنې طرزالعمل د علومو اکاډمۍ کابل مجلې کې ترې استفاده کېږي چې په نورو ځایونو کې بیا داسې استفاده ترې نه کېږي.

که ماخذ پخوانی متن وي او لیکوال یې هم پخوانی کس وي خو، سریزه، زیاتونه، ویپانګه او تعليقات پرې بل کس ليکلي وي، دا ډول ماخذ داسې ښودل کېږي:

۱.  خټک.خوشحال خان(د چاپ کال) ارمغان خوشحال، د سیدرسول رسا په زيار، پيښور، یونورسټي بک ایجنسي.

که په ماخذونو کې د يو سيمينار مجموعې نه استفاده شوې وي او دغه مقالې د بېلا بېلو کسانو وي او یوې موضوع باندې لیکل شوې وي نو بیا داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.  انځور، زرین(۱۳۶۶ ل)  د حميد داستاني اثارو ته يوه کتنه، د عبدالحمید مومند یاد، کابل، علومو اکاډمي.

که ماخذ ژباړه وي داسې ښودل کېږي:

۱.  کامل مومند، دوست محمد(د چاپ کال) خوشحال د خارجي  پوهانو له نظره، د جنرال شير محمد کريمي ژباړه، کابل، د افغانستان علومو اکاډمي، دولتي مطبعه.

که په ماخذونو کې داسې اثر وي، چې د دوو يا درېيو کسانو په ګډه ليکلى وي. یوازې د لومړي محقق تخلص مخکې لیکل کېږي، بیا کامه، بیا د لومړي څېړونکي اصلي نوم لیکل کېږي، بیا کامه، بیا د دویم کس نوم لیکل کېږي، بیا په ترتیب سره د درېیم لیکوال نوم په عادي ډول لیکل کېږي. لکه:

۱.خرم، محمد علم، سخي احمد نا ارام و عباس قلي فهیم(۱۳۴۳ ش) نیازمندي های جوامع در حال رشد، تهران، چاپخانه طوسي، ص ۱۶.

که چېرته د یو کتاب محقیقین له درېیو کسانو زیات وي، په لاندې ډول ښودل کېږي. لکه:

۱.فدايي، ضیااحمد او نور(۱۳۴۳ ش) فزیکل ساینس، کابل، موسسه تعلیم و تربیه، ص ص ۱۴،۲۵،۴۰،۷۵،۷۹

که چېرې د کتاب د چاپ کال معلوم نه وي نو دا اثر داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.البغدادي، ابو منصور عبدالقادر(ب ت) الفرق بین الفرق، تهران، ص ۲۵.

که چېرې د کوم کتاب محقق معلوم نه وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱…………. (۱۳۳۶ ش) حدود العالم من المشرق الی المغرب، کابل، دولتي مطبعه، ص ۴۱.

که چېرې ماخذ علمي او اکاډمیکه مجله وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.ضیا، عبدالواحد او محمد همایون رسولي(۱۳۸۵ ش)، پلان ګزاري سیستم انرژي برق نظر به تقاضا، د کابل علمي مجله، درېیمه ګڼه، ص۱۱.

که چېرې ماخذ رسمي جریده وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.د عدليې وزارت (۱۳۵۵ ش)، د افغانستان د جزا قانون، رسمي جریده، ۱۳ ګڼه، ماده ۱۲۳، ۳۱۱.

که چېرې ماخذ ورځپاڼه وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.سیرت، حسین(۲۰ مرغومی ۱۳۸۶ ش) برداشت متفاوت کرزی و شوکت عزیز از طالبان، روزنامه ۸ صبح، ۶۸ ګڼه، ص ۲.

که چېرې کاخذونه د قران کریم او اسماني منسوخ کتابونه وي، بې له دې چې الفبايي حروف مراعات شي، د لړلیک په سر کې راځي او په متن کې داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.ذاریات، ۵ ایات یا (۱: ۵۱ ـ ۵۲)  (منهج البحث، ۳۳ ـ ۳۴ مخونه)

د نوي ساينس او تکنالوژۍ  پرمختګ دا زمينه مساعده کړې ده چې څېړونکى د بېلا بېلو اثارو او علمي  مقالو نه د انټرنيټ  د وېب پاڼونه استفاده وکړي، که کتاب د انټرنيټ په وېبپاڼې کې خپور وي، په دې ډول ښودل کېږي. لکه:

۱.هاشمي، سیداصغر، د مقالې لیکنې بنسټونه، www.taand.com

که چېرې ماخذ داسې علمي مقاله وي چې په انترنیټ کې خپره شوې وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.هاشمي، سیداصغر، د ادبي دورو ټاکنه، www.taand.com

که چېرې ماخذ مصاحبه وي نو داسې ښودل کېږي:

۱.محسني، محمد اصف،(۱۲ سنبله ۱۳۸۶ ش) د اثر د څېړونکي له لورې مصاحبه.

که چېرې ماخذ د تیلیفون د تماس په واسطه وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.قرضاوي، یوسف(۲۵ سنبله ۱۳۸۶ ش) تیلیفون تماس د اثر د څېړونکي له لورې.

که چېرې ماخذ قاموسونه وي نو داسې ښودل کېږي. لکه:

۱.الیسوعي، لویس معلوف (۱۹۳۷)المنجد، بیروت، المطبعه الکاتولیکیه، ص ۲۱۴. (منهج الحث، ۳۴ مخ)

د ماخذونو نه د استفادې لارو چارو کې يوه بله مهمه خبره له ماخذونو استفاده کول دي.

څېړونکى ماخذل ولي، مطلب او خلاصه ورڅخه اخلي او تعبير يې په خپلو الفاظوسره کوي، څېړنپوهانو د ماخذونو اقتباس او استفادې لپاره قوانين  وضع کړي دي

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *